– لیکنه: مصطفی صفا
– موږ زیاتره وخت خپل اولیتونه هېروو او په داسې شیانو ځان بوختوو او یا یې خپل ژوند ته راکشوو، چې یا له بېخه په موږ پورې اړه نه لري او یا زموږ د اولیتونو او ضرورتونو په لېست کې نه راځي. موږ پرته له دې چې خپل ځان ته فکر وکړو، خپل شخصیت تر ذره بین لاندې ونیسو او خپل کار او کردار کنټرول کړو، زیاتره په نورو خلکو کې فکر کوو، د نورو خلکو په اړه زیاتې خبرې کوو، کله چې موږ هر مجلس او بنډار جوړوو، نو پکې اورو، پلاني داسې وکړل او پلاني داسې وویل، هرڅه مو د هغه او دغه په محور راڅرخي او د ځان محورۍ موضوع مو له پامه لوېدلې وي. چې په دې ډول تل په خپل ځان کې له نورو سره په فکري کشمکش کې وو، د خلکو او ماحول ټولې کشالې خپلو مغزو ته راټولوو او ډېر ژر ورڅخه تاثیرات او اغېزې منو. وروسته دغه اغېزې او تاثیرات په موږ کې په عادتونو بدلېږي او پرته له دې چې ورباندې وپوهېږو، خپل عادتونه پالو، ترځان زیات په نورو کې غږېږو، د نورو په اړه زیات قضاوتونه کوو، چې وروسته دا ټول ددې سبب کېږي، چې له خلکو څخه یو بد تصویر زموږ په ذهن کې راجوړ شي او وروسته د کرکې، بدبینۍ او بخیلۍ په بڼه راڅرګند شي او زموږ په وجود کې د رواني عقدو تخمونه وشیندي، د رواني عقدو وده بیا په خپل وار سره موږ په ګڼو رواني ناروغیو او ټولنیزو عیبونو او جنایتونو اخته کوي.
دلته زموږ هدف دا نه دی، چې موږ دې له بېخه په خلکو او ټولنه کې ری نه وهو. په ټاکلي حد په نورو خلکو کې فکر کول، له نورو څخه زده کړه کول، له انساني ژوند څخه د خپل ژوندانه د پرمختیا او سپېڅلتیا لپاره یو مثبت تصویر اخیستل او خپلې اجتماعي محدودې پراخول، دا ډېره پرځای خبره ده؛ خو دا هم په موږ پورې اړه لري، چې څه ډول کولی شو، له انساني او اجتماعي تړاوونو څخه مثبت برداشتونه واخلو؟ څه ډول تاثیر ومنو او ترکومې اندازې یې ومنو؟ د ځان او ټولنې ترمنځ باید کوم انډول په پام کې ونیسو؟ خپل او لیتونه او لومړني ضرورتونه په څه ډول کشف کړو؟ لومړی پیل له څه نه وکړو؟ له خلکو او پېښو سره څه ډول برخورد وکړو؟ ایا خپله عقیده پر عقده بدله کړو؟ ایا خپل ټول وخت د خلکو تاوې ماوې ته وسپارو؟ ایا تر خپلو هدفونو ورهاخو د نورو خلکو ژوند د ځان لپاره معیار وګرځوو؟…
دا او دې ته ورته پوښتنې هغه مهال راپیداکېږي، چې خپل ځان له خلکو او ټولنې سره د خپلوۍ، همځولیتوب، سیالۍ، قومیت، کلیوالۍ، ګاونډیتوب او نورو تړاوونو په بهیر کې ووینو. موږ تل نورو ته ګورو، خپل ماحول څارو او د هغوی تاثیراتو ته په خپل شعور او لاشعور کې انعکاس ورکوو، موږ تل پرته له دې چې ځان ته وګورو هڅه کوو، کټ مټ د نورو غوندې ووسو، موږ داسې یو لکه د نورو لپاره چې خپل ژوند برابروو، کله چې ناروغان شو، دې ته مو زیات فکر نه وي خراب چې ولې ناروغ شوم، بلکې دې ته ډېر خواشینې وو، چې دا نور ولې روغ ګرځي او کله چې موټر نه لرو او پلي ګرځو، نو خپلې پلې ګرځېدا ته ډېر درد نه راځي، درد مو دا وي، چې دا نور خلک ولې موټر لري او هغوی ولې زما په شان پلي نه ګرځي.
