سخت تېروتي و ګړي یو. هسې خوشي په تېر تاريخ باندې ویاړ کوو، بس چې چېرته لاړ شې کومې غونډې ته مشران به وي، غټ، غټ سرونه به یې وي. بس لګیا به وي چې موږ او تاسې خو پنځه زره کلن تاريخ لرو، موږ پلانکی لرو، موږ هسې کړي دي او موږ دسې کړي دي، سړیه هغه پرېږده راځه اوس يوويشتمه پېړۍ ده اوس څه کول په کار دي.
راځئ نور په دې پنځه زره کلن تاريخ باندې ویاړ پرېږدو، خپله یو کار و کړو، تر څو به یو زوی د پلار او بابا په تاج باندې ناز کوي، تر څو پورې به موږ په پخوانيو باندې ژوند کول کوي. بلکې خپله باید یو څوک کار و کړي. او پنځه زره کلن تاريخ ته باید نور لکه پېشو غوښې ته خوشاله نه شو.
موږ په دې پنځه زره کلن تاريخ کې هېڅ هم نه دي کړي، نه مو کانونه استخراج کړي دي، نه مو یو ښه معارف جوړ کړی دی، نه ښه اقتصاد لرو، نه ښه زراعت لرو دا چې زموږ او ستاسې هيواد یو ښه زراغتي هيواد هم دي او نه هم داسې بل څه لرو چې موږ او تاسې په دې باندې ویاړ چې په دې پنځه زره کلن تاريخ کې موږ داسې یو کار کړی وي چې موږ دې په دې تاريخ باندې ویاړ و کړو. هسې د ځان او ملت غولول دي. نور هېځ نه دي.
زه چې ډېری غونډو ته لاړ شم، بس یوازې دا پکې اورم چې موږ او تاسې پنځه زره کلن تاريخ لرو. نور ددې تاريخ کړه بیانول نشته دي، چې په دې پنځه زره کاله کې موږ څه کړي دي په دې اړه هېڅ خبره نشته ده. هسې ددې پنځه زره کلن تاريخ ورته داسې ښکاري لکه شات چې په تاخچه کې ايښي وي او لاس ور وړل ورته ناروا وي. موږ هم پنځه زره کلن تاريخ لرو اما کار مو ترې اخيستی نه دی یانې کار مو په دې موده کې نه دی کړی.
را به شو دې ته چې څه کول په کار دی. په دې اړه باید ووایم، چې تېر په تېر او هير به یې کړو. ټولو ته یوازې دا لاره پاتې ده چې څنګه خپل ژوند را سم کړو تر څو د پردیو له احتیاجه را خلاص شو. او یو پرمختللی هيواد و لرو. ددې لپاره باید پنځه زره کلن تاريخ نور یاد نه شي ځکه په دې وخت کې موږ او تاسې هېڅ لاسته راوړنه نه لرو. هسې تېر وتي یو. راځئ ټول لاس و کړو یو ښه پوهنيز نظام و لرو، خپل اولادونه تعلیم ته و هڅو هسې خوشي یې په غوږونو کې دا ور نه کړو چې موږ پخوا هسې او دسې خلک و. نور پنځه زره کلن تاريخ شاته غورځوو او د نوي ژوند او نوي تاريخ ثبتول په کار دی.
د نوي، پاک او سپېڅلي تاريخ په هيله، تېر تاريخ مو هسې هم په دغه باندې لړلی دی، یوازې له جنګ نه مو نور هېڅ نه دي کړي. یوازې مو د خپل ورور له وژلو نه نور هېڅ نه دي کړي.
مننه
ذبیح الله ايمان
[review]