لیکنه: غریب الله هلال
زنا په لغت کې:
زنا په لغت کې بی عفتی او بد لمنی ته وایي او د ( ز-ن-ی ) د مادی نه اخستل شویده دلالت په وطئ کولو د هغه چا دي چې حرام وي، یعنی د ځان لپاره هغه څه حلاله وي چې الله تعالی حرام کړیوي.
زنا په اصطلاح کې:
امام راغب وایې زنا په اصطلاح کې وطئ کول د ښځی دي بدون د عقد شرعی یعنی بدون د نکاح نه:
دزنا اضرار او نقصانات:
- زنا د وجهی نه ټول شرونه یوځائ کیږي دین کموي، پرهیزګاری، سړیتوب او تقوا ختموي.
- زنا سبب د غضب د الله تعالی ده او ماتول د حرامو او فساد په خلقت د الله تعالی کې ده.
- زنا نفس خبیثه وی، حیا ختموي او شرافت له مینځ وړی.
- زنا کار خلکو ته تور مخې، افسرده او منفور ښکاره کیږي.
- زنا زړه توره وی او نور له مینځه وړی.
- زنا سره فقر او غربت لازم دی ولی چې الله تعالی حتما په زناکار باندی غربت راولی.
- زنا کونکې حرمت ختموي او د حد مستحق یې ګرځوی په دنیا کې او په اخرت ورته دردناک عذاب دی.
- زنا نیک صیفتونه د انسان نه ختموی لکه پاک دامنی، نیکو کار ی او امانتدار ی او د بد صیفتونو خاوند کیږي لکه فاجر، فاسق، زناکار او خائن.
- زنا لری کوی د انسان نه پاک صیفت چې هغه پاکې ده چې مسما کوی یې په هغی سره پاک دامن خلک او په بدل کې ورته د خبیث صیف ورکول کیږي او الله تعالی حرام کړیدی جنت په خبیثو انسانانو او جنت ځای د پاکانو دی.
- زنا نسبونه ګډ وډه وی، د رزق تنګسیه راولی، کورونه ورانوي او د ټولنې ترمینځ وحشت رامنیځ ته کوي.
- زنا د بدو او ناکاره مرضونو لامل ګرځی لکه ایډز وغیره چې نن ورځ په ټوله نړی کې خپور شویدی او په علاج یې هیڅوک نه پوهیږی بدون د الله تعالی نه.
- زنا د زناکار کونکې کې شرم او غار دی دده اولاد ته.
د زنا خباثت:
امام ابن قیم رح وایې زنا د کبیره ګناهونونه یوه لویه ګناه ده او ډیره غلیظه او پلیته ګناه ده لکه الله تعالی ترینه پخپل کتاب کې یادونه کړیده چې شرک، زنا او لواطت نجسو او خبیثو ګناهونونه دي په پرتله د نورو ګناهونونه، سورة التوبه ایات نمبر ۲۸ کې الله تعالی فرمایې (يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نجس ) أی د ایمانوالو په تحقیق سره مشریکین نجس دي او د لوط علیه السلام دقوم په باره کي الله تعالی په سورة الانبیأ ۷۴ فرمایلئ دی (وَلُوطاً آتَيْناهُ حُكْماً وَعِلْماً وَنَجَّيْناهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كانَتْ تَعْمَلُ الْخَبائِثَ إِنَّهُمْ كانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فاسِقِينَ) او لوط علیه السلام ته مو ورکړی ؤ حمکت او علم یعنی نبوت او پیغمبری او دیته مو خلاصون ورکړه دهغه کلی نه چې د دوي عمل خباثت ؤ یعنی دوي به لواطت کؤ او دوي ډیر بد او فاسق قوم ؤ، دلته خباثت نه مراد لواطت دی.
او دزنا وصف او صیفت په صریح ډول الله تعالی پخپل کتاب کې ذکر کړیده په سورة النور ایات نمبر ۲۶ کې (الْخَبِيثاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثاتِ ) خبییثي ښځي د خبیثو سړو لپاره دي او خبیث سړي د خبیثو ښځو لپاره دي، دلته مراد د خبیثو سړو اوښځو نه زناکار سړي او زناکاري ښځي دي زنا او لواطت د سختو او غلیظو ګناهونونه دي دنور ګناهونو په پرتله ماسوا د شرک نه ځکه چې دا زړه فاسده وي او توحید د انسان ضعیفوی.
امام ذهبی رح وایې چې د شهوت په نظر کتل ښځو او هلکانو ته زنا ده او دیته نیکان خلک رسیدلی دي چې باید د هلکانو نه چې ږیره ونلری باید اعراض وشي، دوي سره باید ګډه ناسته او مجلسونه ونشي او باید د شپی تیرولو نه باید مسلمان خوداری وکړی چې یو بې ږیری هلک سره شپه تیره کړی، او همچونان بعضی علمأ ویلي دي چې د بې ږیری هلک سره باید خلوت، په کور، معازو او حمامونو کې ونشی او ددی قیاس یې په ښځه کړیدی ځکه چې نبی علیه السلام فرمایلئ دی نه ځانته کیږي ښځی سره سړی مګر دریم یې شیطان وي، وايي یوه ورځ امام احمد رح ته یوسړی راغلی او ورسره یو هلک ؤ نو ورته یې وویله چې څوک دی دا هلک؟ نو هغی جواب ورکړه ځما خورئ دی نو هغه ورته وویله دابله ورځ دلته ځما مخ ته رانولی او هم یې ځان سره په لاره کې مه ګرځوه ولی چې خلک به در باندی بد ګمان وکړی چې تا نه پیژنی،
امام ابن حجر رح زنا د لویو ګناهونو نه شمیرلی ده خو وایې چې کومه یوه ډیره اشنع او اقبح ده یعنی ډیره بده او بدتره ده قتل او که زنا، صحیح خبره خو داده چې دشرک نه ورسته ډیره بده او غټه ګناه د مسلمان قتل دی په ناروا او بیا زنا ده خو ډیره بده زنا د ګاونډۍ سره زنا کول، د خپلوانو سره زنا کول، په رمضان کې زنا کول او په حرمینو کې زنا کول دي او زنا د لواطت نه ډیره لویه ګناه ده ولی چې په زنا کې د شهوت غریضه د جانبینو لخوا وی او دزنا ضرر ډیرزیات دی ولی چې نسب ګډوډوی یعنی نسب خرابوی، او لواطت کې د شهوت غریضه د یو جانب له طرفه وی، خو زنا په هر حالت کې حرامه ده او اسلام ترینه منع کړیده که هغه په غلني ډول وي او که په سیری ډول وي مطلب یو څوک زنا کوي او بیا په هغی باندی فخر کوي او یا په پټه دوستان نیسی او څوک نه خبروي نو دا برابره خبره ده که په سړو کې وي او که په ښځو کې وي، الله تعالی فرمایئ په سورة مایدة ایات نمبر ۵ کې (غَيْرَ مُسافِحِينَ وَلا مُتَّخِذِي أَخْدانٍ ) نوی اعلانونکې د زنا او نوي نیونکې دوستان په پټه، النسابور رح وایې السفاح هو الزنا علی سبیل الاعلان ولمخادنة هی اتخاذ خدن (آئ الخلیل او صدیق ) علی سبیل الاسرار معنی سفاح هغه زنا ده چې په غلنی او ښکاره طریقه وي او مخادنه د دوست او ملګری نیول په پټه طریقه وي عربو به زنا کول په غلنی ډول بده ګڼله او په پټه زنا او دوستانه به يې بده نه ګڼله نو اسلام دواړه منع کړه، د زنا د منعی پهکله ډیرایاتونه او احادیث راغلی دي، په قران کریم کې په شپږو ایاتونو کې د زنا نه منع او د هغی قباحب راغلی دي الله تعالی په سورة الاسرا ایات نمبر ۳۲ کې فرمایلئ دی (وَلا تَقْرَبُوا الزِّنى إِنَّهُ كانَ فاحِشَةً وَساءَ سَبِيلًا) مه نیزدی کیږي زنا ته یقنآ زنا یو بد فاحش کار