ژباړه: محمود سعيد
لومړۍ برخه
تاسې ته له ازله ټاکل شوې وه چې د دې مقالې لوستل پیل کړئ. د تيورۍ پر بنسټ د سترې چاودنې (بېګ بنګ) له شېبې دا پېښه اټکل کېدلی شوه. تاسې ته ټاکل شوې چې دا جمله به لولئ او يا دا يا هغه کار وکړئ. دا د ټولو هغو اړتياوو له مخې دي چې مخکې له مخکې منځته راغلې دي. د اتومونو او ماليکولونو هر ټکر، ستاسې د ډي ان اې دقيق جوړښت، د بدن کيماوي جوړښت او هغه الکتريکي زېګنالونه چې تاسې د يوه کار کولو ته هڅوي؛ ټول د (زمان) له پیل څخه د علمي قوانينو پر بنسټ ټاکل شوي دي.
دې ته په علمي اصطلاح (جبرګرايي) وايي او د آزادۍ د نظريو لپاره ستره ننګونه ګڼل کيږي. په وروستيو دېرشو کلونو کې د اعصابو پېژندنې په اړه موندنو د جبرګرايۍ او د بشر د ارادې د آزداۍ په اړه بحثونه يو ځل بيا تاوده کړي دي. دا بحثونه لږ تر لږه د سوکرات له مهاله د پوهانو او فیلسوفانو تر منځ دوام لري. د جبرګرايۍ بحث چې يو نوموتی مبلغ يې ايزاک نيوټن و؛ په ظاهري ډول اوس مهال لوړ دريځ خپل کړی دی.
د دې موضوع لامل هغه ازموينې دي چې له اتيایمې زېږديزې لسيزې د مغز په اړه پیل شوې دي. دا څېړنې ښيي چې زموږ مغز ان له دې مخکې چې موږ له خپلو پرېکړو خبر شو؛ زموږ لپاره پرېکړې کوي. اوس مهال پوهان کولی شي چې تاسې له کمپيوټر سره په داسې ډول وتړي چې له دې پرته چې خپله خبر شئ؛ د يوې ټاکنې په اړه له پرېکړې مو څو ثانيې وړاندې اټکل کړي.
کله چې د خپلو پرېکړو په اړه ناخبره ياست؛ څنګه ویلی شئ چې يوه کړنه مو په خپله خوښه تر سره کړې ده او څنګه ادعا کولی شئ چې ټولو کړنو ته مو اراده کړې ده؟ همدا شان که په خپله چارې تر سره کيږي نو هغه څه چې د کړنې تر سره کولو پرېکړه کوي؛ څه دي؟ داسې ښکاري چې علمي پوښتنې ګروېږنې د اختيار د فکر د له منځه وړلو په حال کې دي. خو آيا رښتيا همداسې ده؟
پرېکړې
وانګېرئ چې په کمپيوټر باندې يوه ساعت ته ګورئ، کوم چې ستنه يې په تېزۍ ګرځي. له تاسې غوښتل کيږي چې يوه بټن په خپله خوښه او هر ځای چې غواړئ کېکاږئ. تاسې بايد هماغه شېبه چې د ګوتو د خوځښت پرېکړه کوئ؛ د ساعت په مخ د ستنې ځای پر ځای کېدو ته پام وکړئ. په دې ټول وخت کې ستاسې د مغز الکتريکي کړنې له يوه الکتروانسفالوګرام (EEG) په مرسته تر څارنې لاندې دي.
دا ازموينه امريکايي عصب پېژندونکي بنيامين ليبت په ۱۹۸۳ ز کال کې تر سره کړه او د دې لامل شوه چې د ارادې د خپلواکۍ په اړه بحثونه له سره پیل شي. لېبټ له هغه وخت نه په ګټنه چې ګډونوال ساعت ته پام کاوه او کله يې چې بټن کېکاږله؛ د خپلځاني پرېکړې دقيق وخت محاسبه کړ. وروسته يې د پرېکړې وخت، د مغزو په کړنه کې د خوځښتي وخت سره، کوم چې مخکنيو څېړنو د پرېکړو لپاره ښوولی و؛ پرتله کړ. هغه پایله تر لاسه کړه چې مغزي فعاليت په منځني ډول ۳۰۰ ملي ثانيې د پرېکړې په اړه د وګړو له خبرېدو مخکې تر سره کيږي. د مغز په کړنه کې دا بدلون چې له باخبره پرېکړو مخکې تر سره کيږي؛ د تياري پوتانشیل نوميږي او دا د اختيار په مخ څپېړه ګڼل کيږي. دا ځکه چې دا څرګندوي؛ له دې ډېر مخکې چې موږ د يوې کړنې په اړه پرېکړه وکړو؛ ماغزه د هغه د تر سره کولو لپاره تياری نيسي.
د لېبټ دا ازموينې ساده وې خو موندنې يې د پلويانو لپاره د ډېرو کارونو تر سره کولو لپاره بنسټ شوې. په ۲۰۱۰ ز کال کې د (UCLA) او هاروارډ پوهنتونونو عصبي جراحانو او اعصاب پېژندونکو د لېبټ ازموينې بيا ځلې تر سره کړې. دوی دا ځل په مغزونو کې الکترودونه ځای پر ځای کړل، تر څو د په نښه شوو نورونونو کړنې خوندي کړي. دوی د تياري داسې پوتانشيلونه ثبت کړل چې له پرېکړې يوه نيمه ثانيه وړاندې رامنځته شوي وو.
پر دې برسېره، په ۲۰۰۷ ز کال کې په برلين کې د جان ديلان هاینس په نوم اعصاب پېژندونکي له لوري د مغزو سکن تر سره شو او ويې موندل چې د ځينو پرېکړو په اړه تر اوو ثانيو مخکې اټکل کېدای شي. هغه په څېړنه کې ګډونوال د مغز په سکنر کې اچول او بيا يې له وی غوښتل چې ښي يا کيڼ لاس ته تڼۍ په خپله خوښه او هر مهال چې زړه يې غواړي؛ کېکاږي. هغه وموندل چې د مغزي کړنو د بېلګو ښۍ او کيڼې پرېکړې يو له بله توپير لري او د بټنې له کېکاږلو يوازې يو څو شېبې مخکې راڅرګنديږي.
نور بيا…
سرچينه: Big Bang