لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
ښاغلی سردار نصرالله خان نایب السلطنه د افغانستان د پوهنې لومړنی وزیر دی چې له ۱۲۸۰ څخه تر ۱۲۹۱ هجري لمریز کال پورې یې د پوهنې د لومړۍ درجه مقام په توګه دنده سر ته رسولې او هغه مهال به د پوهنې ناظر ورته ویل کېده. ښاغلی سردار نصرالله خان نایب السلطنه د امیر عبدالر حمان خان زوی دی چې په ۱۲۵۳ هجري لمریز او ۱۸۷۴ زېږدیز کال په روسي سمرقند کې هغه مهال زېږدلی دی چې پلار یې امیر عبدالرحمان خان له خپل هېواد څخه لرې د تبعید په حالت کې په سمرقند کې اوسېده. ښاغلی سردار نصرالله خان نایب السلطنه په ۱۲۹۹ لمریز کال کې د ۴۵ کلونو په عمر په کابل کې وفات شوی دی. ښاغلی سردار نصرالله خان متعددې مېرمنې په نکاح کړې چې د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه وې، د ټولو اولادونو شمېر یې ۲۶ وو چې د هغه له جملې څخه ۱۱ زامن او ۱۵ لوڼې وې. مخکې له دې چې د هغه مهال د پوهنې په نظام خبرې و شي باید یادونه وکړو چې ښاغلی سردار نصرالله خان نایب السلطنه د ۱۲۹۸ لمریز کال د کب د میاشتې په لومړۍ نېټه هغه مهال خپل ځان په جلال آباد کې د افغانستان پاچا یا امیر اعلان کړ چې امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش سیمه کې د نامعلوم شخص له لوري د توپانچې په ډزو و وژل شو او د ۱۲۹۸ کال د کب د میاشتې تر ۸ مې نېټې پورې یانې د یوې اونۍ لپاره د افغانستان پاچا وو چې بیا وروسته د امیر امان الله خان له لوري له واک څخه لرې شو. ښاغلي سردار نصرالله خان خپلې زده کړې په خصوصي او دودیزه توګه په شاهي دربار کې کړې او خپله دنده یې له خزانه دارۍ څخه پيل کړې وه چې په تدریج سره تر پاچاهۍ پورې و رسېد. نوموړی په ۱۲۸۵ کال کې د کابل د والي په توګه دنده اجرا کړې او داسې ویل کېږي چې د حبیبیه د عالي لېسې مدېریت یې هم کړی دی. د امیر حبیب الله خان د شاهي حکومت په کابینه کې د پوهنې د ناظم په توګه د ښاغلي سردار نصرالله خان نایب السلطنه د کار موده له ۱۲۸۰ څخه ۱۲۹۱ هجري لمریز پورې ښودل شوې ده چې په دې وخت کې د افغانستان د پوهنې نظام د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عصریت په لوري ابتدايي ګامونه اېښي دي. باید وویل شي چې په افغانستان کې د عصري زده کړو د دود کولو هڅه لومړی د امیر شېرعلي خان د حاکمیت په زمانه کې هم شوې وه خو د عصري زده کړو لړۍ په واقعي او عملي بڼه د امیر حبیب الله خان په زمانه کې پيل شوه. د امیر حبیب الله خان په امر په ۱۲۸۲ کال کې د حبیبیه لېسه بنسټ کېښودل شو چې درې مرحلې یې درلودې لکه ابتدايي، رشدي او اعدادي. باید وویل شي چې ابتدايي مرحله ۴ کاله، رشدي مرحله ۳ کاله او اعدادي مرحله هم ۳ کاله وه. پر دې سربېره د حبیبیه لېسې ۶ نورې اړوندې څانګې هم په کابل کې درلودې چې په دې نومونو یادېدې:
۱.د باغ نواب لومړنی ښوونځی،
۲.د تنورسازي لومړنی ښوونځی،
۳.د خافیانو لومړنی ښوونځی،
۴.د برانچو لومړنی ښوونځی،
۵.د اهل هنودو لومړنی ښوونځی،
۶.د شاهزاده ګانو یا خدام حضار عالي لومړنی ښوونځی.
په دې وخت کې د لېسو د زده کوونکو شمېر ۲۶۹ او د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېده چې څو کاله وروسته نوموړی شمېر ۱۵۳۴ تنو ته و رسېد چې د ۵۵ تنو ښوونکو له خوا ورته تدریس کېده. د حبیبیه د لیسې تر تشکیل وروسته د امیر حبیب الله خان په امر د افغانستان د حربیې ښوونځی تاسیس شو چې په هغه کې هم د زده کوونکو شمېر لومړی ۱۵۰ تنه وو چې وروسته دغه شمېر ۹۰۰ تنو ته لوړ شو. په ۱۲۸۹ کال په کابل کې د لومړي ځل لپاره یو باب دارالایتام تشکیل شو چې بې وزلو او یتیمو زده کوونکو ته یې د مجاني زده کړو خدمات وړاندې کول. همدارنګه په ۱۲۹۱ کال لومړنی دارالمعلمین په کابل کې تاسیس شو چې ۱۶۰ محصلین یې درلودل. باید وویل شي چې په تاسیس شوو تعلیمي موسساتو کې به د افغاني ښوونکو سربېره هغو ترکي او هندي مسلکي ښوونکو هم تدریس کاوه چې د افغانستان د پوهنې له نظام سره د مرستې په موخه رابلل شوي وو. په همدې وخت کې که څه هم چې په کابل کې ځینې تعلیمي موسسې تشکیل او د عصري زده کړو لړي پيل شوه خو د هېواد د ولایتونو په کچه لا هم کومه تعلیمي موسسه رامنځته شوې نه وه. هغه مهال د عصري زده کړو د پيل تر څنګ د هېواد په لویو جوماتونو کې په سنتي ډول وګړو له ملا امامانو څخه دیني زده کړې کولې. د سردار عنایت الله خان نایب السلطنه د نظارت پر مهال د معارل تشکیلات په دې ډول وو: د معارف ناظر، سرمدرس، داخلي او هندوي ښوونکي، دارالتالیف، د محلي او کورنیو ښوونځیو د بودجې دفتر چې د یو لک پخو کابلیو روپیو په حدودو کې بودجه یې درلوده. خو د ښوونکو په توګه د مولوي نجف علي او ډاکتر عبدالغني د استخدام څخه وروسته د پوهنې د څانګې تشکیلات نور هم زیات شول او د مامورینو ځانګړی دفتر ورته جوړ شو.
You also might be interested in
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د ریان دروازه، دویمه برخه[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ لکه څنګه چې د اسلام[...]
لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ د رمضان د مبارکې میاشتې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی