- لیکوال: عبیدالله حسام
- د خلکو له منځه یو ځوان ودرېد اوراته یې وویل، سوال نه لرم خوغواړم یوه کیسه وکړم ترڅوخلکو ته پند شي.
ځوان کیسه داسې پیل کړه چې یوه ورځ له ملګرو سره بهرني هېواد ته د تفریح په موخه لاړم، په هوټل کې هر ملګري ځان ته ځانګړې کوټه نیولې وه، ما په خپل خپل اطاق کې ستوماني ایستله، دروازه وټکېده، چې خلاصه مې کړه، یوه پیغله جیلۍ ولاړه وه او راته یې کړه چې داخل ته درتلی شم؟
ماترې وپوښتل چې څه کار مو دی؟
جیلۍ ځواب راکړه چې زه ستا په برخه یم، حیران شوم! ملګرو ته مې اواز وکړ چې څه کیسه ده، دوی په خندا ځواب راکړه چې دا مو تاته راوستې ده.
نوموړی وايي، ما مې له ملګرو بښنه وغوښته چې زه زنا نه شم کولی، ملګري مې راټول شول او شور یې جوړ کړ، چا ویل ته نر نه یې، چا یو او چا بل څه ویل، خو زما ځواب دا و چې هرڅه وي زه دا حرام کار نه کوم.
بلاخره ملګرو په زوره جیلۍ زما اطاق ته راټلیه او له شاخوا یې دروازه بنده کړه، ډېره نارې مې وکړې خو دروازه یې خلاصه نه کړه او دا یې ویل چې مونږ یې کوو نو ته څوک یې چې نه یې ترسره کوې!
ځوان وايي کله چې په ګناه کې له ډوبېدو وډارېدم، نو مې د درواغو په بڼه جیلۍ ته وویل: ګوره، زه له یو کال راهیسې ایډز لرم، که رانیږدې شوې تابه هم ونیسي، ددې خبرې په اورېدو جیلۍ موسکۍ شوه او ځواب یې راکړ چې مه په تشویش کیږه، زه هم له ډېرې مودې راهیسې ایډز لرم!
ځوان وايي، ددې خبرې په اورېدو مې له خولې غیر ارادي غږ رابهر شو چې یا الله شکر!
څوک چې د الله تعالی له ډاره ناروا کار ته شا کړي، الله تعالی به یې په دې او هغې دنیا بدله ضرور ورکوي.
پیغمبرصلی الله علیه وسلم وايي: الله تعالی به اوه ډله کسانو ته د قیامت په ورځ د خپل د عرش ترسیوري لاندې ځای ورکړي، په هغه ورځ چې پرته له همدغې سوري به بل سیوری نه وي، له دې ډلې یو هغه څوک دی چې حسنداره ښځه ترې د ناروا کار غوښتنه وکړي او دی ځواب ورکړي چې اني اخاف الله، یعنې زه له خپل خدایه ډاریږم، لکه په پورتنۍ کیسه کې چې مو ولوستل.
دا کسیه شیخ محمد العریفي جید عالم په خپل بیان کې کړې.
والله اعلم بالصواب.
[review]
You also might be interested in
لیکوال: عبیدالله حسام د ډېپریشن (ژور خپګان) مرض علاج څه[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
لیکنه: عبیدالله حسام دا چې تر ټولو غوره میاشت د رارسېدو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی