لیکنه: محب الله آرمل
ملګري، په تېره هم فکره او فرهنګي ملګري راته وايي چې ولې کتاب نه چاپوې پداسې حال چې شاعري کوي، ليکنې د په اخبار او نېټ لولو او ژباړن هم يې. دوی ښه وايي مګر زه وايم چې کتاب به هلته چاپوم چې وخت يې راشي. د شعرونو له چاپ ځکه زړه توری يم چې په دا وروستيو کې دومره بې خونده شعرونه چاپ شول چې نن سبا څوک د شعر کتاب په پيسو نه اخلي او خپرونديه ټولنې يې هم بې پيسو نه چاپوي او دليل يې دا راوړي چې ګټه نلري، مينه وال يې کم شوي او ګرد سره په موږ تا وانيږي نو د شعرونو ټولګه به په نغدو چاپوې بيا د چې هر څه پرې کول.
د ژباړو په برخه کې چې کابو پنځه شپږ کتابونه چاپ ته تيار لرم، او خدای شته چې ډېر خواري مې ورباندې کړې بخت يې ويده دی چې ويښ شي چاپ به شي، ددې کتابونو د چاپ لپاره په تمه يم چې ګوندې کوم ځوان يا موسېسه او ټولنه ووايي چې ته راوړه در چاپ يې کړو، په تېره د ماشوم د ارواپوهنې، پالنې او روزنې اړوند مقالې او ژباړې چې ماته ښې ښکاري.
دغه شان په دريمه کتګوري کې مې خپلې ليکنې راځي چې په بېلابلو ژانرونو کې په ګڼو موضوعاتو ليکل شوې، دا برخه ليکوالي مې ډېر فصلونه لري او هر فصل يې بېل کتاب دی خو ځينې فصلونه يې لا نيمګړي دي، چې کامل شي د چاپ قابل به هم شي. داسې يې وبوله چې همدا اوس ټول آته نهه کتابونه شته چې چاپ ته تيار دي يا تيارېدای شي، خو چې د نورو ليکوالو او کره کتنونکو نظر پرې وا نخلم او کره نشي تر چاپ يې نه چاپ غوره بولم.
هو ريښتيا د نه چاپ دلايل يې يوازې همدا نه وو نور ګڼ شمېر دلايل هم شته، نن سبا چې په پښتو ژبه تر نيما يي زيات کتابونه له کره کتنې پرته چاپيږي، تاوان يې پېښ کړی، که له يوې خوا د کتاب لوستنې فرهنګ کمزوری دی له بلې خوا بېخونده، او ناکره کتابونه دغه فرهنګ ته لا صدمه رسوي، ما خپله داسې ډېر کتابونه لوستي چې ډېره ګټه يې نده کړې او ويلي مې دي چې که د همدې کتابونو پر ځای مې کره، دقيق، نوي ، ابتکاري، معلوماتي او … کتابونه لوستي وای څومره به ښه وو.
دا خبره مشهور ده چې هر کتاب په يو ځل لوستو ارزي، مګر ماته د استاد غضنفر خبره را ياده شي چې وايي : ځينې کتابونه بايد بار بار ولوستل شي. ددې سره سره زه وايم چې د ځينې بې خونده او کمزورو کتابونو پر ځای ولې خوندور او پياوړي کتابونه نه لولم، دې فکر اندېښنه را اچولې چې خدای مه دا خپل کتابونه مې هم بېخونده نه وي او تر چاپ وروسته څوک ګوتې هم ور نه وړي.
له خپلو ځينې ملګرو [quote] له ټولو نه، ځکه داسې ملګري هم لرم چې زه ورته استادان وايم او کتاب يې چاپ نه وي زه خبر وم او چاپ شي له هماغه ورځ مې موندی وي[/quote] هم يو هيله لرم چې لدې وروسته د کتاب په چاپ ډېره بيړه ونکړي، له يوه کس مې واورېدل چې يو وخت د کوزې پښتونخوا تکړه شاعر رحمت شاه سائل خپله لومړنۍ شعري ټولګه له بازار راټوله کړه هر کتابپلورنځي ته ورغی او هر څومره ټوکه به چې ورسره وه په پيسو به يې ترې واخسته ، يانې سائل صيب ته خپله لومړۍ شعري مجموعه کمزورې ښکارېده او په چاپ يې پښېمانه وو.
البته دا يوازې زه نه يم چې کتابونه مې ندي چاپ کړي، نور ملګري هم شته چې شايد زما غوندې اندېښنه به لري، ځوان ډاکټر، ارواپوه، فلسفي، شاعر او ليکوال احسان الله درمل چې ممکن تاسې ټول به يې پيژني هم د کتاب چاپ ته بيړه نلري، دغسې، مجيد قرار، سيد شاسقيم، اباسين بريال،محمد يار يار، حکمت سروش… او نور ګڼ ټکړه ليکوال شاعران هم در واخله .
په هر حال د کتاب چاپ ښه دی، خو کره کتنه يې ډېره اړينه ده، تر څو وکولی شوي د کتاب لوستنې ټپي شوي او ناهيلي شوي فکرونه را خپل کړو او داسې څه وړاندې کړو چې خامخا په لوستو و ارزي.
۱۳۹۵-۲-۴