لیکنه: محمد هارون قادري
ستراتيژيك عمق كومه نوي اصطلاح نده څيړونكي او دتاريخ پاڼي له دي اصطلاح سره بلدې دي، خو په بيلا بيلو پړاوونو كې يې شايد نومونه بدل وي.
په نظامي ډګر كې ستراتيژيك عمق ددښمن له ځواك څخه د هيواد تركشش ثقل پوري مسافي ته وايې، دغه كشش ثقل نظامي هم كيدلاى شي، صنعتي امپراطورۍ، كاروباري جالونه او هډي هم.
دنظامي شنونكو په آند څومره چې ددغه دوو ترمنځ فاصله زياته وي، هومره به ديوه هيواد دفاعى تګلاره مظبوطه وي ځكه دا مدافع ځواك ته زيات وخت او پر دښمن دبيا بريد موقع وركوي
او دښمن هم بيا دغه كشش ثقل ته په آسانۍ نشي رسيدلاى.
دا چې ولې پاكستان غواړي چې افغانستان يې ستراتيژيك عمق واوسي؟
ددي پوښتني په ځواب كې ويلى شو چې:
دپاكستان له آزاديدلو له سره سملاسي پاكستان له دوو هيوادونو څخه ويره درلودله: افغانستان او هندوستان.
دډيورنډ كرښه دپاكستان او افغانستان ترمنځ د شخړي يوازينى لامل و، دپاكستان له زيږيدلو سره افغانستان په رسمي توګه پاكستان و نه مانه، د دواړو هيوادونو ترمنځ سرحدي شخړي هم په ١٩٥٠ لسيزه او په ١٩٦٠ كې رامنځته شوي او په ١٩٥٥ كال او په ١٩٦٢ كال كې ديپلوماټيكې اړيكي بيخي پري شوې.
كله چې انګلستان هندوستان او پاكستان ته خپلواكي وركړه، نو د انګليسي هند د اثاثو پر ويش دهندوستان او پاكستان ترمنځ شخړي رامنځته شوي او همدرانګه دكشمير او جوناګړ پر سر شخړې او جګړي هغه هم چې لا د دوى پر خپلواكۍ مياشتي نه وي تيري شوي، دغو پيښو دهندوستان په دپاكستان دسياسي او نظامي مشرتابه سوچ بدل كړ.
دډيورنډ كرښي مسله، له هندوستان سره دافغانستان ښي اړيكي او له پاكستان سره د دواړو ګډه دښمني ستراتيژيك عمق لپاره تاداب وګڼل شو.
دپاكستان ستراتيژي پوهان پدي ويره كې واچول چې په ملا كې نرى هيواد به يې څرنګه له دوو اړخونو څخه دجګړو څخه خوندي وساتي؟
دپاكستان ستراتيژيك عمق څوهدفونه لري:
١- دافغانستان له لوري د ډيورنډ كرښي په رسميت پيژندل.
٢-له هند سره دپاكستانيانو حساسيت او په همدي تړاو دوى نه غواړي چې هند په افغانستان كې فعال حضور او حده ډير نفوذ ولري، ځكه بيا به پاكستان له دوو محادونو سره مخ كړي.
٣-كه چيرې له هند سره ددوى جګړه ونښلي، نو د افغانستان بي طرفي او كه چيرې په كابل كې پاكستان پلوى حكومت وي، نو له پاكستان نه بايد ملاتړ وكړي.
٤-د افغانستان دبهرني سياست كنټرول.
دا چې ستراتيژيك عمق د پاكستان نظامي كه ديپلوماټيكه تګلاره؟
لكه څرنګه چې موږ وينو د افغانستان په اړه اكثره نظاميان ستراتيژي جوړه وي، نو دپاكستان ستراتيژيك عمق يوه نظامي تګلاره ده؛ نظامي تګلاري تل دلاسوهني، تيري او يرغل په بڼه وي او يا بيا دفاعى وي، په دواړو اړخونو كې كه خبره په بل هيواد كې پخپله خوښه د حكومتونو راتګ وي، نوپه ښكاره او بربنډه توګه لاسوهنه ده. ځكه دا هيواد دپرګنو خپل حق دى، چې څوك غوره كوي او څوك نه!
بل څوك دا حق نلري چې په افغانستان كې خپلي ډلي وتپي.