هغه ارزښتمن څه چې دلته ډېر لږ دود دي؛ د رغول شوو پروژو، بنسټونو او ودانيو ساتنه او څارنه يا Maintenance دی. دا هغه څه دي چې موږ کله هم ورته پام نه کوو. د ښوونځيو، روغتونونو، پارکونو او نورو عامه ځايونو په شان ودانيو او بنسټونو ته به مو پام کړی وي؛ هر يو يې تر هرڅه ښې رغېدنې وروسته ډېر زر د ډېرې زړې ودانۍ بڼه غوره کړي. دلته خلک د ملي شتمنيو او عامه بنسټونو پر وړاندې هېڅکله د مسؤوليت احساس نه کوي او دا لامل کيږي چې د پلونو، فابريکو او لابراتوارونو په شان ډېر ارزښتمن څيزونه د بې غورۍ له کبله ډېر زر له لاسه ورکړو. د ساتنې او څارنې چاره بايد ان تر کوڅو او کورونو وغزول شي. په کورونو کې هم د خونو، ودانۍ، انګړ او کوڅې ساتنه او څارنه عامول پکار دي. که د مسؤوليت احساس له هماغې وړې برخې پیل شي؛ په لوړه کچه هم د ملي شتمنيو او ارزښتونو د ساتلو او پياوړي کولو لپاره ګټور ثابتېدای شي. ښه مې ياد دي چې په ښوونځي کې مېزونه او څوکۍ زموږ سره سم تلل. له لسم ټولګې نه کښته مېز څوکۍ نه وې. بيا چې موږ يوولسم ټولګي کې وو؛ په لسم ټولګي کې ختم شول. وروسته بيا چې موږ دوولسم ټولګي ته ولاړو؛ په يوولسم کې هم نه وو. ټول يې د همدې ښوونځي لويو سړيو مات کړي وو. اوس هم هر ښونځي ته سر ورښکاره کړئ؛ کړکۍ، ورونه، ميزونه او ښېښې به سمې ونه ګورئ.
بل ښه مثال يې افغانۍ نوټونه دي. که څه هم د ملي بيرغ او ملي سرود په شان کرنسي هم يو ملي ارزښت دی؛ ولې هېڅوک يې ساتنې او ته پاملرنه نه کوي. په نوټونو دا ډول ساتنه نه يوازې دا چې ملي شتمنۍ ته زيان دی بلکې له صحي پلوه هم ښايي د ستونزو لامل شي.
کلونه پخوا د ټولګټو وزارت اړوند د ساتنې او څارنې (حفظ او مراقبت) يوه برخه فعاله وه او د هېواد د لويو لارو او سرکونو ساتنه او بيا رغونه يې تر سره کوله. هغه مهال د لويو لارو حالت ډېر ښه و. په دې وروستيو کلونو کې د رابهېدلو ډالرو له کبله د ساتنې او څارنې برخې ته هېڅ پام ونشو. همدا لامل دی چې اوس مهال هېڅ سړک او ډېرې سترې ودانۍ بېرته پخواني حالت ته ورګرځېدلې دي. که دولت او خلک يو له بل سره لاسونه ورنکړي او د خپلو ملي بنسټونو او شتمنيو د ساتنې او څارنې لپاره يو منظم پلان او پروګرام جوړ نشي؛ ډېر زر به د ټولو رغولو شوو پروژو بيا رغونې ته اړتيا شي او بيا به دا کار د بهرنيانو له بې حسابه مرستو پرته په بشپړ ډول ناشونی وي.