او ډیره بده لاره ده، او په سورة النور ایات تمبر ۳ کې بیا الله تعالی فرمایلی دی (الزَّانِي لا يَنْكِحُ إِلَّا زانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لا يَنْكِحُها إِلَّا زانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ) زناکار سړی په نکاح نه اخلی مګر زیناکاره او مشرکة ښځه او زیناکاره ښځه په نکاح نه اخلی مګر زناکار او مشرک سړی او دا حرام کړیشوی په مومنانو چې زناکاران په نکاح واخلی، او په ۳۹ احدیثو صحیحه کې د زنا قباحت او منع راغلۍ ده په مختصر ډول به څو احادیث ذکر کړو ( دانس رضی الله عنه نه روأیت دی دا وایې چې وویله رسول الله صلی الله علیه وسلم یقنآ د قیامت د علامو نه دادی چې قلم به اوچت شي او خباثت به ثابت شي او د شرابو څکل به عام شي او زنا به ښکاره شي یعنی عامه به شي، ددی حدیث نه خو دا ټولی علامی د قیامت د ظهور پیداشویدي که خپل هیواد او ټولنې ته وګورو ناپوهه او بی سواده خلک مو رهبران دي او د علم اهمیت ختم شویدی فقط نر سړی هغه دی چې په یو رقم شهادتنامه پیدا کړی او ځان په واسطه یا د روپو په زور وزیر، والی، ولسوال او یا ریس کړی دوهم شراب خوری دعومره عامه شویده چې دابی سودان چې د روپو په قوت مقرر شویدي او پخپله هم په میلونو رشوت اخلی په هره میلمستیا کې یې د شرابو بازار ګرم وی او ورسره زنا هم دعومره ډیره شویده چې سر سرک خلک زناکاري موټرو ته خیژوي خو څوک هم نشته چې ممانعت یې وکړی نو د قیامت نومړی علائم موجود شویدي ها دا يواځی په افغانستان کې نه په ټوله اسلامي نړۍ کې دا فساد عام شویدي، کله تاجکستان، ایران، پاکستان، عربی امارات، تایلنډ، اندونزیا وغیره او کفری هیوادونه خو یې هسی هم حلال ګڼې او په بل حدیث کې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روأیت دی دا وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وویله زه تاسو سره بیعت کوم پدی چې د الله تعالی سره به شریک نه پیدا کوی هیڅ شئ او نه به په ناروا د یو نفس قتل کوی او زنا مه کوي، غلا مه کوي او شراب مه څکوي او که چا دا کارونه وکړه په هغې باندې کفاره یعنی حد دی او که د چا الله تعالی پرده وکړه نو حساب یې د الله تعالی سره دی او که چا یو دددی کارونونه ونکړه نو د جنت ضمانت یې الله تعالی کړیدی (رواه طبرانی ) او په بل حدیث کې دأبی هریرة رضی الله عنه نه روایت دی دا وایې چې وویله رسول الله صلی الله علیه وسلم زناکار زنا نکوی پداسی حال کې چې هغه مؤمین وي، شراب خور شراب نه څکوي پداسی حال کې چې هغه مؤمین وي، او غل غلا نکوي پداسی حال کې چې هغه مؤمین وي الا اخره ( رواه البخاری ) په بل حدیث کې د أبي موسی رضی الله عنه نه روأیت دی دا وایې چې ویلی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه ښځه چې عطر او خوشبووي ولګوي او په یو قوم یا په یوی مجموعی د خلکو تیره شي او هغوي یې بوی محسوس کړی دا ښځه زنا کاره ده، په بل حدیث کې مقدادبن الأسود رضی الله عنه نه روأیت دی دا وایې چې ویله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته تاسو څه وایې په زنا کې هغوي وویله حرامه ده او الله تعالی او د هغه رسول الله حرامه کړیده تر ورځ د قیامته