لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلی سردار شهزاده حیات الله خان چې په عضد الدوله سره یې شهرت درلود، له ۱۳۰۲ څخه تر ۱۳۰۳ کال پورې د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې ده. نوموړی د خپل کار په موده کې و توانید چې امانیه او اماني لېسې جوړې او د دارالتالیف انجمن ته انکشاف ورکړي. همدارنګه د ښاغلي سردار حیات الله خان د مشرتابه پر مهال د پوهنې د وزارت تشکیلات په دې ډول وو: د پوهنې وزیر، مستشار، د حبیبیې لېسې مدېریت، د تحریراتو مدېریت، د تفتیش مدېریت، د محاسبې مدېریت، د تنظیماتو مدېریت، د ښار د ښوونځیو مدېریت، د شپږ کروهي او ولایاتو د ښوونځیو مدېریت، د دارالتالیف ریاست، د دفتري اصولو د ښوونځي مدېریت، د حکامو د ښوونځي مدېریت، د قضاتو د ښوونځي مدېریت، د مساحت د ښوونځي مدېریت، د عمومي تدریساتو ریاست، د پلټنې مدېریت، اداري مدېریت او د پښتو مرکې انجمن. باید وویل شي چې ښاغلی شهزاده سردار حیات الله خان عضد الدوله د امیر حبیب الله خان زوی دی چې د مور نوم یې (صندل بېګم) وو او د ۱۲۶۷ کال د مرغومې په ۸ نېټه زیږېدلی. همدارنګه ښاغلی سردار حیات الله خان د ۱۳۰۸ کال د چنګاښ په ۱۳ مه نېټه په کابل کې وفات شوی دی. سردار حیات الله خان عضدالدوله چې په حبیبیه لېسه او حربي ښوونځي کې یې تعلیم کړی دی، د پوهنې په وزارت سربېره یې د کابل او قطغن د ولایتونو د والي په توګه دنده اجرا کړې او د نوموړو ولایتونو لومړۍ درجه مسوول پاتې شوی دی. ښاغلي حیات الله خان عضد الدوله درې اولادونه درلودل چې محمد الله خان آزاد سراج، برهان الله خان سراج او قدرت الله حضرت سراج یې نومونه دي. د ښاغلي حیات الله خان عضد الدوله رسمي دندې په دې ډول وې: له ۱۲۸۴ څخه تر ۱۲۸۶ کال پورې د قطغن د والي په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۲۹۰ څخه تر ۱۲۹۳ پورې د کابل ولايت والي وو. نوموړی له ۱۳۰۲ څخه تر ۱۳۰۳ کال پورې د افغانستان د پوهنې د وزارت په مقام دنده اجرا کړې او له ۱۳۰۴ تر ۱۳۰۸ کال پورې د افغانستان د عدليې وزير پاتې شوی دی. ښاغلي شهزاده حیات الله خان عضد الدوله ته د خپل کار په موده کې د لمر اعلی نښان ورکړل شوی چې د خپل وخت لوړ حکومتي نښان ګڼل کېده.
You also might be interested in
لیکنه: لقمان حکيم حکمت د ډېموکراسۍ سلبي اړخونه : لومړی[...]
د لامبو وهونکو سلبونو جوړول –د کارولو ځای او ګټې[...]
ليكنه :- عصمت الله صدیقي په لنډو ټکو کې( رهبري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی