ساحل منګل د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ د سيجنک د کلي اوسيدونکی دی، چې نږدې ديرش کاله وړاندې د مهاجرت پر مهال د خيبر پختونخوا د هنګو د درسمندو په سيمه کې زېږدلی دی.
لومړنۍ او منځنۍ زدکړې ېې د مهاجرت پر مهال په بيلابيلو ښوونځيو کې تر سره کړې او په ياده سيمه کې د حضرت بلال له لېسې څخه فارغ شوی دی .
د تېرو لسو کلونو راهیسې په خپله پلرنۍ مېنه په پکتيا کې اوسيږي، په ادبي او ژورناليستيکي فعاليتونو بوخت دی .
نوموړي له تيرو څو کلونو راهیسې دژورنالېزم په ډګر کې له بيلابيلو چاپي ،انلاين، ويډيويي رسنيو سره کار کړی دی او اوس مهال له پژواک خبري آژانس سره پهپکتيا کې کار کوي.
ساحل منګل د ارواپوهنې په برخه کې زياتې ليکنې له نورو ژبو څخه ژباړلې دي او لاهم په دې کار بوخت دی چې د هدف او تصمیم نیونې په نوم اثر یې چاپ او ورته څو نور ژباړل شوي کتابونه یې لا نه دي چاپ شوي.
ښاغلی منګل اوس مهال په پکتيا کې د زم زم پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي محصل دی.