لیکنه: محمد باسط (امرخیل) Jul 14 , 2015
درې لسیزې تیرې شوې خو لاهم د هیواد د فکر او فرهنګ په ډګر کې د بدلانه نښې نښکاری او لا هم د ددیني بحثونو ټیکه د هغو وګړو په لاس کې دي چې انسانیت نه پیژني، ژوند ته هیڅ درناوی نلری آرامۍ او ابادۍ ته هیڅ اهمیت نه ورکوي .
اولا هم ددین په نامه بازار لګیدلی او هغه شیان پکې خرڅیږي چې د وینو بوی ځینې لټیږي او له جنګ او غوسې پرته نور څه پکې نشته خو لنډ فکري او ساده ګان یې اخیستونکي دي.
- پدې مینځ کې نو د قلموالو رسالت څه دی ؟
- هغه کسان چې فکر، علم او تجربه لري د هغوي څه وظیفه ده؟
- ايا هغه ژمنه چې خداي پاک د فکراو پوهې له خاوندانو څخه اخیستې ده له دوي څخه دانه غواړي چې بې له ویرې د جهل پردې وڅیري او د مستو زنګیانو له لاسه وسله واخلي چې نورد چا مرۍ پرې نه شي او نور د چا نس څیري نه شي؟
د دین داسی ښکلی تفسیر واړندې کول چې په عقل برابر وي او په زړه باندي خوږ ولږی او دافراطي مفکورې نقد کړي ، یو له هغو کارونو څخه دی چې د فکر خاوندان یې کولای شي.
نو د فکر، علم او پوهي خاوندان باید دا وظیفه وبولي چې د قلم په زور د هغو کسانو مخې ته ورودانګي چې تیاره خپروي کرکه او تعصب زیږوی .
دا مسأله تر هغه زیاته جدي ده جې سړي دې ځان ورته غلی ونیسي او خبره پکي ونکړي ؛ ځکه چې دلته د انسانانو او دهیواد د تباهۍ او بدنامۍ مسأله مطرح ده ، دلته اخلاق او معنویت تبا کیږي .
لیکوال محمد محق په خپله یوه کتاب کې دغه ټکی ته په اشاري سره لیکي دغه ډول هڅی د اوبو د یو څاڅکي په شان دي چې په یوه وچه سوځیدلې صحرا څڅیږي او دا به د ټولنې له زرګونو ستونزو څخه یو هم حل نه کړاي شي ؛ خو چاره څه ده ؟
هغه مشکلات چې مونږ ورسره مخامخ یو ، یوازی دهمدې زمانې محصول نده . زمونږ د هیواد ځینې ستونزې په تیرو لسیزو او ان تیرو پیړیو کې ریښه لري .
هرنسل یوه کارنامه درلودلې ده ، مثبته یا منفي ، کامیابه یا ناکامه موږ هم په خپل وار سره یو ځه مسولیت لرو کیداي شې زمونږ ننئ تتې هڅې د راتلونکو نسلونو لپاره ګټوري تمامې شي ، د هغو نسلونو لپاره چې پره ځان به ویاړي او ددې ټولني د بیړۍ ماڼوګان به وې
نو تمه مو ده چې دعوې دې د جګړي اوغم له ډګره د قلم او لیکلو میدان ته انتقال شي ، که داسي وشی په دي ملک کې به لوي بدلون پیل شي او ټولو ته به د ښه راتلونکې زیری ورکړي.