لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلی نجیب الله توروایانا د محمد یونس خان زوی وو چې په ۱۲۸۱ هجري لمریز کال په جلال آباد ښار کې زېږدلی او په ۱۳۴۴ هجري لمریز کال یې د امریکا د متحده ایالاتو په نیوجرسي ښار کې د حق داعي ته لبیک ویلی دی. ښاغلی نجیب الله توروایانا د ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۷ کال پورې د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه دنده اجرا کړې خو پر دې سربېره نوموړی شاعر، لیکوال، تاریخ لیکونکی او د خپل وخت یو پیاوړی سیاسي چارواکی ګڼل کېده. د ښاغلي نجیب الله توروایانا پلار ښاغلی محمد یونس خان چې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال نظامي افسر وو، د غازي امان الله د واکمنۍ په زمانه کې یې د کابل ښاروال په توګه دنده سر ته رسولې ده. ښاغلی نجیب الله توروایانا د امیر دوست محمدخان د کړوسیانو څخه ګڼل کېږي چې په افغانستان کې د محمدزیو پاچاهانو د سلسلې بنسټ اېښودونکی دی او مور یې د (اخت السراج) لقب درلود چې د امیر عبدالرحمن خان لور او امیر حبیب الله خان خور وه. ښاغلي نجیب الله توروایانا خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل ښار په اماني لېسه کې سر ته و رسولې او بیا انګلستان ته ولاړ او خپلو لوړو تحصیلاتو ته یې په نوموړي هېواد کې دوام ورکړ څو د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې یې دوکتورا تر لاسه او بېرته افغانستان ته راستون شو. ښاغلی نجیب الله د څه وخت لپاره د کابل په پوهنتون کې تدریس وکړ او بیا یې د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده پيل کړه. له هغه وروسته د پوهنې د وزیر په توګه مقرر شو چې دوه کاله یې د پوهنې د وزارت مشري وکړه او د همدې دندې پر مهال یې د اېران په شمول ګڼ شمېر هېوادونو ته پوهنیز سفرونه وکړل. ښاغلي نجیب الله توروایانا په هندوستان، انګلستان او د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان د سفیر په توګه هم دندې سر ته رسولې دي. ښاغلی توروایانا نازکخیاله شاعر، ښه طنز لیکونکی، لطیفه ویونکی او د خواږه نثري او شعري کلام درلودونکی شخصیت وو او ګڼې لیکنې یې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي. همدارنګه په خپل وخت کې پر افغانانو سربېره ګڼ شمېر اېرانیان هم د نوموړي د دري لیکنو مینه وال او لوستونکي وو او ځینو اېراني لیکوالانو یې د لیکنې صفت کړی او په ځینو اېراني مطبوعاتو کې یې لیکنې خپرې شوې دي. ښاغلي نجیب الله په پښتو، دري، انګریزي، فرانسوي، عربي او ترکي ژبو پوهېده او په یادو ژبو یې روان لیکل او لوستل کولای شول.
نجیب الله توروایانا د ځینو آثارو پنځوونکی دی چې د هغه له جملې څخه:
۱.د (اوشاس) په نوم کتاب د نوموړي د لنډو کیسو مجموعه ده چې په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال په کابل کې چاپ شویدی.
۲.د (آریانا یا افغانستان) په نوم کتاب د نوموړي بل اثر دی چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال په کابل کې په دوه ټوکه کې چاپ شوی دی.
۳.د (سترابون و آریانا) د ښاغلي نجیب دریم اثر دی چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال په کابل کې چاپ شوی.
۴.د (مبارزه ما در راه آزادي) د ښاغلي توروایانا څلورم کتاب دی چې په ۱۳۳۰ هجري لمریز کال په کابل کې د چاپ په زېور ښکلی شوی دی.
۵.شام هري، د ښاغلي نجیب الله توروایانا د دري شعرونو ټولګه ده،
۶.بیانات به مناسبت مذاکرات سیاسي با حکومت پاکستان، کابل، ۱۳۲۶ هجري شمسي.
۷.اسلامیک لېټرېچر یا مطالعات اسلامي د نوموړي د اسلامي څېړنو مجموعه ده چې په انګرېزي ژبه یې لیکلی ده.
د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي نجیب الله توروایانا د دوه کلنې دندې پر مهال پوهنیزې چارې په طبیعي توګه روانې وې او د پوهنې د وزارت په تشکیلاتو کې ځینې بدلونونه رامنځته شول. په همدې وخت کې د معارف معین د تشکیلاتو له چوکاټ څخه وایستل شو او پر ځای یې اداري، تعلیمي او محاکماتي مشاورین ور زیات شول او د تعلیم او تربیې د ریاست پر ځای د مسلکي تدریساتو ریاست جوړ شو. د پوهنې د وزارت نور تشکیلات په دې ډول وو: د مسلکي تعلیم او تربیې مدېریت، د تفتیش او اجرایي مدېریت، د ثانوي تعلیم او تربیې مدېریت، د تفتیش مدېریت، د اجرایي مدېریت، د لومړنیو تدریساتو ریاست او داسې نور.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ په دې کې شک نشته[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د رمضان د میاشتې روژه[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ نفقه، خیرات، صدقه، پر نورو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی