• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

زموږ یوه بله ټولنيزه ستونزه، ډېر ماشومان زېږول!

Home ټولنپوهنهزموږ یوه بله ټولنيزه ستونزه، ډېر ماشومان زېږول!
ظاهر عمار Zahir Amar

زموږ یوه بله ټولنيزه ستونزه، ډېر ماشومان زېږول!

لیکنه: ظاهر عمار

دا ليکنه له يوې کیسې را پيلوم: دوه کاله وړاندې د روژې مياشتې په يوه ورځ په يوه جومات کې د قران کريم د تفسير درس ته ناست وم، د نکاح بحث راغی، مولوي صيب د نکاح او ماشوم زېږولو پر موضوع بحث وکړ. د خبرو په ترڅ کې يې وويل: ځينې خلک داسې انګېري چې مسلمانان بايد لږ ماشومان وزېږوي او په اړه یې د پاکستانيانو دا مشهوره خبره کوي چې (چهوټا خاندان، خوشحال پاکستان) پام چې په دې خبره دوکه نه شئ، دا د کفارو دسيسه ده چې غواړي د مسلمانانو نسل لږ شي او بيا پرې په اسانۍ سره يرغل وکړای شي. ښه خبره دا ده چې سړی ډېر نه ډېر ماشومان وزېږي، ځکه (بړا خاندان، جهاد اسان) که د مسلمانانو ماشومان ډېر وي، جهاد به اسانه شي!!!

هغه ورځ مې د مولانا صيب پر دې منطق خورا ډېر تعجب وکړ، خو چې د ناستو خلکو څېرو ته مې وکتل، له خوښۍ ځلېدل! اوس خپلې موضوع ته راځم.

واده د هر ځوان او هرې پېغلې خورا مهمه فطري اړتيا ده او له همدې لارې ده چې پر ځمکه د انساني نسل پايښت دوام مومي. د واده تر ټولو لوی او لومړنی هدف د ځوان او پېغلې روحي سوکالي او يو تر بله د مينې او مهربانۍ تلپاتې اړيکې ټينګول دي: “ومن آياته أن خلق لکم من أنفسکم أزواجا لتسکنوا اليها وجعل بينکم مودة ورحمة.” “د خدای تعالی د قدرت له نښو يوه دا هم ده چې ستاسې له خپله جنسه يې تاسې ته بيبيانې پيدا کړې چې په څنګ کې يې ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيدا کړه.”

د واده دويم لوی هدف د صالحو اولادونو زېږول دي، انسان طبعا په دې نيت واده کوي چې اولادونه ولري. له همدې امله ښايي چې له داسې پېغلو سره واده وکړل شي چې د اولاد زېږولو وړ وي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: “تزوجوا الولود الودود، فاني مکاثر بکم الأمم يوم القيامة.” “له هغو ښځو سره ودونه وکړئ چې له خپلو خاوندانو سره مينه کوونکې او اولاد زېږوونکې وي، ځکه زه د قيامت پر ورځ د نورو امتونو پر وړاندې ستاسې پر ډېروالي وياړم.”

زموږ د ټولنې يوه لويه ستونزه دا ده چې په هر څه کې افراط کوو. د ماشومانو زېږولو په اړه هم همداسې وبوله، په موږ کې د ډېر اولاد زېږولو ستونزه لا هم پر ځای ده او لامل يې د پورته ياد شوي حديث په اړه د ځینو خلکو ناسم پوهاوی او برداشت  دی. ځينو داسې انګېرلې چې د خدای رسول بې چون و چرا او د هېڅ ډول شرايطو په پام کې نيولو پرته او دا چې د دې ماشومانو سهي روزنې او پالنې ته بايد پاملرنه وشي، د ډېر نه ډېر اولاد زېږولو توصيه کړې، حال دا چې دا ښکاره اشتباه ده. اسلام د ښځې جسمي او رواني روغتيا خورا مهمه بللې او له همدې امله ده چې په ځينو ځانګړو شرايطو کې يې ځينې شرعي احکام ورته معاف کړي. له بله لوري يې پر دې هم ټينګار کړی چې د ماشومانو سالمې پالنې او رزونې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه هر مسلمان سړی او مسلمانه ښځه د خپلې کورنۍ او خپلو بچيانو مسؤول دي او د قيامت پر ورځ يې ترې په اړه پوښتنه کېږي. له پورته حديث نه دا انګېرنه بېخي ناسمه او جاهلانه ده چې ماشومان وزېږه او نور يې کيسه کې مه اوسه، ايله دې په کوڅو کې بې سرنوشته ګرځي او خوراک، څښاک او پوښاک يې دې هم انساني او په کافي اندازه نه وي. اوس نو چې اسلام د ماشومانو پالنه او روزنه هومره لوی مسؤوليت بللی او دا چې ډېر ماشومان زېږول د ښځې پر جسمې او رواني روغتيا لوی اغېز غورځوي، ايا اسلام ترې سترګې پټې کړي؟!

نه، دا زموږ ناسم برداشت دی چې داسې انګېرو. ښايي ښځه ماشومان وزېږوي، خو دا قيد ورسره اړين دی چې څومره ماشومان زېږولای شي؟ ښځه بايد همغومره ماشومان وزېږوي چې وړتيا يې لري او جسمي او روحي روغتيا يې ورسره اغېزمنه نه شي او دا هم مهمه ده چې يوه جوړه، په ځانګړې ټوګه ښځه د څومره ماشومانو د پالنې او رزونې له عهدې وتی شي. دا يو شرعي اصل دی چې بايد پوره پاملرنه ورته وشي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ظاهر عمار Zahir Amar

په نننۍ نړۍ کې اسلام ناپېژندل شوی پاتې شوی

Aug 24, 2015

لیکنه: محمد الغزالي ژباړه: ظاهر عمار په نننۍ نړۍ کې[...]

لا شعوره ضمير (پټ عقل) Subconscious Mind / ظاهر عمار

لا شعوره ضمير (پټ عقل) Subconscious Mind / ظاهر عمار

Jan 24, 2015

لا شعوره ضمير څه ته وايي؟ انسان اصولا دوه ضميرونه[...]

د “ژوند پر لويه لاره د بريا سفر” نومی کتاب چاپ شو!

د “ژوند پر لويه لاره د بريا سفر” نومی کتاب چاپ شو!

Apr 7, 2016

د ژوند پر لويه لاره د بريا سفر نومی کتاب[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022