لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
ستاسې د ځان په اړه تصور له درې برخو جوړ دې چې هره برخه یې په هره بله برخه اغیز لري- د دغه دریو برخو په اړه پوهیدل تاسې د دې جوګه کوي چې د خپل د ذهن د کمپیوټر په لیکمن (کي بورډ) باندې خپلې ګوتې کیږدئ- کله چې تاسې د خپل مسلکي ژوند د نوي او مثبته پرمختګ په اړه د خپل تصور اختیار په خپل لاس کې واخلئ نو تاسې د خپل ټول مسلکي ژوند راتلونکې په خپل اختیار کې اخلئ-
خپل طرف مالوم کړئ
د ځان په اړه د تصور لومړۍ برخه د ځان آیډیال (self-ideal) ټاکل دي- ستاسې د ځان آیډیال ستاسې هغه طرف چې ژوند مو پرې غواړئ چې لاړ شي ټاکي-دا ستاسې د شخصیت او حیثیت د ودې او تدریجي تکامل لارښونه کوي- ستاسې خپل آیډیال د هغو خلکو چې تاسې یې خوښوئ د ټولو کیفیتونو اوښیګڼو ټولګه ده- ستاسې د ځان آیډیال د هغه سړي څرګندونه او تشریح ده چې تاسې تر ډیره بریده غواړئ چې و اوسئ او دا په داسې حال کې ده چې تاسې وکولې شئ چې د هغه وړتیاوې خپلې کړئ-
د غوره والي په لور هڅه وکړئ
تاسې ټول عمر د زړورتیا، باور، خواخوږۍ، مینې، زغم، استقامت، صبر، بښنې او صداقت د صفتونو او ښیګڼو په اړه لیدلي او لوستي دي-د وخت په تیریدو سره دې ښیګڼو په تاسې کې یو آیډیال، هغه څه چې تاسې غواړئ په خپله و اوسئ، ځاې پر ځاې کړې- شونې ده چې تاسې به تل د معیار هغه کچه چې تاسې د آیډیال دپاره ټاکلې ترلاسه نه کړئ خو په ټینګار سره تاسې د هغو ښیګڼو، چې ډیر اهمیت ورته قایل یاست، په رڼا کې د یو ښه سړي کیدو هڅه کوئ- اصلاً ستاسې ورځنۍ چارې ستاسې لخوا د آیډیالو ښیګڼو سره په پرتله کولو اغیزمن کیږي او تاسې دوامداره هڅه کوئ چې د هغو معیارونو سره خپلې ورځنۍ چارې برابرې کړئ-
وضاحت اړین دې
بریالي مسلکي خلک د خپل ځان او د خپل مسلکي ژوند په اړه واضحه آیډیالونه لري- نابریالي خلک غیر واضحه آیډیالونه لري-بریالي خلک په خپل شخصي ژوند او د کار په هره برخه کې غوره والي په لټه کې وي- نابریالي خلک دې موضوع ته دومره اهمیت نه ورکوي- د ژوند په هره برخه کې د بریالیو سړیو او ښځو له ټولو لومړۍ ځانګړتیا همدا ده چې د دوي آیډیالونه په واضحه ډول تعریف شوي وي او دوي پوره خبر وي چې آیا د دوي اوسني کړه وړه د دوي د آیډیال کړو وړو سره برابر دي او که نه-
ننګونکې موخې وټاکئ
ستاسې د آیډیالونه یوه برخه ستاسې موخې دي- دا چې تاسې لوړې او ننګونکې موخې ټاکئ، ستاسې خپل آیډیال پیاوړې او روښانه کیږي- کله چې تاسې د خپل آیډیال شخصیت او د ژوند په اړه موخې ټاکئ نو ستاسې خپل آیډیال لوړیږي او دا ستاسې په ژوند کې پیاوړي لارښود او هڅونکي ځواک باندې بدلیږي-
ستاسې راتلونکې (مستقبل) برید نه لري
بویه تاسې ته له ټوله مهمه دا ده چې دا ومنئ چې که یو بل څوک توانیدلې چې یو څه ترسره کړي او یا یو څه شي، تاسې هم دغه څه ترلاسه کولې شئ او دغه څوک کیدې شئ- ستاسې په خپل آیډیال کې ښه والې ستاسې په تخیل کې پیل کیږي، او ستاسې تخیل کې هیڅ برید نشته البته یوازې هغه چې تاسې پخپله ټاکلې وي-
د هغه له ټولو ښه سړي دپاره، هغه چې تاسې غواړئ و اوسئ، ستاسې آیډیال لرلید څه دې؟ که چیرې تاسې هغه کس و اوسئ نو ستاسې ورځنې برخورد به څنګه وي؟ له ځانه د دغو پوښتنو په کولو او بیا د دغه پوښتنو د ځوابونو په رڼا کې ژوند کول ستاسې د خپل ځان دپاره ستاسې د آیډیال د جوړولو لومړې ګام دې-
عملي تمرین
دې لیکنه کې د وړاندې شویو نظرونو د عملي کولو دپاره دوه لارې درته دلته په ګوته کیږي:
لومړې، لوې ارمانونه ولرئ- لوړ، پارونکې او ننګونکې موخې او آیډیالونه د خپل ژوند هرې برخې دپاره وټاکئ- ځان ته اجازه ورکړئ چې د یو ښکلي ژوند په اړه تصور وکړي-
دویم، فکر وکړئ چې که چیرې تاسې یو وتلي څوک واست نو هره ورځ به تاسې څنګه برخور کولو- بیا، د دغه کس غوندې برخورد کولو تمرین وکړئ، ګوندې تاسې په یوه سریال کې دغه رول لوبوئ-
تاسې به ډیر ژر په خپل برخورد کې د بدلون شاهد واست