ستر پښتون
شفیق امیرزی/
هغه وخت د لر او بر پښتنو حالت ښه نه وو، یوې خوا د انګلیس حکومت پښتانه ځورول او بلې خوا د ناپيدار سیاست لخوا چې په افغانستان کې روان وو ځورېدل، پښتانه نوي ټوټه شوې وو، بېل نومونه ورته ټاکل شوي وو، د انګلیس غوښتنه دا وه؛ په هره توګه چې کېږی دا سیمه پر سینه دوه ځایه کړي ځکه د دې قوم راټولېدل تر یوه سیاسي دریځ لاندې د انګلیس لپاره خطرناک و، نو دوی به تل له خپلو لاسپوڅو د دې لپاره کار اخیست تر څو داسیمه په تیاره کې وساتي او بله هڅه یې دا وه چې د دې سيمې خلک داسې سره بېل کړي چې په راتلونکې کې د انګرېز لپاره ګواښ جوړ نه کړي.
پاچا خان په دې خبرو ښه پوهېده چې د انګلیس سیاست څه دی نو د همدې لپاره یې لومړنی کار دا وو، چې د اصلاح افغانه انجمن یې جوړ کړ.
دا انجمن ډېر ګټور انجمن وو دوی موخې لرلې او مرام نامه یې لرله، د انجمن کسان به کلي په کلي ګرځېدل او د خلکو بېلې ستونزې به یې حل کولې دا مهمه نه وه چې کوم کار دې وکړي او کومه نه خو هر کار به چې د خلکو او ولس په ګټه وو دوی به تر سره کول.
لکه: د خلکو خپلمنځۍ شخړې یې حل کولې، د جوماتونو په جوړولو کې یې برخه اخیسته او آن دا چې جوماتونه به یې جارو کول پاکول، په کلي به چې چا کار کاوه له لویو لویو مرستو نیولې آن تر دې چې خټو خاورو په وړلو او راوړلو کې به یې مرسته کوله.
د انجمن اصلاح افغانه اصلي موخه همدا وه چې د پښتون له اوږې ټوپک ټيت کړي ځکه پادشاه خان به وویل دا ټوپک دی چې پښتون خپلو چارو ته نه پرېږدي.
د انجمن اصلاح افغانه کارونه د پښتنو لپاره ډېر مهم وو او آن تر ننه یې پښتانه منندوی دي دوی په شعوري توګه د پښتنو د مدرن کولو هڅې پیل کړي دا لومړني ګامونه وو خان لومړنۍ کس وو چې د پښتنو د ناوړه دودونو په وړاندې یې غږ اوچت کړ، ودرید،او ویې غندل.
پاچا خان لومړنی کس وو چې پښتانه یې د پوهې په ارزښت و پوهول په هغه وخت کې داسې ښوونځي په پښتونخوا کې وو، چې د وخت انګلیس حکومت همایه کول نو پښتنو نه غوښتل چې بچیان یې د ښوونځیو ته لاړ شي، پاچا خان په داسې یوه حالت کې د پښتنو تاوان لیده، نو ویې غوښتل چې پښتانه دې هم د نورو نړیوالو په څېر پرمختګ وکړي د پوهې په ګاڼه د سمبال شي نو د انجمن اصلاح افغانه په واسطه یې ښوونځي جوړ کړل چې د ښوونځیو به د پښتنو بچیو ته د اسلامي زدکړو تر څنګ عصري زدکړې هم ورکولې.
د دې ښوونځیو ښوونکو معاش لاره خو ځینو بیا د خدایي خدمتګارانو په توګه په وړیا او ثوابي توګه تدریس کاوه د ځینو معاشونه د انجمن د حق العوضیت او نورو خانانو د مرستو په واسطه برابرېدل.
لومړنی ښوونځی (د اتمانزو آزاد های سکول ) نومیده. ښوونځی جوړ شو خو لا پښتنو خپل بچي او لوڼې ښوونځي ته نه پرېښودې په دې کې یې د خپلو بچو تاوان ليده.
ولسي خلکو له ښوونځي څخه لرې وو د ښوونځي زده کړې ورته بدې ښکارېدي نو په خپلو منځو کې یې د ښوونځي د تګ په وړاندې سندرې او ترانې جوړې کړې وې د بېلګې په توګه دا سندره به ډېره ویل کېده :
سبق د مدرسې وايي
لپاره د پیسې وايي
دوزخ کې به غوټې ویي(وهي)
دې ته ورته د ښوونځېو تګ بده وه او دنیاي چارې پالل وو خو پادشا خان لومړنی کس وو چې خپل بچي غني خان او ورور یې په ښوونځي کې کېنول، دی د خپلې سيمې خان وو نو کله به چې نورو خلکو ولیدل چې خان یې خپل بچی ښوونځي ته ليږي نو دوی به هم دا کار کاوه.
