لیکنه: اغاملوک سهار
زه په خلاص وخت کې مستند(Documentary) زیات ګورم، په خاص ډول د كائناتو(َUniverse) او نړۍ په اړه، ځکه یو خو علاقه ورسره لرم او بل ډیر څه ترې زده کوم چې په ژوند کې څه، څه ډول وکړم، الهام راکوي او بل ژورو ته مې بیایي.
د ساینس لوستل او ځان ورباندي پوهه کول، خو طبعي ده انسان په ډیر څه پوهه کوي،ځکه سابینس په ډیټا او تجربو ولاړ ده، انسان ته دا توان ورکوي چې لوی لوی اکتشافات وکړي، بې ځوابه پوښتنو ته ځواب ووایې او له رازونو پرده پورته کړي، او تر ټوله غوره لا دا چې یو احساساتي انسان په منطقی او شعوري انسان بدلوی چې په بارونو، مشترکاتو سر مه ورکوه، خو سر په خلاص کړه، او حل یی کړه.
د بیګ بینګ له لويي چاودني چې 14.7 میلیارده کلونه تیریږی او د ځمکه له پیدایښت څخه چې 4.4 میلیارده کلونه تیریږي، په وروستیو کې په ځمکه د بشري ژوند او تمدن تکامل او په ځمکه د بشري علومو پرمختګونه او د نوي ټکنالوجې وده ده چې نن زموږ پوهه د ځمکي په کره پورې تړلي نه ده.
څومره چې زموږ پوهه ډیره وي په هغه اندازه به زموږ برخورد له ژوند او ټولني سره هم سالم وي، د یو ښه تمدن بیلګه به یو.
خو ساینس نیمګړتیا ده چې په مادی نړۍ را څرخي، خو ښيګڼه یې داده چې په ډيټا او تجربو ولاړ ده.
موږ په ځمکه چې د لمریز نظام له ۹ سیارو څخه یوه ده، چې له ټولو سیارو سره ځای په لمر راګرځی. چې یوازې د شیدو لار(Milky way)کهکشان کې د لمر په څیر ۱۰۰ میلیارده ستوري شتون لری(دا چې هر لمر به څو سیاري لری دا نده معلومه) او د شیدو لار کهکشان په څیر په میلیاردونو کهکشانونه په کایناتو کې دي شته چې انسان ته ځان په دي هستي کې ډیر کوچني ښکار سي.
انسان انسان دی، یوازیني څه چې دی له نور بیله وی، هغه دده فکر او لیدلوری دی، شاوخوا ۱۶ میلیونه یهودیان چې د نړۍ 0.2 نفوس تشکلوي له ساینس تر سایسته او میډیا د نړۍ به هر څه حاکم دي،ځکه مسایلو سره منطقی چلند کوي، په عصري علومو ځان پوهه کوي او فرصتونه پلټي. بله خواته 1.5 میلیارده مسلمانان په پیړیو پیړیو په احساساتي مسایلو بوخت دي،چې نه له ساینسه څه لرو، نه له ټکنالوژي، نه ددي 0.2% یهودان په اندازه واک لرو، چې حتا د ځان دفاع وکړو، په تیره بیا افغانان.
یو ورځ چا راته وویل موږ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو، ما ورته وویل تاریخ چې ماهیت ونه لری تاریخ نده، زموږ اوسني ژوند زموږ د تیر نتیجه ده.
کله چې موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو،نو زموږ ستونزه امکانات ندي بلکي ستونزه زموږ په لیدلوري کي دي،ښه داده لیدولوری باندی یو تجدید نظر وکړو.
You also might be interested in
لیکنه: آغاملوک سهار په دي وروستیو کې په پنځه سوه(۵۰۰) بډایه[...]
لیکنه: آغاملوک سهار په افغانستان کې له جنګ نه وروسته ډیره[...]
زه آغاملوک سهار د حاجي محمدغني زوی د غزني ولايت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی