ژباړه: کوچۍ
قهرجن او زور زیاتی کوونکي وګړي څه ډول شخصیتونه لري او څه ډول خلک حاضر نه دي چې له یوې زور زیاتي نه ډکې اړیکې څخه دباندې راووځي؟
د یوې میرمنې کیسه ده، څلور کاله کیږي چې له خپل میړه نه جلا شوې ده، د میړه یې مرداخښتګی سړی و چې تل به یې فحاشي کوله او دابه یې وهله، خو اوس دا یواځې شوې ده، وایي هغه ټول وهل ټکول مې خوښ دي خو چې د میړه په کور پاتې وی، دا چې وروسته له بیلتانه نه د ښخو ژوند بڼه له مخکې نه ډيره بدلیږي او د ځينو غبرګونونو سره مخ کیږي نو ډيری ښځې د میړه له لاسه وهل ټکول، ترټل او سپکای غوره بولي خو بیلتانه او ازادۍ ته نه حاضریږي، په بحث کې به د قهرجنو او زوریاتي کوونکو سړیو ځینې نښې نښانې او خویونه وڅیړو هدا شان د هغو خلکو خویونه به هم وڅیړو چې د ازاد ژوند کولو میړانه نه لري او په خپله خوښه د میړه زور زیاتي ته غاړه ږدي.
رواني ناروغ دی؟
یواځې هغه خلک چې زور زیاتي ته لاس اچوي رواني اختلالاتو سره لاس او ګریوان دي، خو ځینې هغه خلک چې کورنی تاو تریخوالی منځ ته راوړي د شخصیت اختلال سره لاس او ګریوان دي، خو هغوی چې دا ډول کړنې لري تل رواني ناروغان نه دي.
که چیرې ستاسو مقابل تن د شخصیت اختلال او ستونزې ولري ، مخکې له دې چې ستاسو خپل منځي اړیکې ته د زور زیاتي ستونزه مخې ته راشي، د هغه د ځينو سختو او بشپړو مشخصو کړنو په لیدو او درک کولو سره د هغه له ناروغۍ نه خبر شئ، دغه وګړي د ناجوړو فکرونو او اندونو درلودونکي دي، البته خپله د دوی په اند د دوی ټولې کړنې طبیعي او سمې دي،هغه ناڅاپه قهرژلي کیږي، سره سکروټه ګرځي، د خپلو کړنو د کابو کولو او کنترولولو ځواک نه لري، کله ناکله له نشه یي توکو نه ګټه اخلي چې دا خپله د دوی د بدو کړڼو د سختوالي او شدت سبب ګرځي.
د دوی د روان څلور ستنې سالمې دي؟
یواځې د شخصیت د اختلال په ناروغۍ اخته وګړي نه دي چې کورني زور زیاتي او تاوتریخوالي ته لاس اچوي، ځيني وګړي په دغه اختلال اخته نه دي، خو د دغې ستونزې ځینې نښې يې په شخصیت او کړنو کې کولای شو ووینو، هغه تن چې د دغه اختلال ټولې نښې نلري خو په کړنو کې یې ځينې سرکونه لیدل کیږي، دا تن نشي کولای چې خپلې پاریدانې کابو یا کنترول کړي او دغو پاریدانو ته اجازه ورکوي چې ناڅاپه په عمل بدل شي.
دهغوی قهر کیدای شي چې په جسمي زور باندې بدل شي، او چاودیدونکې کړنې یې هم د دغه ډول وګړو له ځانګړنو نه دي،دغه وګړي سره له دې چې په بشپړه توګه د شخصیت د اختلال ټولې نښې نه لري خو په شدت سره زیان رسوونکي جوړېدای شي او قهر یې په کړنه بدل شي، خو که هغوی په بل چاپیریال او شرایطو کې وګورئ، ښايي له دغې رېښتیا نه ناخبره پاتې شئ، دا ځکه دغه وګړي په نورو وختونو ډیر راحت او کرار خلک ښکاري.
