لیکنه: عطا محمد میاخېل
ډاکټر په ډېرې چټکۍ روغتون ته ننوت او د جامو بدلولو خونې په لور وخوځېد ، په ډېرې بېړې یې خپلې جامې بدلې او د عملیات خونې په لور روان شو؛د عملیات خونې په دروازه کې د ناروغ له پلار سره مخامخ شو، د ناروغ پلار ډاکټر ته وویل : ولې دې دومره ځنډ وکړ ؟ آیا ته نه پوهېږې، چې زما زوی په خطر کې دی او له مرګ سره لاس و ګرېوان دی ؟ آیا لږ هم د مسؤلیت احساس کوئ او که نه ؟
ډاکټر په موسکا ځواب ورکړ : ډېره زیاته بښنه غواړم، کله چې راته ټیلیفون وشو او خبر شوم، نو په بیړه مې ځان را ورساوه، له تاسو څخه هیله لرم، چې آرام واوسئ او ما خپل کار ته پرېږدئ .
د ناروغ پلار یو ځل بیا خوله پرانیسته او وې ویل : آرام واوسم ! که چېرې ستا زوی په داسې حالت کې وای، نو څه به دې کړي وو ؟
ډاکټر یو ځل بیا په موسکا ځواب ورکړ : ډاکټر نه شي کولای، چې د چا ژوند اوږد کړي . الله (ج) په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي : موږ له خاورې څخه پیدا شوي یو او بېرته به خاورې ته ور ګرځو. لاړ شه د زوی د روغتیا له پاره دې دعا وکړه .
د ناروغ پلار وویل : نصحیت کول آسان دي، کاشکې زما پر ځای وای، چې زما له زړه خبر شوی وای، چې پر ما څه تېرېږي ؟
ډاکټر څو ساعتونه وروسته په خوشالۍ له عملیات خونې څخه راووت او په موسکایي د ناروغ پلارته وویل : د خدای (ج) ډېر شکرونه ادا کوم، چې ستا د زوی عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او وژغورل شو، که چېرې کومه پوښتنه لرې، کولای شې له نرس څخه یې وپوښتې . ډاکټر پرته له دې، چې د ناروغ له پلار څخه څه واوري په بیړه له روغتون څخه ووت .
د ناروغ پلار نرس ته وویل : دا ډاکټر ولې دومره کبرجن دی، څو شېبې هم تم نه شو، تر څو د زوی په اړه مې ترې پوښتنه کړې وای، چې روغتیایي حالت یې څنګه دی ؟
نرس په داسې حال کې، چې له سترګو یې رڼې اوښکې د ګرېوان په لور څڅېدلې ځواب ورکړ : تېره ورځ د ډاکټر زوی په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او نن یې د جنازې مراسم ترسره کېږي ، یوازې ستا د زوی له پاره راغی او اوس بېرته لاړه، چې تر څو د خپل زوی جنازه خاورو ته وسپاري .