پوری نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله دا ډیره اسانه ده چې یو سړی د لسو ښځو سره زنا وکړی ددینه چې د خپل ګاونډی د ښځی سره زنا وکړی. په بل حدیث کې ابن عباس رضی الله عنهما نه روأیت دی دا وایې چې وویله رسول الله صلی الله علیه وسلم أي د قریشو څوانانو خپل فرجونه وساتی او زنا مه کوي هر هغه چاچې خپل فرج وساته دهغی لپاره جنت دی، او په بل حدیث کې د أنس بن مالک رضی الله عنه نه روأیت دی دا وایې چې وویله شو أي د الله تعالی رسوله کله به امر باالمعروف او نهی عن المنکر پریدو هغوی وویله کله چې را ښکاره شو هغه څه چې مخکې قومونو کې ښکاره شوي ؤ نو مونږه وویله څه ښکاره شوي ؤ په مخکنو قومونو او امتونو کې أي د الله تعالی رسوله نو هغی وویله بادشاهي په ماشومانو کې، فحشا په مشرانو کې او علم په رزیلانو کې (رواه ابن ماجة) نو دی حدیث ته په کتو هغه څه د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم څوارلسوه کاله دمخه ویلی دي اوس یې مونږه په خپله ټولنه او هم د نړی نورو قومونو یا امتونو کې ګورو ځمونږه مشری ماشومانو ته پاتی ده مشران مو په فحشا، فسق او فجور اخته دي او بادانشه اوپوهه خلک مو کم اصل خلک دي که داسی نده نو امتحانآ یې پخپل کور او کلی کې وګوری اکثره د نایانو او جولاګانو ځامن تعلیم او تربیه ته مخه کړیده پلار به يې ټوله ورځ په سلمانې کې کار کوی خو پخپل اولادونو تعلیم کوي او که په دولتې چوکیو وګورۍ نو والیان، ریسان او ولسوالان همدوی دي، دا چې د موضوع نه بهر نشم رابشو بیرته د زنا موضوع ته أبو هریرة رضی الله عنه وایې د زنا کار او شراب خور نه الله تعالی ایمان داسی وباسی لکه چې انسان قمیص دسر نه وباسې او امام منذر رح وایې صحیح خبره داده معتاد دشرابو کله چې مړ شي نو د الله تعالی سره به پداسی حال کې مخامخ کیږي چي دی بنده ګئ د بوتانو کړیده، او پدی کې هیڅ شک نشته چې زنا ډیره غټه او عظیمه ګناه د الله تعالی په وړاندی د شرابو نه، که د زنا په هکله د قرانکریم ایاتونه، احادیث او د فقهاؤ اقوال راوړو نو کتابونه به ترینه جوړ او ډک شی خو په خلاصه ډول زنا دفرجونو، لاسونو، غوږونو، سترګو او خپو شته خو پخپل ځائ درجي او مرتبي لری الله تعالی دی مونږه ددی لوی ګناه نه پخپل فضل او کرم وساتی، که د یو مسلمان مومین نه زنا، شراب خوري او لواطت صادر شوی وي نو علاج او کفاره یې حد دی چې الله ج ترینه ګناه ورژوي خو پداسی حال کې چې پخپله اقرار وکړی او یا پری څلور ګواهان تیر شي او که چیرته پری الله تعالی فرده اچولی وه نو کار یې د الله تعالی سره دی خو که انسان د زړه له کومې او په ریښتنې توبه وباسی او نیک عمل وکړی نو الله تعالی فرمائي یقنآ نیکې ګناهونه ختموي، انسان معصوم ندی ګناهونه به ترینه کیږي ولی چې معصوم ملائکي او رسولان دي خو د ګناهونونه د خلاصون یوه لاره الله تعالی نه د استغفار غوښتنه او توبه وستنه ده د زړه له تله نو الله تعال ډیر رحیم، رحمن، غفار او غفور دی دخپلو بندګانو سره انشا الله د رحم او مغفرت معامله کوی پدی شرط چې مسلمان نوموړي ګناهونو ته کراتو. کراتو مراجعه نکوي.
ومن الله التوفیق
ماخذ: نضرة النعیم فی مکارم أخلاق الرسول الکریم.