په ښکاره باوقاره او با ادبه خلک دي؟
د دغې خبرې د تشخیص لپاره چې ایا یو تن به په راتلو نکې په کورني چاپیریال کې قهرجنې او له زورزیاتي ډکې کړنې ولري، تاسو نشئ کولای چې دهغه په ټولنیزو کړنو قضاوت او پرېکړه وکړئ، تاسو داسې یوه چاپیریال ته اړتیا لرئ چې دغه تن په معمولي ډول هلته په داسې کړنو لاس پورې کوي، او یو تریخ واقیعیت دا دی چې د میړه اوښځې د اړیکې ډول دی چې دغه ډول وګړي خپلې دا ډول کړنې په کې ښکاره کوي. ډير وخت خپله دغه وګړي هم نه پوهیږي چې په راتلونکې کې به په یوه قهرجن او زور زیاتی کوونکي تن باندې بدلیږي، لکه خپله میرمن به ووهي، او که د غه تجربه تر سره نه کړي ښايي د ټول عمر لپاره د خپلې دغې ستونزې نه نا خبره پاتې شي، په ډيرو برخو کې د دغه ډول وګړو پيژندنه او تشخیص له سترو ستونزو سره مخ کیږيډ دا ځکه دغه خلک کیدای شي د یوه دفاعي میکانیزم په کارولو سره په نورو وختونو کې بشپړې متضادې کړنې ولري داسې چې پوره باادبه او ارام انسان ترسترګو شي.
ایا ژر سره سکروټه ګرځي ؟
هغه وګړي چې لږ قهرجن مزاج لري ، ډیره شوني ده چې دوی په یوه قهرجن او زور زیاتی کوونکي تن باندې بدل شي خو تل په یوه داسې تن نه بدلیږي، اما هغه تن چې له قهر یې عدت دی، که چیرې دغه کړنه په خپله خوښه ترسره کړي نو د هغه قهر او زور زیاتی به یواځې د کور دننه پاتې نشي، دغه تن کیدای شي هر چا سره لاس او ګریوان وي او په نورو د سووک او لغتې وار او ګوزار وکړي، د دغسې وګړو ستونزه هومره روښانه او دلیدو وړده چې په اسانۍ یې تشخیص کولای شو. خو لکه مخکې مو چې ووېل ټول قهرجن او زور زیاتی کوونکي وګړي ناروغان نه دي، دغه ډول خلک ډير وخت دهغو خلکو په وړاندې زور زیاتي نه کار اخلي، یا کنځلې کوي، یا جسمي زور ورکوي او اروايي زور سره یې مخامخ کوي چې هغوی دوی د دغه ډول کارونو اجازه ورکوي.
قربانیان څه ډول وګړي دي؟
کورنی زور زیاتی یواځې وهل ټکول نه دي، موږ به د دغه مبحث په بهیر کې تاسو ته ووایوو چې څه ډول وګړي په یوه له زور زیاتي نه ډکه اړیکه کې بند پاتیږي.
۱ـ په خپل نفس پوره باور نلري.
هغه وګړي چې زور زیاتي کوونکي تن ته د داسې کړنو د ترسره کولو اجازه ورکوي، ډير وخت په خپل نفس باندې یې باور کمزوری دی، دغه وګړي د خپلو هېلو غوښتنو د بیانولو ځواک نلري، او نشي کولای دهغه څه په وړاندې ودریږي چې د دوی په اند ناسم یا ظالمانه دي.
ډاریږي
له راتلونکې نه ډار د دې لامل ګرځي چې قربانیان یوه ناسالمه اړیکه وپالي، ځينې نجونې د ددې لپاره داسې یوې ناسالمې اړیکې ته غاړه ږدي چې د پلار پر کور له پاتیدو ډاریږي، له یواځیتوبه، له ملنډو او په لوړ عمر کې له واده کولو نه ډاریږي.
د ویرې لپاره د بخت کور ته ودې شوې دي
هغه خلک یا جنکۍ چې له ډاره واده کوي ، که دوی خپله هم ونه پوهیږي خو مقابل تن ته دغه پیغام رسوي او دژږند ملګری یا میړه یې فکر کوي ( چې هر څه وکړم هغه ما نه پریږدي) همدا لامل دی چې دوی یوې سالمې لارې او مسیر ته د ګرځېدو هڅه نه کوي، موږ ټول هماغه شیبه چې یو بل سره پيژنو په غوښتې او ناغوښتې توګه یو بل څیړو، او هغه خبرې چې کوو او هغه کړنې چې د خبرو په ترڅ کې یې تر څه کوو، د هغو په مټ خپل ځانونه یوبل ته ورپیژنو.
هر هغه څوک چې مقابل تن ته دغه پيغام رسوي چې زه له یواځېیتوب ډاریږم، زه له دې نه ډاریږم چې ته دغه اړیکه وشلوې، دغه تن مقابل تن ته دغه پیغام رسوي چې که چیرې ستاس د تاوتریخوالي او زور زیاتي قرباني هم شم نو په دغه کور کې له تا سره پاتیږم او چیرې نه ځم داځکه چې بله لار نلرم، د داسې تن ساده بیلګه هغه میرمن ده چې ویل یې :
ـ خپل غوښتونکي ته مې وویل چې له خپل پلار نه ډيره ډاریږم، زموږ کور ته له لسو بجو نه وروسته زنګ ونه وهې، د دې غوښتوونکي سړي ورته له لسو بجو نه وروسته زنګ وهلی و، میرمنې کیسه وکړه چې پوره ۴۵ دقیقې مې په دې ورسره خبرې وکړې چې ولې یې وروسته له لسو بجو زنګ وهلی دی.
دغه وړه او ساده پېښه هغه سړي چې د دې میرمنې غوښتوونکی دی، کوم پيغام رسوي؟ په حقیقت کې هغه تن ته وايي چېتا نه هم دومره ډيره ډاریږم څومره چې له خپل پلاره نه ډاریږم، دا میرمن په ساده ګۍ او په خپل لاس یو پلوې اړیکې او ان زور زیاتي ته لار هواروي.
سرو خطونو ته یې حواس متوجه نه دي.
هر تن خپل سره سره خطونه لري چې که مقابل لوری هغه تر پښو لاندې کړي نودی غبرګون ښيي، دغه غبرګون کیدای شي په خبرو وي او په کومه کړنه، دغه دغه غبرګونونه د دې لامل ګرځي چې د دغه تن سره خطونه نور وګړي په رسمیت وپيژني یا یې مات کړي، کله چې دغه تن د نورو په مټ د خپلو سرو خطونو په ماتولو غبرګون ښيي او مقابل لوری بیا هم د ده سره خطونه ماتوي، دا کار کوم پيغام وړاندې کوي؟ دا پيغام وړاندې کوي چې ( ته هر کار چې کوې ویې کړه، زه خپه کیږم خو اړیکه نه پرې کوم)، د تللو لپاره تر دې ښه ځای نلري.
ټول هغه وګړي کورني زور زیاتي سره مخ کیږي، دوی هیڅکله د دغې ناسمې او ناسالمې اړیکې د شلیدو په اړه فکر کوي، په تیره که چیرې د کورني تاوتریخوالي قربانې داسې شرایطو کې ژوند کوي چې هلته داسې وګړي له ټولنیز ملاتړ او مرستې نه بې برخې وي نو قراني وګړی ځانته قاناعت ورکوي چې د دې اړیکې د دغو ستونزو او دردونو ګالل له یواځې پاتېدو نه ډير ښه دی، د دوی په اند دوی د باران او ناوې لاندې په دریدو کې باید یو وټاکي، طلاق او طلاقه شوې ښځه لا زموږ په ټولنه کې پوره منل شوي نه دي، د دې هیله باید ونلرو، هغه خلک چې له طلاق یا بیلتانه وروسته یو تریخ او له ستونزو دک راتلونکې ورته لار څاري، دا شان د ټولنې او کورنۍ له ملاتړه هم بې برخې دي، دوی دې دیوه زوریاتي د پرېښودو په صورت کې بل زور زیاتي سره دې مخ نشي.
نه غواړي چې په خپلې کمزورۍ اعتراف وکړي
وهل خوړل د کمزورۍ په معنی دی،او ډيره ستونزمنه ده چې یو تن اعتراف کوي چې ( زه کمزوری یم)، د تاوتریخوالي او زور زیاتي یادونه اوپه اړه یې خبرې کول، په لومړي ګام کې د خپلې کمزورۍ د اعتراف معنی لري، نوځکه ډیری قربانیان چوپتیا غوره کوي او نورو سره د خپلو غمونو د شریکولو ځواک نه لري.
د ځان لپاره یو ښه راتلونکی یا ګانده نه ویني
( چې طلاق واخلم، بیا به څه کوم؟) دا هغه پوښتنه ده چې ډیری قربانیان ورته خوندور ځواب نلري، که د پلار کورته ستنه شم او هلته هم له زورزیاتي سره مخامخه شم، بیا څه وکړم؟ که په یواځې د ژوند کولو ځواک پېدا نه کړم، بیا څه وکړم؟ که بیا داسې چا سره واده وکړم چې هغه مې وهي، نوبیا څه وکړم؟ د دغو پوښتنو په وړاندې هغه نا څرګند ځواب چې زموږ په شان بیرته پاتې ټولنو شته ، ددې لامل ګرځي چې قرباني د خپل قهرجن او زور زیاتی کوونکي ژوند ملګري سره له کړاوه ډک ژوند تیرول غوره وبولي.