• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سامسونګ

Home ساینس او ټکنالوژيسامسونګ
سامسونګ

سامسونګ

د سامسونګ کلیمه د دریو ستوریو په مانا ده چې په کوریاي فرهنګ کې درې د قدرت او ړتیا په مانا او ستوري د تل پاتې والي په مانا ده سامسونګ هم خپل کار تر همدې انګیزه لاندې مخ ته بېولو
سامسونګ په لومړي سر کې په همدې نامه یوه ډله وه، د دغې ډلې بنسټګر بیونګ چول و، وروسته یې د یوه شرکت بڼه ځان ته غوره کړه چې د نساجي، بېمې، هوايي چارو او داسې نورور برخو کې پانګونه کوله، دغه ډله په ۱۹۶۰ کال کې د الکترونیک ډګر ته ننوته، او ۱۹۷۰ کال په لومړیو کې یې د بېړۍ جوړونې فعالیتونه پیل کړل.
وروسته د ۸۷ کال شاوخواه چې دا شرکت به څلورو ډلو ووېشل شو، سامسونګ ګروپ، شینسګي ګروپ، سي جي ګروپ، او د هانسول ډله له ۱۹۹۰ کاله وروسته سامسونګ خپل فعالیتونه نړیوال کړل، چې ډير تمرکز یې په برقي وسایلو و.
مرکزي دفتر یې په سئول ښار کې دی، خو محصولات یې په نیویارک کې پلورلو او معرفي ته وړاندې کېږي، خو نن سامسونګ یوازې یوه کمپنۍ نه ده د ۸۰ شرکتونو مجموعه ده چې په جنوبي کوریا کې تر ټولو لویه سوداګرېزه ډله شمېرل کېږي. د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې یې د کارکوونکو شمېر ۴ لکه او دېرش زره کسانو ته رسېده.
په سامسونګ پورې نور اړوند شرکتونه دا دي، سامسونګ الکترونکس چې په نړۍ کې د الکترونکي وسایل لوی شرکت دی، دا یې تر ټولو لوی شرکت دی، ورپسې د سامسونګ د بېړۍ جوړولو شرکت، د سامسونګ ساختماني شرکت چې په نړۍ کې شپږم مقام لري، د بېمې شرکت او داسې نور چې لوی یې همدا دي.
په ۱۹۸۷ کال کې چې د سامسونګ بنسټګر ومړ نو زوی یې لی کان هې د هغه ځای ناستی شو، هي یو کال وروسته د سامسونګ پرمختګ ته نوې برنامه جوړه کړه، د دغې پلان موخه دا وه چې دا شرکت په نړیواله کچه مطرح کړي او د نړۍ له پنځو غورو شرکتونو یو هم سامسونګ وي،
۱۹۹۰ کال د سامسونګ د مدېریت تر ټول طلايي کلونه شمېرل کېږي، په دغه وخت کې د سامسونګ شعار (کیفیت) و، په دې دوره کې یې ۱۷ بېل ډوله تولیدات بازار ته وړاندې کړل چې د مشتریانو له تاوده هر کلي سره مخ شول، د ۲۱ پېړۍ له پیل سره سم د دېجتال سستمونو له پرمختګ سره سم په سامسونګ کې هم یو انقلاب راغی دوی هم په دې برخه کې ډیر کوښښ وکړ څو یې د بازار پام ځان ته واړاوه.
مخکې مو هم یادونه وکړه چې د سامسونګ تر ټولو لوی شرکت سامسونګ الکترو میکانکس دی، چې د برقي وسایلو د تولید او جوړونې په برخه کې کار کوي، تر ډيره یې تمرکز د موبایل، تلویزیون، مخابراتي وسایلو او دې ته ورته وسایلو دی په نورور برخو کې که هم کار کوي لکه د کور او دفتر ځينې د اړتیا وړ وسایل.
سامسونګ الکترو میکانکس، په ۱۹۷۳ کال کې د سامسونګ او سانیو د یو ځای کېدو نه وروسته جوړ شو، چې په اوس وخت کې د تولید نه کارځایونه لري ډیری کارځایونه یې په چین، جنوبي کوریا او فیلپن کې دي.
ډير تصویري او صوتي وسایل په سامسونګ تکوین کار ځای کې جوړېږي، مرکزي دفتر یې به جنوبي کوریا کې دی خو د سامسونګ تکوین نورې څانګې په ډيرو هېوادونو کې فعالې دي.
سامسونګ وايي زموږ تکیه پر پنځو ارزښتونو ده، کیفیت، خلاقیت، رقابت، فرهنګ او وحدت، دوی د نړۍ اقتصادي ودې ته ژمن دي، او وايي چې بشري منابعو ته باید ارزښت ورکړل شي، او په ټولنه کې عقل او پوهې ته باید کار وشي.
سامسونګ وايي چې موږ خپلو اخلاقي اصولو ته ژمن یو او هغه شرکتونو چې اخلاقي اصولو ته نه وي ژمن په نړۍ کې به ځان ته دباور تکیه پیدا نه شي کړی، سامسونګ هر بدلون ته د فرصت په سترګه ګوري سامسونګ نړۍ ته خدمت خپل ټولنیز مسولیت بولي.
اوسنی مدیر یې لی کان هی دی د بیونګ درې یم اولاد دی، چې خپله دکتورا یې د سئول له پوهنتونه په ۲۰۰۰ کال کې اخیستې ده، ده وکړی شول چې له خپل پلار وروسته سامسونګ د سیالانو سیال کړی، دی په لومړي لاس نوښت ډیر تاکید کوي، نه غواړي د نورو بېښې وکړي
لی کان هې د راتلونکو لسو کلونو لپاره منظم پلان لري، دی وايي سامسونګ د خپل ژوند لپاره بله لار نه لري څو چې په نړۍ کې په لومړۍ درجه شرکت بدل نه شي، ده سامسونګ په دې باوري کړی چې راتلونکو کلونو ته به ۷۵ مېلیارده دالره پانګونه د هارد ویر او سافت ویرونو په برخه کې کوي څو وکړی شي ځان په نړۍ کې لومړي مقام ته ورسوي،
لي باوري دی چې اوس په هر کال کې د پخوانیو کلونو لس کلن مزل وهل کېږي کوم پرمختګ چې پخوا په لسو کلونو کې کیده اوس په یوه کال کې ممکن دی، لي وايي په یوشتمه پېړي کې هیڅوک په یوازې ځان پرمختګ او وده نه شي کولی، پرمختګ به ګړندۍ وي او بدلونونه به ژر ژر رامخ ته کېږي، دی نړۍ د د نه مننونکو پرمختګونو خبر ورکوي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

له داسې کسانو لرې و اوسئ!

له داسې کسانو لرې و اوسئ!

Feb 5, 2016

حسیب الرحمن نورمل دا طبعي ده چې انسان په یوازې[...]

ځان مو خپله رهبري کړئ

ځان مو خپله رهبري کړئ

Dec 8, 2015

ژباړن: حمیدالله حمیدي فکر وکړئ یوه ورځ څوک درته سهار[...]

یوازې ۶۸ ثانې تخیل وکړئ!

یوازې ۶۸ ثانې تخیل وکړئ!

Nov 29, 2015

لیکوال: ډاکټر پریا ژباړن: حمیدالله حیمدي که انسان وکولای شي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022