لیکنه: محمد انور حیدري
تاریخ: ۱۳۹۵/۵/۱۶
پخوا چي به کله د هلمند نوم یادېدی نو سمدلاسه به یې ذهن کي د غنموګدام راڅرخېده، دا ګدامولي خالي سو او نوم یې ولي جګړې ونیوی؟
په دتېرو څلوارلسو کلونو کي په هلمند کي د نړۍ اوسیمي استخباراتو او پوځ خپلي وسلې وکارولې، خپل تمرینونه یې وکړل ډول ډول وسلي یې د هلمند د بچي بر سینه استعمال کړې، د ترهګرپه نوم یې ووژلو بې کوره یې کړو بې زده کړي یي کړو له اقتصادي پلوه یې وټکولو د پرمختګ یي راوګرځولو د وطن مینه یې رانه هېره کړل اتحاد او اتفاق یې رانه ورک کړل په نشه یې اخته کړو لنډه داچي په ټول هیواد اونړۍ کي یې د هلمند نوم بد او وحشتناک معرفي کړي.
په دې موده کي یوه ډېره زړه دردونکې هغه داچي مرکزي دولت ریښتنی له فساد خلاص او پرخاوره میئن کس راته مشرنه کړچي موږ دي نصبي له دې حالته وباسي.
د هلمند هرکور د غم خوند وڅکی د هري مور د زړه ټوټې لاړې خوندي بې وروره سوې ماشومان یتیمان سول، خوبیاهم دولت پر خپل زوړ دریځ ولاړوو.
کله په زور کله په پیسو کله په وابسطه چارواکي مقرروي.پوښتنه داده چي ولي موږ د ژوند کولو حق نلرو؟ ولي موږ د زده کړي حق نلرو؟ موږ ته ښه ژوند خوند نه راکوي په میلیاردونو پیسې راغلې بس د یوڅو غلو چارواکو جیبونو ته داخلي سوي،چي اوس یې هم خوري، موږ له دولته نقدي پیسې نه غواړو موږ له دولته خپل حق غواړو موږ له دولته د زده کړي پوره زمینه برابرول غواړو چي ماشومان مو زده کړي وکړي، موږ ته دي دولت ښوونځۍ جوړي کړي ولي به پر موږد ترهګر نوم یادیږي ولي به پرموږ د قاچاقبر نوم یادیږي ولي به موږ فقر کوو.
له یوې خوا موږ پاکستان اوایران خوري له بلي خوا مو خپل دولت له هرحق بې برخي کړي یو.زموږ په ښځو او ماشومانو کوڅې ډکي دي د شپې یوه دوې بجي غرمه یوه دوې بجي لوڅ سر له کوره په ځغاسته کي یو،هیڅ لوړپوړي ځان او وجدان مسول نه کړ چي دا څلوارلس کاله دا خلک داسي ستړي دي، نن چي هلمند ته راسي د ځوانانو جنازي رواني دي ټول ښار په ویر او غم کي ښکېل دی، د چا خپل بچی زړه کیږي چي ووژل سي؟ د هلمند د ماشومانو په ذهن کي اوس یوازي د جګړې تصویر لګول سوی دی هیڅ د ښوونځۍ دروازه نه پیژني درس نه پيژني، په دې څو کالو کي جګړې دومره ستړي کړو یو چي نور هیڅ ډول راته د زغم نه ده .
دا خبره هم سمه ده چي ووایم په لوی لاس ځيني کسان غواړي چي د هلمند جګړه روانه وساتي ایران اوبه غواړي پاکستان له کانونو استخراج کوي نوري ګټي لټوي غواړي دلته یو نړیوال ترهګریز مرکز جوړ کړي او هم داسي نور.. زموږ ځيني کسان چي وجدان یې کمزوری وي له دې ډول خلک سره مرسته کوي د پسو په بدل کي خپل ورور وژني د افغانستان دوښمن ته لاره ښیې وروسره ملګری دی .
په دې څو کاله کي څه ناڅه موږ د زړده کړي خوند او رنګ پیدا کړی وو هغه یې هم راباندي نیمګړی کړ، هو زه له هلمنده درته ریښتنی انځور وړاندي کوم په هلمند کي د زده کړي سره ډېری کسانو لیوالتیا پیدا کړل نارینه اوښځینه مو د زده کړي پر لور ګامونه اوچت کړل ښوونځۍ سوې نارینه اوښځینه فارغان مو ودرلودل،خبره تر لوړو زده کړو پوري ورسېدل پوهتنونونه سول، فرهنګي کارونه ډېر سول په هلمند کي ورځ په ورځ پرمختګونه پیل سول، د ژورنالیزم ډګر قوي سو خو اصلي خبره داده چي معارف مو پر نشت حساب دی یوازي یې دروازي په ښار کي پرانستي دي ولسوالۍ کي هرڅه غیري فعال دي که وي هم هیڅ ډول د درس میتود نسته ښوونځۍ په میاشتو بندي وي شاوخوا یې جګړه روانه وي اویا هم ورباندي غله کسان مشران وي.
یوازي موږ جګړې نه یو زیانمن کړي موږ غلو،فاسدو چارواکو او مشرانو له پښو وغورځولو هلمند یو ډېر ستراتیژیک ولایت دي د افغانستان لسمه برخه ده زراعت په کي په خورا ښه ډول پرمختګ وکړ.
نن زموږ ټول حاصلات د جګړې د توپ اومرمۍ تر خولې تېرسول موږ ښه پراخي اوبه لرو ښه پراخي ځمکي لرو خو دوښمن مو ډېر ظالم دی هیڅ پرمختګ ته مو نه پرېږدي، حکومت هم ناسم چلند کوي زموږ ښوونځۍ معیاري نه دي پوهتنونو مو ټول نه ځيني غیري معیاري دي په رزاعت کي ستونزي لرو، د روغتیا په برخه کي ښه اصلاحاتوته اړتیالرو، د بیارغوني به برخه کي جدي څیړني اړتیالرو.
داچی معارف کي فساد،د روغتیا په برخه کي فساد، په بیارغونه کي فساد، په امنیت کي فساد او بلاخیره فسادفسادفساد نو هلمندیان څه وکړي.
مشرانو هیله کوو چي وجدان ته وګورئ له هلمنده د جګړې لمن ټوله کړئ موږ جنګ نه غواړو موږ ورور ولي غواړو سوله غواړو موږ زده کړه غواړو.موږ ملي یووالی غواړو، موږ د هلمند لپاره ښه رهبر غواړو چي پاک وي پر وطن مئین وي.
ربه موږ نور مه ستړي کوه.
ربه موږ سوله غواړو.