لیکنه: نصیب مشال

نصیب مشال
ساختماني ساحه کي د سیمنټو کیفیت څنګه معلومولای او ازمایلي شو؟
ټولو ته معلومه ده چه سیمنټ د ساختمان یا دودانیو له مهمو موادو څخه دي چه د ودانیو په جوړولو کي په پراخه اندازه استعمالیږي، د ودانیو مقاومت په ډیرو عواملو پوري اړه لري، چه سیمنټ یی یو له مهمو فکتورنو څخه شمیرل کیږي، ددي لپاره چه غوښتل شوي، مقاوم او مداوم کانکریټ تولید کړو، نو باید د ښه او باکیفیته سیمنټو څخه استفاده وشي.
د ښه او باکیفیته سیمنټو د پیژندلو لپاره باید لاندي نقاط په نظر کي ونیسو!
۱. دپیک کولو یا د بوجۍ د بندولو تاریخ:
د سیمنټو مقاومت د وخت په تیریدو سره کمیږي، مخکي له دي سیمنټ استعمال شي په بوجۍ باندي د صادرولو یاد تولید تاریخ وکتل شي، په عمومي ډول سیمنټ د تولیدولو تاریخ څخه وروسته باید تر دریو میاشتو یا نوي ورځو کي دننه استعمال شي. له دي ورځو څخه وروسته سیمنټ هغه خپل مقاومت په تدریجي ډول له لاسه ورکوي.
لاندي جدول کي دوخت په تیریدلو سره د سمنټو مقاومت کمیدلو فیصدي ښودل شوي ده.
دسیمنټو د مقاومت کمیدل په فیصدی سره ٪ | سیمنټو وخت |
له ۲۰ څخه تر ۳۰ فیصده پوري | دریو میاشتو سیمنټ |
له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصده پوري | شپږو میاشتو سیمنټ |
له ۴۰ څخه تر ۵۰ فیصده پوري | دولس میاشتو سیمنټ |
۲. سیمنټو رنګ:
رنګ او شکل یی باید ټول یو شان وي، ښه سیمنټ هغه دي چه د سیمنټو رنګ یی خړ، ایري رنګه او شین بخون وي.
۳. په سمنټو کي د میده موادو کتنه:
سیمنټو کي د لنده بل او نم له امله واړه واړه مواد د جامداتو په شکل منځ ته راځي، دا مواد باید په سیمنټو کي موجود نه وي.
۴. ربینګ ټیست (په لاس کي د موږلو او موښلو) ټیسټ:
کله چه سیمنټ په لاس کي ونیول شي او بیرته خوشي کړلي شي،که سختوالي او کلکوالي ونه کړي،او اسان،نرم او ملایم پریوځي نو دا ښه سیمنټ کیدای شي او که سختوالي یی اختیار کړ، نو بیا داسي فرض کیدای شي چه له دي سره شګه او یا نور مواد ګډ شوي دي.
۵. ټمپرچر (حرارت درجي) ټیسټ:
خپل لاسونه مو د سیمنټو په بوجۍ کي ښکته کړئ، که د یخوالي احساس مو وکړ، نو پوه شه چه دا سیمنټ معیاري او ښه دي، که د ګرم او تودوالي احساس مو وکړ نو پوه شه چه سیمنټ له غوښتل شوي معیار برابر او ښه نه دي او نور مواد پکي ترکیب شوي.
۶. فلوټ ټیسټ ( دا یو قسم ټیسټ دي چه زیاتره خلک یی دبحري بیړیو د زده کړي لپاره په اوله کي ترسره کوي).
تاسي یو مقدار سیمنټ په اوبو کي واچوئ، که سیمنټ دیو څه وخت لپاره داوبو په سر باندي پراته ول نو سیمنټ مو صحیح او که سمدلاسه په اوبو کي ډوب شول نو سیمنټ مو ښه او صحیح نه دي.
۷. سیټینګ ټیسټ:
یوه اندازه سیمنټ د اوبو سره ګډ کړئ( یو وړوکي لوښی یا په لاس کي) بیا یی د ۲۴ ساعتونو لپاره یی اوبو کي واچوئ، دا به ځای په ځای او په اوبو کي کیني، کله یی چه رااخلئ باید چادولي او درزیدلي نه وي.که کوم درز یا چاود پکي ولیدل شو نو ښه سیمنټ نشي کیدای.
۸. سټرینکت ټیسټ:
۲.۵ په ۲.۵ کي چه اوږدوالي یی ۲۰ سانتي متره وي د سیمنټو یو بلاک جوړ کړئ، دا د ۷ ورځو لپاره په اوبو کي ډوب کړئ، له اوه ورځو وروسته یی راوباسئ، ۱۵ سانتي متره یی جلا ونیسئ او ۳۴ کیلو ګرامه وزن پري وارد کړئ، که هیڅ قسم درز یا چاود یا ناکامئ نښي پکي ونه لیدل شوي نو دا ښه او معیاري سیمنټ کیدائ شي.