لیکوال: حامد امیر
شپه په هر چا تېریږي څوک حال وایې څوک نه، موږ هم هر یو د خپل وطن سره پوره پوره خیانت کوو، څوک حال وایو څوک نه.
موږ تل بل ته د ملامتیا ګوته نیولې خو دې ته مو پام نه ده چې که یوه ګوته د بل لور ته نیسو څلور زموږ خوا ته ویې، راځې نن حقیقتونه بیان کړو، راځې نن سر خپل ګریوان ته ټیټ کړو، راځې نن خپل ځانونه په اینو کې وګورو او له ځان څخه وپوښتو چې ولې؟
موږ همیشه د نورو د بدلون هڅې کړې خو یوه هم دا هڅه ونکړه تر څو خپل ځان بدل کړي، تل مو د بل د اصلاح چیغې وهلې خو نن به د بل د اصلاح چیغې پریږدو دا کار به سر چپه کړو د ځان د اصلاح چیغې به وکړو کله مو چې خپل ځانونه اصلاح کړل بیا به څو وخت پس د دې اصلاح نتیجه وکړو.
هره ورځ کله چې بازار کې څه وخورو یا وڅکو نو خالي پوستکي او قطي یې د سرک غاړې ویالو ته اچوو، کله چې سکریت وڅکو فلتر یې په سرک و غورځوو، د خپل کور کثافات د خپل کور مخ کې اچوو دومره نه کوو چې تر هغه مشخص ځایه یې یوسو کوم چې ښاروالۍ ورته ټاکلی، د شنو ونو او ګلونو پالنه او ساتنه نه کوو د دې په ځای چې ګلونه کینوو هغه له بوټو شکوو، د ژمې په موسم کې په بخاریو کې هر ډول شیان سیځو خو دې ته مو پام نه وې چې د دې شیانو سیځل هوا ته څومره زیان رسوي، سره له دې چې دا ټول کارونه کوو خو بیا هم یوازې او یوازې ښاروالۍ ملامتوو.
په خپلو کورونو کې تر اندازې زیاته بریښنا لګوو، په خالی اطاق کې مو دوه ګروپه روښانه وي، په یو وخت کې تلویزیون آب ګرمي پکه او د جامو مینځلو ماشین چالان کړي وي خو کله چې د بریښنا کیبل وسوځي او بریښنا بنده شي نو بیا بد او رد یوازې او یوازې د بریښنا شرکت ته وایو.
موږ تل د پیسو پیدا کولو په لټه کې یو که چا پیسې راکړې نو هر ډول خدمت کولو ته چمتو یو خو که پیسې نه وي د خدای د رضا او د وطن د آبادۍ لپاره هیڅ نه کوو، وطن ته خدمت کول په دې مانا نه دې چې که یوه دولتي چوکۍ ولرې خدمت کولې شې که یې ونلرې نو نیشې کولی، د هیواد او خلکو خدمت یوازې د مشرانو او هغه چې په دولتي چوکېو ناست دي کار نه ده ته که چیرته وغواړې په تش لاس تر ټولو ښه خدمت کولې شې:
د بېلګې په توګه: د خپل کور کثافات په هغه مشخص ځای کې واچوه کوم چې ښاروالۍ ورته ټاکلی، په کور کې بیځایه بریښنا مه مصرفوه تر څو ستا د یو ګاونډي کور هم درسره روښانه شي، د خپل کور مخ ته او د ښار په منځ کې شنې ونې او ګلان کینوي تر څو مو ښار ښکلی او هوا یې پاکه شي، او همدا ډول نور کارونه، یوازې تاسو دا کار مه کوي خپل ګاونډی هم دې کار ته وهڅوئ.
او بیا یې پایله څو وخت پس وګورئ.
[review]