لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
سردار عبدالحبیب خان د افغانستان د پوهنې په تاریخ کې د پوهنې د څلورم ناظم یا مسوول په توګه ثبت شوی چې د غازي امان الله خان د حکومت د پوهنیزو چارو لومړی درجه مسوول وو، په هغه وخت کې یې (د معارف ناظم) ورته وایه او دوه کاله یې د پوهنې د وزارت د چارو مسوولیت مخته وړی دی. په همدې وخت کې د پوهنیزو چارو د سر ته رسولو لپاره د شهرارا ماڼۍ د پوهنې د وزارت په واک کې ورکړل شوې وه او د پوهنې اړوندې چارې له همدې ماڼۍ څخه اجرا کېدلې. سردار عبدالحبیب خان له ۱۲۹۸ څخه تر ۱۲۹۹ هجري لمریز کال پورې د پوهنې د وزارت د مقام دنده سر ته رسولې چې د ۱۹۱۹ او ۱۹۲۰ زېږدیز کال سره برابره ده. په همدې وخت کې د افغانستان د پوهنې د بهیر د ښه والي او په مرکز او ولایتونو کې د هغه د عمومیت لپاره پراخ، موثر او بریالي پلانونه جوړ شول چې د اماني دورې په وروستیو کلونو کې یې ګام پر ګام د تطبیق لپاره زمینه برابره شوه چې په خپل ځای کې به خبرې پرې و شي. د یوې خبرې یادونه مخکې له مخکې ضروري ده چې د افغانستان د پوهنې د تاریخ زیاترو څېړونکو د پوهنې د وزیرانو په هکله داسې څه نه دي ویلي چې د سړي زړه اوبه پرې وچښي او پرې سیراب شي په دې مانا چې د نورو معلوماتو تر څنګ د پوهنې د وزارت د مقام پر ژوند، شخصیت او چارو پراخ بحث شوی وي. همدارنګه د پوهنې په اړوندو تاریخي کتابونو کې د پوهنې د زیاترو پخوانیو وزیرانو علمي او شخصي ژوند په سمه توګه نه دی معرفي شوی او نه هم د هغوی د پوهنیزو پلانونو د تطبیق په اړه ځانګړې څرګندونې پکې موندل کېدای شي. له همدې کبله زموږ په تاریخي اثارو کې د افغانستان د پوهنې د زیاترو پخوانیو وزیرانو د شخصیتونو، علمي درجې او فعالیتونو په هکله ځانګړی معلومات په نشت حساب دی. داسې معلومېږي چې د پوهنې څلورم وزیر ښاغلی سردار عبدالحبیب خان هم د وخت د واکمنې کورنۍ له نږدې کسانو، خپلوانو او سردارانو څخه وو او له لقب څخه یې ښکاري چې نوموړی په واکمنه کورنۍ پورې تړلی شخص دی. سردار عبدالحبیب خان په داسې مهال د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه خپله دنده اجرا کړې ده چې د هېواد واکمني د امیر حبیب الله خان تر وژل کېدو وروسته د امیر حبیب الله خان زوی غازي امان الله خان ته انتقال شوې وه.
د پوهنیزو چارو د لومړۍ درجه مقام په دنده د ښاغلي سردار عبدالحبیب خان له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي لوی ابتکار دا وو چې د نورو عادي پوهنیزو فعالیتونو تر څنګ یې د پوهنې د انجمن په چوکاټ کې د (معرف معارف) په نامه یوه خپرونه پيل کړه چې لومړۍ ګڼه یې د ۱۲۹۸ د سنبلې په اوله نېټه له چاپ څخه را ووته چې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د آګست د میاشتې له ۲۴ مې نیټې سره برابره ده او په افغانستان کې یې د پوهنې د عمومیت په اړه مطالب خپرول. باید وویل شي چې (معرف معارف) لومړۍ تخصصي خپرونه وه چې په پوهنیز ډګر کې تاسیس او په په خپرېدو یې پیل وکړ.