ژباړن: نوراحمد فضلي
استاد د شاګرد څخه وه پوښتل: ولي موږ د غُصې پر وخت چیغي-نارې وهو؟ ولي هر کله انسانان د غُسې پر وخت، یو پر بل اواز لوړوي او چیغي پر وهي؟
شاګردانود یوې لحظې لپاره فکر وکړ، بیا یوه وویل: ځکه په دې وخت کي موږ آرامي او د ویني یخوالی د لاسه ورکوو.
استاد وه پوښتل: دا سمه ده چي موږ خپل دماغي سکون د لاسه ورکوو. مګر ولي پر مقابل طرف باندي چیغي-نارې ووهو. سره له دې چي هغه هم زموږ ترڅنګ ناست دئ؟ آیا نسي کېدلای چي په نرمۍ ورسره خبري وکړل سي؟ ولي باید د غُصې-قهر پر مهال اواز جګ کړل سي؟
شاګردانو؛ هر یوه خپل –خپل ځواب ووایه. خو هیڅ ځواب د استاد رضایت حاصل نه کړ. په پایله کي استاد داسي تشریح ورکړه: هغه وخت چي دوه انسانان یو-بل سره په غُصه وي، زړونه ئې یو له بل څخه واټن پیداکوي. هغوی ددې لپاره چي ددې واټن جبران ئې کړی وي؛ مجبوره دي یو پر بل باندي اواز پورته کړي؛ هرڅومره چي د قهر او عصبانیت میزان زیات وي؛ دا واټن زیات دئ او هغوی باید چي یو پر بل نور هم اواز لوړ کړي.
بیا استاد وه پوښتل: کوم وخت چي دوه کسان یو د بل عاشقان-مینان جوړیږي؛ پوهیږئ څه پیښیږي؟ هغوی ولي یو-بل سره په لوړ اواز خبري نه کوي.؟
- ځکه چي زړونه ئې یو-بل سره ډېر نزدې دي؛ فاصله ئې ډېره کمه وي.
استاد پسي زیاته کړه: کوم وخت چي ددوئ ترمینځ مینه ډېره سوه؛ نو څه پیښیږي؟ هغوی حتا چي یوه عادي خبره هم یو-بل سره نه کوي، یوازې یو د بل په غوږ کې پسپسی کوي؛ بیا ئې هم یو-بل سره مینه زیاتیږي. په پایله کي دا پسپسي ته هم ضرورت نه پیداکیږي؛ یوازي یو-بل ته ګوري؛ په سترګو یو-بل سره پوهوي.
دا نو هغه وخت دی؛ چي نور د دوئ د زړونو ترمینځ هیڅ فاصله وجود نلري.