• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

زړه او غم

Home اروا پوهنهزړه او غم
زړه او غم

زړه او غم

ژباړه : عطاء الله خان حیران

په ژوندکې انسان له هرډول حالاتو او حوادثوسره مخ کېږي، ځکه، چې لوړې ژورې له ژوندسره تړلي وي ، نو که موږ خپله حوصله له لاسه ورکړه او ناهیلي شو نوموږ په خپل لاس ځان دغو تاړاکونوته وسپاره اوبې له کومې مبارزې مو ماته ومنله ماته منل په لوی لاس له ژونده لاس مینځل دي نو پر دې اساس له انسان څخه دژوند ورخ هغه وخت اوبه وړي، چې کله دی ناهیلی شي. ژوند دمبارزې نوم دی بایدله هرعواملو او حوادثوسره په نره مقابله وکړو.د ژوند مبارزه له هرې مبارزې نه ډېره مهمه او اړینه ده، که په دغه مبارزه کې هرڅوک پاتې راشي دغم ښکارکېږې.
له غم څخه تېښته نه کېږي دا هغه جذبه ده، چې کله هم ورته موقع په لاس ورشي دانسان دزړه تل ته ښکته کېږي.
لکه څنګه، چې دانسان غوښتنې، خیالات، مفکوره، او داسې نور… مختلف دي همدارنګ يې غمونه هم مختلف وي . غم دمومن لپاره یو روحاني اسودګي ده، مومن انسان غم ته دیوه خوند او رحمت په سترګه ګوري .
غم د دولت پرست او شوم انسان لپاره په وېره اوپه ډول ډول شیانوبدلیږي، بلکې دمومن انسان له غمونوسره سره یو ډول قلبي سکون هم محسوسوي،
له مومن انسان سره خو یواځې دا غم وي، چې الله (ج) ورنه خپه نه شي او دهغه له رحمت څخه محروم نه شي او داسې نور…
الهی فرمان دی ـ
( واورئ له تاسې نه، چې هرڅوک په خپل پاک نیت او خلوص سره دالله په وړاندې خپل سرټیټ کړي اوسجده ورته وکړي نوبې له شکه الله به دته اجراو ثواب ورکوي دی به له غم او وېرې نه په امان کې ويـ (ابقراه)
ځینې وخت غم دانسان په زړه کې نوې نوې ولولې راويښه وي له کمزور و نه کمزور انسان کې هم یونوی ځواک او جرات پیداکوي .
کله، چې زړه زخمي شي نوله سترګونه اوښکې راتویږي دژوند اسرار منکشف شي،غم دشاعرانو اوصوفیانو لپاره دزړه قیمترینه سرمایه وي.
دروم مولانه وایی:
پرغم خوشحاله ووسئ ، چې الله تعالی انسان ته، زړه یو داسې شی ورکړی دی چې دغره په څېرغمونه برداشت کولی شي.
اقبال وایی ـ
ارض وسما کها تیري وسعت کو پاسکین
میرا هی دل وه هی جها توسماسکې
غم غالب دخپل شعر مضمون ګرزولی دی او غم یې دژوند یوه حصه بللې.
غالب وایي: غم مې ژوند دی، غم مې دنیاده، غم مې ملګری دی، غم مې روزګاردی، دغم له برکته مې ژوند ښکلی دی جوش او ولوله مې له غم دبرکته ده په غم کې داسې خوند دی، چې ددغه په خوند هغه څوک پوهیدای شي، چې زړه یې مات شوی وي زړه ماتي خلک دغم په خوند ښه پوهېدای شي. ـ

نغمه های غم کوبهي اې دل غنیمت جانې
بې صدا هوجاې ګا یه ساز هستي ایک دن
ایک هنګامې په موقف هې ګهرکي رونق
نوحه غم هې سهي نغمه شادي نه سهي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

خوب څه شى دى؟

خوب څه شى دى؟

Nov 21, 2015

لیکنه:  حمیدالله حمیدي ژباړه:  عطاء الله خان حیران په دې[...]

تجربه ؟
hand holding and pushing tablet

تجربه ؟

Nov 22, 2015

لیکنه: عطاء الله خان حیران عقل په غټه کې په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022