دی وايي خلکو خپلې لوڼې ښوونځي ته نه پرېښودې ما به خپله لور ترڅنګ روانه او ښوونځي ته به مې بوتله وروسته وروسته ټولو خانانو دا کار کاوه وايي ښوونځي ته د نجونو بېول په پښتنو کې دومره لوی عیب وو، چې زما خصرګنۍ له ما سره د خپلوۍ اړېکې پرې کړي او دا یې نه غوښتل چې زه مې لورګانې ښوونځي ته ولېږم.
پخوا به پښتانه په کار شرمېدل په تېره هغه پښتانه چې هغوی مځکې او پیسې لرلې خو خان لومړنۍ کس وو چې د پښتنو دا عادت یې وغندلو په خپله مځکه کې یې د ګوړې یو ووړ کارځای جوړ کړ هلته یې ګوړه جوړه وله دی وايي چې په اول وخت کې به خلکو مسخرې پرې کولې چې خان سړی ګوره او د ګوړې کار بار ګوره خو چې زما له ګټې خبر شول نو نورو خانانو هم دا کار پیل کړ دی وايي څو جریبه مځکه مې دې ته ځانګړې کړې وه چې سبزي پکې وکرم دا هغه کړنلارې وي چې پښتانه یې کار او سم ژوند ته و هڅول.
یو وخت د انجمن اصلاح افغانه غړو دا پرېکړه وکړه چې وروسته له دې چې له چا کره مېلمانه راځي نو د کار خاوند اړ نه دی چې په نیمه شپه کې د ښځمنې له خوبه وباسي نو هر څه چې تیار وو هغه د ورته را اخلي.
نو په داسې یوه سیاسي جغرافیه کې چې هلته د نړی تر ټولو ستر استعمارګر دولت تسلط لاره دا کارونه هومره وړه خبره نه ده خان د عدم تشدد د فلسفې بنسټ کېښود ده به خپلو ملګرو ته ویل چې وسلې به نه کارو وسله به نه ګرځوی که چا په یوه خوا په څاپېړه ووهلی د خپل مخ بله خوا ورته واړوی.
خان عبدالغفار خان یو عالم او پوه شخصیت وو د غوښتل چې پښتانه د خپل ځای و پېژني او د دوی بېل شوی تن دې بېرته سر پیوند شي خدايي خدمتګارانو د خان په مشرۍ په لر او بر کې ټولو پښتنو ته چوپړ کاوه خان ۳۶ کاله په زندان کې تېر کړل.
خو له خپل درېځه چې د پښتنو پرمختګ او او یووالی وو تېر نه شو هغه د عدم تشدد د فلسفې په پیروۍ غوښتل سیمه د انګلیس له استعماره و باسي خو ورسره د پښتنو پرمختګ یې هيله وه.
خان د خپلو ښوونځیو او خدمتونو په وسیله ډېر کارونه وکړل ډېر پښتانه یې وروزل د انجمن غړي ورځ تر بلې زیاتېدل چې وروسته یې د خدايي خدمتګارانو نوم خپل کړ کله چې دا سیمه انګلیس دا سیمه په دوو برخه و ویشله نو د ګوند یې هم خپل نوم واړاوه د نوي حکومت په وخت کې چې نوم يې پاکستان ورته اېښۍ وو خان ۱۸ کاله زندان تېر کړی دی.
دا وخت په هند کې هم ګاندي د عدم تشدد څخه په کار اخیستلو د انګلیس په وړاندې ودرید هندیان یې روزل د انګلیس په وړاندې یې خلک د آزادی غوښتنې ته را بلل.
خان عبدالغني خان د عبدالغفار خان زوی او د پښتو ژبې ستر شاعر وايي:
پرتوګ د پښتون وشلید باچا خان ورته ګیندې وهي
ګاندی لیونی شوی دی سنډا ته سریــــــــــندې وهي
پاچا خان د پښتنو د شړیدلو دودونو په وړاندې د اصلاح او جوړونې لاس بډې وهلي وو او غوښتل یې چې نوښت او نړیوال کېدل د دې خلکو عادت او تګ لاره شي.
د پاچا خان خدمتونه د پښتنو لپاره نه هېرېدونکي دي، په ټولېیزه توګه له خوب او خوراکه نېولې آن په نړیواله کچه یې د پښتنو اصلاح او ښوونه روزنه غوښتله د پښتنو د سرلوړی او ويښاوي هڅې یې کولې په دې هيله چې د ده لارویان د ده لاره تعقیب او بریا تر لاسه کړي په دې توګه به یې د خپل یوه ارمانجن مشر هيلې پوره کړې وي.
[review]
You also might be interested in
د هر مهارت زدکړه تمرین او تکرار ته اړتیا لري[...]
ژباړن: حسیب الرحمن نورمل په ژوند کې پردې پوه شوم[...]
ژباړه: شفیق امیرزی امریکايي سوادګر د د یوه مکسیکويي کلي[...]