ستاسې د انرژي په بېل کې د شبکې په نوم اضافه لګښت هم ورکوی په بلجيم کې د برېښنا او ګازو په بېلونو کې دوه ډوله نرخونه محاسبه کېږي، یوه برخه دې خپله ګاز یا برېښنا بیه ده چې د بېلابېلو شرکتونو لخوا په خلکو پلورل کېږي. دا بیې تر ډېره د انرژي د نړیوالو مارکېټ سره تړلي دي چې د ګاز او برېښنا بیه لوړېږي او یا ټيټېږي. دوهمه برخه بیا ددې تر څنګ په ښارونو کې ددې انرژي (ګاز یا برېښنا) د تقسيم د شبکې نرخ یا لګښت دی. چې دا هم د څو دولتي او غير دولتي شرکتونو لخوا اداره او تنظيمېږي.د شبکو د پراختیا او رغونه معمولا د ښاروالۍ او فدرال حکومت لخوا بسپنه (بوديجه) او پلان کېږي. خو د فعالیت یوه برخه لګښتونه له خلکو څخه اخیستل کېږي او دوی د برېښنا او ګازونو په بېلونو کې محاسبه کېږي.دا ادارې معمولا له حکومت څخه د شبکو د لګښتونو لپاره هم پیسې ترلاسه کوي اوس مهال دا پیسې د حکومت لخوا کمې شوي نو له همدې امله کېدای شي ددې شبکو نرخ په راتلونکې کال کې تر 31 فيصده لوړ شي.تاسې په دې اړه پوهېدئ؟
You also might be interested in
د بلجیم د ټاکنو پر مهال ښي اړخو ګوندونو د[...]
اروپایي چوکاټ په ټوله اروپا کې د ژبې د زده[...]
ووراویټ – Vooruit یا د ولامس سوسیال دیموکرات ګوند ووراویټ[...]
