ژباړن: جاوید آفتاب
زوي : پلار جانه ! ايا زه تا نه یو پوښتنه کولای شم؟
پلار : هو ولې نه څه پوښتنه کوې؟
زوي : پلار جانه ! ته په یو ساعت کې څومره پيسې لاس ته راوړې.
پلار : دا تا پورې اړه نلري. ولې په دې اړه فکر کوې.
زوي : زه یوازي غواړم پوه شم. خیر دې ماته یې ووایه.
پلار : چې غواړې پوه شې نو زه په یو ساعت کې 100 ډالره لاس ته راوړم.
زوي: اوه اوه ! پلار جانه کولای شې 50 ډالره ماته پور راکړې.
پلار یې په قار شو. که چیرې ستا د پوښتنې مانا دا وي، چې له ما پور واخلې او پرې بې ځایه او چټې د لوبو شیان واخلې نو نیغ خپلې کوټې ته لاړ شه او فکر وکړه چې ولې دومره ځان منونکی یې. زه هره ورځ دا سخت کار ستا د ماشومانه کړنو لپاره کوم.
کوچنی ماشوم غلی خپلې کوټې ته لاړ او ور یې بند کړو.
سړی کیناستو او زوی په دې پوښتنه یې ډیر په قار وه چې ولې ده زما نه یوازې د پیسو غوښتلو پوښتنه وکړه؟
وروسته له یو ساعت څخه سړی غلی شو او په فکر کې شو. ښایې چې په ريښتیا سره زوی مې یو څه ته اړتیا لري چې په 50 ډالره ېې واخلي هغه خو هیڅ کله هم ما نه د پیسو په اړه پوښتنه نه وه کړې. سړي د خپل زوي د کوټې دروازه خلاصه کړه او غږ یې کړ.
پلار: زویه ! ته ویده یې ؟
زوي : نه نه ! پلار جانه زه ویښ یم.
پلار : ما ډیر فکر وکړو پر تا به ډیره سخته تیره شوي وي ما ته ورټلې. دا واخله 50 ډالره چې تا یې غوښتنه کوله.
کوچني زر را جیګ شو او مسکی شو.
زوي : واه مننه پلار جانه !
بیا یې د بالښت لاندې نه هغه نورې کات شوی پیسې وارخستې. پلار یې ولیده چې زوی خو یې له پخوا هم پیسې لري، نو بیا ورته په قار شو. کوچني په عاجزۍ سره پیسې وشمیرلې او بیا یې پلار خوا ته غلي وکتل.
پلار : ولې دې له ما نه پیسې وغوښتې تا سره خو پیسې وې ؟
زوي : ځکه چې ما سره پوره نه وې اوس پوره 100 ډالره شو.
پلار جانه ! زه اوس 100 ډالره لرم. ایا کولای شم ستا یو ساعت پرې واخلم ؟ خیر دی سبا کور ته وخته راشه. زه او مور مې غواړو چې له تا سره یو ځای د ماښام ډوډې وخورو.
پلار یې خجالته شو او د زوی په سر یې لاس کش کړو او د خپلې بې پروایې او بې غورۍ بښنه یې وغوښته.
دا یوازې یو وړه یادونه ده هغو خلکو ته څوک چې په خپل ژوند کې سخت کارونه ترسره کوي. موږ باید وخت ته داسې اجازه ونه کړو چې زموږ د ګوتو نه داسې خویه شي چې بیرته یې بدیل راسره نه وي هغه کسان چې موږ ته واقعاْ اړتیا لري او زموږ زړه ته ډیر نږدې وي. کله چې یو چا سره مینه لرئ، نو د 100 ډالر په ارزښت وخت ورته نشې ورکولی ؟ نو دا بیا څنګه مینه شوه. که چیرې سبا موږ مړه شو نو په کوم اداره چې موږ کار کوو په ډیره اسانې سره به په یو ورځ کې زموږ پر ځای بل کس وګماري خو کومه کورنۍ او ملګري چې موږ شاته پریږدو، نو هغو به په ژوند کې تل زموږ تشه او غم احساسوي. رازئ فکر وکړو، چې که خپل ډیر وخت کار ته ورکوو نو کورنې هم باید له یاده ونه باسو او هغو ته هم خپل وخت وکړو. ځینې شیان په ژوند کې ډیر اړین وي خو زموږ ورته فکر ونه وي.