لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
سردار محمد نعیم خان د سردار محمد عزیزخان زوی، د سردار محمد داودخان ورور او اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د تره زوی وو چې په ۱۲۹۰ هجري لمریز کال زېږېدلی او د ۱۳۵۷ کال د غوايي په ۶ مه نېټه د ثور د کودتا په ترځ کې په شهادت رسېدلی دی. ښاغلی سردار محمد نعیم خان د ۱۳۱۶ کال څخه تر ۱۳۲۵ کال پورې د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې ده. سردار محمد نعیم خان د حبیبیه او استقلال په لېسو کې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې سر ته رسولې او په ۱۳۱۳ زېږدیز کال یې د اعلیحضرت محمد نادرشاه له مشرې لور زهره بېګم سره واده کړی چې د واده ثمره یې یو زوی او یوه لور ده. د زوی نوم یې سردار محمد عزیز نعیم او د لور نوم یې زرمینه بېګم دی. سردار محمد نعیم خان له ۱۳۰۹ څخه تر ۱۳۱۱ کال پورې د افغانستان په حکومت کې د سیاسي چارو د عمومي رییس په توګه دنده سر ته رسولې او له ۱۳۱۱ څخه تر ۱۳۱۳ کال پورې په روم کې د افغانستان سفیر وو. ښاغلی سردار محمد نعیم خان له ۱۳۱۳ څخه تر ۱۳۱۴ کال پورې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وو او د ۱۳۱۴ څخه تر ۱۳۱۵ کال پورې یې د افغانستان د صدراعظم د مرستیال په توګه دنده اجرا کړې ده. سردار محمد نعیم خان له ۱۳۱۶ څخه تر ۱۳۲۵ کال پورې د افغانستان د پوهنې وزیر وو او له ۱۳۳۲ څخه تر ۱۳۴۲ کال پورې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده اجرا کړې ده. نوموړی له ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۶ کال پورې په جرمني کې د افغانستان سفیر او د ۱۳۲۷ څخه تر ۱۳۲۹ کال پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه دندې سر ته رسولې دي. کله چې سردار محمد داودخان د ۱۳۵۲ هجري لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه نېټه د یوې سپینې کودتا په ترځ کې په افغانستان کې جمهوري نظام تاسیس او شاهي نظام یې ړنګ کړ نو سردار محمد نعیم خان یې د بهرنیو چارو وزیر او د جمهور رییس د ځانګړي استازي په توګه و ټاکه. سردار محمد نعیم خان د افغانستان د سیاسي او پوهنیز تاریخ په ډېر مهم پړاو کې پوره ۸ کاله د پوهنې د وزیر په توګه دنده سر ته رسولې چې له ۱۳۱۶ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۲۴ کال پورې یې ادامه درلوده. دا هغه پړاو وو چې د پوهنې نظام په بنسټیزه توګه مخته تللی، تعلیمي نصاب په مسلکي بڼه غوړېدلی، د افغانستان په ښارونو، ولایتونو، کلیو او بانډو کې په لسهاوو لومړني، منځني او ثانوي ښوونځي تاسیس شوي دي. همدارنګه په همدې دور کې د افغانستان د پوهنې نظام ته ګڼ شمېر زده کوونکي، ښوونکي او تعلیمي کارمندان جذب شوي او مسلکي پوهنې د ټول هېواد په کچه په تدریجي توګه وده موندلې ده. د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي سردار محمد نعیم خان د وزارت پر مهال ګڼو ښوونځیو ته تعمیرونه جوړ شوي او د بهرنۍ نړۍ مرستې د افغانستان د پوهنې نظام ته را جلب شوې دي. په همدې موده کې د افغانستان حکومت یو ځلې بیا د ښځو تعلیم ته پاملرنه زیاته کړه او د ښځو زده کړه په ښارونو کې رایج شوه. تر ټولو مهمه دا چې په همدې دور کې د افغانستان د ښوونیز نظام د غوړېدلو لپاره داسې پلانونه جوړ شول چې په هېواد کې یې د زده کړې خدماتو عام کولو ته لاره پرانیسته، په ښوونځیو باندې د مسلکي نظارت چارې پیاوړې او پوهنې د ورځې په تېرېدو سره مسلکي بڼه غوره کوله. له دې سره جوخت په همدې دوره کې د عرفان مجلې هم په خپرېدو پیل وکړ او د همدې مجلې له لارې افغانان و هڅول شول چې پوهنه د دوی د ژوند د پرمختګ یوازینۍ لاره ده او باید په خپلو اولادونو تعلیم وکړي. د ښاغلي سردار محمد نعیم خان د وزارت پر مهال د پوهنې په ډګر کې نوی فصل پرانیستل شو په دې توګه چې د همدې علم پال وزیر د دندې پر مهال بهر ته د افغان محصلینو د استولو لړۍ له سره پيل شوه، د منځینو او لوړو زده کړو لپاره دارالمعلمین په فعالیت پیل وکړ، د نصاب په معیاري کولو، د کتابتونونو په تاسیس او د درسي کتابونو د چاپ په بهیر کې یې ګړندیتوب راوست. د ښاغلي سردار محمد نعیم خان د دندې پر مهال د پوهنې وزارت تشکیلات په دې ډول وو: د پوهنې وزیر، لومړی معین، دویم معین، دریم معین، د تعلیم او تربیې ریاست، د تدریساتو ریاست، د تفتیش ریاست، د سپورت ریاست، د کنټرول مدېریت، د اوراقو مدېریت، د تفتیش د ریاست شپږ ګونی پلاوی، د پوهنتون ریاست، د حقوقو د پوهنځي ریاست، د استقلال او نجات ښوونځیو لپاره د مکتبینو ریاست، د عالي زده کړو مدېریت، د ثانوي زده کړو مدېریت، د لومړنیو زده کړو مدېریت، د پښتو تدریساتو عمومي مدېریت، د مامورینو عمومي مدېریت، د احصاییې ماموریت، اجرایي مدېریت، د علومو د پوهنځي ریاست، درې تنه مشاورین، د تدریساتو ریاست، د ادبیاتو د پوهنځي ریاست، د سپورت مفتش، سرطبیب او څلور تنه ډاکتران، د کنټرول عمومي مدېریت، د قلم مخصوص مدېریت او د اوراقو مدېریت.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ په افغاني ټولنه کې ماشومان[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ افغانستان یو غرنی هېواد دی او[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار احمد علي خان د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی