لیکنه: نجيب ننګيال
څو کاله مخکې مې يو کتاب لوستی و. د ليکوال نوم يې راڅخه هېر دی خو د کتاب نوم و “زړه که دماغ”. ليکوال ډېر په دې را څرخېدلی و چې مونږ هر وخت د ډېرو شيانو نسبت زړه ته کوو. مونږ هره ورځ وايو “زړه مې خوشاله شو، زړه مې خپه دی، زړه مې مات شو، ډېر بې زړه سړی يې، زړور سړی يې”. مونږ د خوشالۍ، خواشينۍ، بهادرۍ او مهربانۍ ټول نسبتونه زړه ته کوو. په قران مجيد کې زړه د عقل او ايمان سرچينه ګڼل شوې ده. او هغوی چې ايمان نه راوړي په اړه يې وايي: “ختم الله علی قلوبهم…” ډېر وخت زړه ته د “فواد” لفظ کارول شوی. په حديث شريف کې د زړه اصلاح ته ډېره اهميت ورکړل شوی. مفهوم يې دی “ستاسې په بدن کې د غوښې يوه کوچنۍ ټوټه ده، که دا فاسده شوه. ټول بدن دې فاسد دی”. مونږ ډېر کله اورو وای زړه پاچا دی. زړه چې مئين شي…. د نفس تزکيه کې هم نسبت زړه ته کېږي. د تصوف د نقشبنديې سلسلې لارويان د “دست به کار، دل به يار” شعار کاروي. دوی وايي زړه د خدای په ذکر جاري کېږي. هغوی چې تصوف يې مطالعه کړی وي په خبره يې ژر سر خلاصېږي.
زه هغه وخت په لسم ټولګي کې وم. د کتاب په ډېر خبرو مې سر نه خلاصېده. نن مې د يوې امريکايي د زړه د ناروغيو متخصصې ډاکټر جاهن منډرولا مقاله لوسته. دا وايي زما ځينې ناروغانو چې په خپله رويه (چلند Behavior) کې يې بدلون راوستی، ښه شوي دي. هغوی چې مخکې قهرجن او تند و، د نرمې رويې خپلولو يې د زړه ناروغۍ څخه خلاص کړي. دا وايي دا ماته ښه تجربه وه. او سره د دې چې معاصر طب زړه يواځې د وينې پمپ کولو يوه وسيله بولي خو وای زه بيا هم د مهربانۍ، سخا او مينې په اړه زړه ته قايله يم. دا ټولې د زړه چارې دي. دا وايي د ښه اعصابو څښتن به حتما د روغ زړه مالک وي. د زړه او اعصابو تر منځ غښتلې رابطه ده. دا وايي د زړه په درملنه کې بايد ډېره پاملرنه وکړو ځکه مونږ يواځې د “زړه” درملنه نه کوو بلکه د “انسان د زړه” درملنه کوو.
د اغلې مېنډرولا دا خبره چې مونږ يواځې د “زړه” درملنه نه کوو بلکه د “انسان د زړه” درملنه کوو، ډېرې خبرې لري او ډېر بحث پرې کېدای شي. د “زړه که دماغ” کتاب ليکوال ليکلي و زه باوري يم چې د زړه د “لب ډب” اوازونه د “لبيک لبيک” اوازونه دي. “لب” د زړه هغه اواز دی چې ډاکټر صيبان يې د S1 sound او “ډب” ته يې د S2 sound وايي. د اعصابو او زړه تر منځ د غښتلې او مستقيمې رابطې په لرلو طبيبان يوه خوله دي. دوی ټول مني چې د روغو اعصابو څښتن به د روغ زړه څښتن هم وي. خو د مېرمن منډرولا دغې خبرې چې زه اوس هم مهرباني، سخا او مينه د زړه کار بولم فکر وړی کړم. هغه يوه متخصصه ده. د طب له نظره دا خبره نه ده ثابته چې د انسان احساسات دې د زړه کار وي. خو د زړه د ناروغيو متخصصې دغسې خبرې د دې اړتيا پېښوي چې په اعصابو د زړه د اغېز او رابطې په اړه څېړنې وشي. باوري يم پايلې به يې ډېرې حيرانوونکې وي. بدبخته دي هغوی چې د خدای له وجوده انکار کوي. هغوی چې دوه ټکي ساينس ووايي لومړی اعتراض يې په قران وي او د خدای له وجوده انکار کوي. فرانسس بېکن رښتيا ويلي و: “د ساينس لږ پوهه سړی ملحد کوي او سمه پوهه يې سړی خدای ته نژدې کوي. “