• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سایبري امنیت کې افغانستان شتون لري

Home افغانستان پيژندنهسایبري امنیت کې افغانستان شتون لري

سایبري امنیت کې افغانستان شتون لري

لیکنه: الهام الله بابر

سایبري امنیت یو له هغو ستونزمنو ننګونو څخه ننۍ نړۍ کې شمیرل کیږي سرله ډیرو ننګونو د تکنالوجۍ ورځ تر بلې بدلیدونکې نړۍ په هیواد کې د سایبري امنیت برخه کې کوم بنسټ او یا پانګه اچونه نده شوی.

‎که چیرې پیچلي سایبری امنیت تهدیدنه تحلیل او شننه ترسره کړو چې د سایبري امنیت برخه کې طرحه شوي او یا هم موخه ګرځول شوي وي نو د افغانستان نوم یې د نوملړ پیل کې وي.

‎ټول ارګانونه او وزارتونه مخ پر وده او تر ډیره پورې ټولې پروسې ډیجیټالي شوي ولې د سایبري امنیت جوړښت دپاره کومه طرحه او برنامه په لاس کې نشته نو څرنګه به د هیواد اړیکي او اسناد خوندي پاتی شي.

‎اوسنې شرایطو کې هیودا  دپاره امنیت موضوع خورا اهمیت  لري  او باید په نظر کې ونیول شي او سایبری امنیت تهدیدونه په مراتبو خطر لرونکي نسبت نورو ته بلل کیږي ځکه مخالف هیوادونه کولې شي چې د ښاریانو معلوماتو ته لاسرسې پیدا کړي، ټول محرمو کلیدي اړیکو د وزارتونو او امنیتی ارګانونو  په مینځ کې چې دي لاسرسې پیدا کړي، شته ټول معلومات په سیسټم کې کاپي، بدل او یا هر بدلون چې دوې وغواړي رامنځته کړي.

‎په تیر وخت کې مې د سایبری امنیت په اړه درس او مطالعه وکړه د هغه کړنو او ډیرو پیچلو سایبري تهدیدونو په اړه چط د آمریکا، روسې، لندن، ایران او هند امنیتي سازمانونه ترې استفاده کوي چې ډیر خطر لرونکې او د لیدو وړ نوې.

پدې وروستیو کې د هند هیواد د ځانګړې ډلې په تکل کې دی چې هکینګ او سایبري امنیت برخه وروزي، د ایران هکرانو ډله د عربستان او اسراییلو د نفت او ګازو شرکتونه استخباراتی سازمانونه یې موخه کړي؛ د شمالي کوریا هکرانو ډلې د آمریکا استخبارات تر هدف لاندې کړي وه؛ د بریتانیا هیواد د سایبري حملو مقابل کې داسې یو واحد مرکز جوړ کړې چي څو بیلیونه پونډه یې پرې لګښت کړې ترڅو ځان خوندې وساتي.

‎ ‎ نظر یوې څیړنې ته هغه کسانو چې ۲۰ کالو څخه زیات دغې برخه کار او تخصص لري وایي هغه حملې چې د مخالفو هیوادو څخه طرحه کیږي خورا خطرناکې او پیچلې وي چې پوره مسلکي کسانو ته اړتیا لري چې باید د ۵ تر ۱۰ کالو پورې هکینګ او سایبری امنیت کې تجربه ولري.

فلهذا سایبری امنیت برخه کې پیچلې تهدیدونه او ننګونوې شتون لري ولې بدختانه کوم داسې ځانګړې او مسلکي اداره شتونه نه لري دغې شومې پدیې وخت په وخت سره یې مخه ونیسي.

‎هیواد کې د عملي پوهې او کدریت په نسبت اکاډمیکو درجو ته دغې برخه ترجیح ورکول کیږي ماسټر او ډوکتورا ولې دغه مدرک په هیڅ عنوان سره نشي کولې د شخص تخصص ځانګړې توګه سایبري امنیت او سیسټمونو برخه کې څرګند کړي. سایبري امنیت خوندي توب برخه کې چې مهمه د شخص تجربه، وړتیا، ځیرکتیا او پرله پسې کار او مطالعه، شننه ده. ځکه که چیرې یو شخص ډوکتورا هم ولری ولې د سایبري امنیت عملي تجربه ونه لري دهغه ټیم ضعف نکته بلل کیږي او هیڅ ډول پرمختګ او خوندیتوب نشي رامنځته کولي.

 

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

Mar 29, 2016

لیکنه: الهام الله بابر په طبیعی توګه انسان د پیدایښت[...]

پنځه هغه تیروتنې چې کولې شي ستاسې انټرنیټي یا انلاین ژوند زیانمن کړي

پنځه هغه تیروتنې چې کولې شي ستاسې انټرنیټي یا انلاین ژوند زیانمن کړي

Mar 31, 2016

ژباړه: الهام الله بابر ددې ټکو په لوستلو سره چې[...]

د ښه روزونکې ۵ غوره ځانګړتیاوې

Nov 28, 2017

لیکنه: الهام الله بابر هر انسان تر خپل حده مسلک[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022