په انساني ژوند کې دغسې هسکې ټیټې حتمي دي، هغه څه چې مهم دي، هغه ددغو هسکو ټیټو د تاثیراتو په وړاندې زموږ شعوري او لاشعوري غبرګونونه دي؛ د ماحول تاثیرات او د هغو په وړاندې زموږ عکس العمل، زموږ پر زړه او ذهن ګڼ اړخیزه سیوري خوروي. د زده کړې سیوری، د خوشبینۍ سیوری، د بدبینۍ سیوری، د کینې او عقدې سیوری، د خوشالۍ، خفګان، مایوسۍ، رقابت، همکارۍ، قهر، طرفدارۍ، زړه سوي، ضدیت او نورو عکس العملونو او غبرګونونو سیوري له ځانه سره راوړي، چې دا ټول زموږ د چلند، برخورد او فکري زاويې سره مستقیم تړاو لري.
موږ که چېرې د ماحول د داسې تاثیراتو تر بار لاندې خپل ځان ضعیف، له پامه غورځېدلی، ماتې خوړونکی او تر نورو شاته کېدونکی ووینو، نو دغه حالت موږ سرګردانه کوي او په موږ کې د کینې، کرکې، بدبینۍ، مایوسۍ او منفي بافۍ غبرګونونه پاروي.
هغه څوک چې د انسانانو او ماحول سم درک ونه شي کړی، نو خپل ځان د ژوند په دې اوښتونکي ډګر کې محکوم او محروم فرض کوي او خپلې ټولې چارې په یوه عقده من محور باندې څرخوي، ډېر کله د خپل ژوند ستونزې نه شې غوڅولای، تل پر ځان او نورو د ملامتۍ حکم کوي او په زړه کې یې د یو ډول تېښتې او غوسې غوغا وي، د ټولو بد وايي، تل انتقادونه کوي، د یوې وړې کرکې زغم نه لري او خپل وخت په مایوسۍ او بدمرغۍ کې تېروي.
کله چې نور خلک پرمختګ کوي، دی نور هم ځان سپک ویني، ددې پرځای چې له هغو څخه د پرمختګ زده کړه وکړي، له هغو سره په زړه کې کینه جوړوي او حتی که موقع راشي د هغو د بد اېشېدلو لپاره دلایل جوړوي او تر وسه ورپسې بدې خبرې نښلوي.
دغه حالت د انسان اروا له سختې نارامۍ سره مخامخ کوي. کله چې د نورو خلکو یو کار، یو پرمختګ، حتی یوه خبره په سړي درنه تمامه شي، نو که سمدم له یوې مثبتې او معقولې فکري زاویې څخه ونه زغمل شي، نو دا په یوه نامعقول غبرګون اوړي او که دغه غبرګون څرګند شي، د سړي د شخصیت تزلزل رابرسېره کوي او که په ظاهره څرګند هم نه شي، نو د یوې عقدې په بڼه د سړي باطني شعور ته لاره کوي او د وجود په یوه برخه باندې بدلېږي.
په لاشعور یا باطني شعور کې دغه ډول راټول شوي ټپونه زموږ ورځني ژوند ته راوځي، موږ ناوړه سوچونو ته هڅوي، چې په خپل وار سره د نورو د کرکې او زموږ د ناکرارۍ لامل ګرځي.
انسان چې څومره د باطني شعور تر اغېز لاندې راځي، هغومره د اروا له روغتیا څخه بې برخې وي، هغه څوک چې له ځان او نړۍ سره په عقده او جګړه کې وي، له خپل چلند څخه ناراضه وي او د یوه ژورخفګان په حالت کې خپل زړه خوري. هغه څوک چې له نورو انسانانو سره د ګډ ژوند زغم نه لري، د هغو په کامیابیو خفه کېږي او د هغو د ژوند سمون او وده د خپل ژوند رژون او پس پاتې کېدنه انګېري.
دا ډول اشخاص تر ډېره د بدبینۍ او بخیلۍ افکا ر په خپل سر کې پالي او داسې هیلې، احساسات او غوسې ورسره پیداکېږي، چې هغه هم د خپل ځان د بې کفایتۍ او شرم له وجې نه شي اظهارولئ، په دې توګه دغه ډول منفي تمایلات خپل باطني شعور ته ورټېل وهي او هلته یې پټوي او خښوي. چې وروسته همدغه پټ شوي احساسات د همدغه شخص پر وجود مسلطېږي او د ژوندانه ټول چلند یې په واک راولي.
هغه چا چې ځان له نورو سره د بدبینۍ او بخیلۍ په تار نښولی وي، هر وخت خپله اروا کړوي، خپلې باطني آرامۍ ته زیان رسوي او تل له خپل پرېشانه فکر سره د نړۍ او خلکو په اړه داسې قضاوت کوي، چې له حقیقت سره سر نه خوري، دا ډول انسانان د خلکو او نړۍ په اړه له زیاتو تېروتنو سره مخ کېږي، تل د نارامۍ احساس د دوی پر زړونو کې وي، تل د یوې پېښې او ماتې انتظار کوي، ان که په کوم کار کې بریالی هم شي، نو خپل بری ورته لنډمهاله او کوچینی ښکاري.
دا ټول په واقعیت کې د یوه بې تدبیره او کمزوري انسان ځانګړتیاوې دي، چې تل ډېرې عادي خبرې په خپل ذهن کې لویې کړي او له خلکو سره یې د بښنې، تېرېدنې او خوشالۍ پرځای کینې، قهر او پرېشانۍ ته پناه وړې ده، دا ډول خلک د دنیا او خلکو په منلو باندې رضایت نه لري، د نورو ډېر سم کارونه هم ورته ناروا او انتقاد وړ ښکاري او پخپله څو هندوانې په یوه لاس کې نیول غواړي، هغه نیولی نه شي او خپل ژوند په قهر، وېره، مایوسۍ او محرومیت کې تېروي.
په نړۍ کې هيڅوک داسې نشته، چې کومه ستونزه دې ونه لري او یا کومه ستونزه یې دې نه وي لیدلې. په انساني ژوند کې اختلافات، ټکر، سوی تفاهم، سیالي، لفظي شخړې او داسې نور مسایل شته، خو موږ باید د مخامخ کېدو په صورت کې ورسره له عقل څخه کار واخلو، که چېرې دا ډول مسایل او پېښې د وېرې، غوسې، کینې او دښمنۍ په شان غریزو ته وسپارو، نو تل به په اوږدو لانجو اخته شو او له اروايي سلامتیا به بې برخې شو.
د ارواپوهانو په اند: د خلکو د ټیټ ساتلو او ټیټ راوستلو په خیال کې زموږ د ذهن یوه برخه هم ورسره ټیټه پاتې کېږي او زموږ د پرمختیا او لوړتیا لپاره ډېره کمه اندازه فکر او ماغزه راپاتې کېږي. موږ باید خلک لکه څنګه چې دي، هغسې ومنو، د تنګ نظرۍ او بخیلۍ له لارې خپل ذهن پرېشانه نه کړو، بلکې د یوه سالم فکر له لارې باید لومړی په خپلو اولیتونو او پرمختګونو باندې فکر وکړو، په هغو باندې باید بوخت ووسو او له خلکو سره د جوړجاړي، له ژوند سره د جوړجاړي او له نړۍ سره د جوړجاړي په فضا کې خپلې اروايي آرامۍ ته وده ورکړو.
موږ مجبور نه یو، چې ټوله نړۍ په یوه موټي کې ونیسو او نه امکان لري، موږ مجبور نه یو، چې حتماً دې د یوه بل انسان په توګه ووسو، دا ځکه چې موږ یو بل جلا انسان یو، بېله څېره او بېل استعداد لرو، په دې اساس موږ باید همغه شان ووسو، لکه څنګه چې یو. موږ مجبور نه یو، چې د رواج او تظاهر لپاره خپل ځان بدل ډول وښیو، موږ مجبور نه یو، چې له چا سره حتیْ رقابت وکړو او له چا سره ځان مقایسه کړو، موږ باید له خپلو اهدافو سره ځان مقایسه کړو او ترهر څه لومړی باید د خپل ځان په فکر کې شو او د خپلې اصلاح او سمون لپاره باید ګامونه واخلو، ځکه ترهرڅه لومړي موږ د خپل ځان مسئولیت لرو او د خپلو کارونو او شخصیت د ساتنې او څارنې یوازني مسئولین موږ پخپله یو.
[review]