لیکنه: مصطفی افغان
سرمایه داری نظام پیژندنه:
سرمایه داری اقتصادي نظام دي چې په یوي سیاسي او اجتماعي فلسفی د شخصې ملکیت دازادي پربنسټ يې د اساس ډبره ایښودل شوي او د فیوډالیزم ځاي نیوونکی دی د تولید ټول وسیایل څمکی ، بانکونه ، او کار خانی دیوي کوچینی ډلې په لاس کی پریږدي.
په دغه نظام کي دولت په اقتصادي چاروکي لاس وهنه نه کي کوي اقتصادي نظام ازاد او بي واکووي دمال په لاسته راوړنه او مصرف کې دهیچ رنګه قیودات او پاپندي نه وي. اقتصادي ټولي لارچاري د سرمایه دار په لاس کي وي. نو له همدي امله سیاسي واک او قدرت دوي څرخوي نو ځکه سرمایه داری نظام د استعمار او امپریالیزم منشا ده دغه سیستم سرمایه دار هڅوي ترڅو د خاموموادو او د خپلو تولیدشویو توکو د خرڅلاو لپاره بازار پیداکړي نو د جګړو اورتو دستايي هلی ځلي کوي ترڅو ملتونه ښکيل کړي.
سرمایه داري نظام داسي یوسیستم دي چي په هغي کي تولیدي وسایل لکه ځمکه ، فابریکي ، تصدي ، دکانونه ، کاروباري اداري ، او نور تولیدي سامان الات د خلکو فردي ملکیت دي او اشخصاص کوښښ کوي چي تولیدي وسایل د زیاتو ګټو دلاسته راوړلو لپاره استعمال کړي او ددي اختیار لري چي د نوري پانګي دلاسته راوړلو د خپلو و سایلو څخه استفاده وکړي پدغه سستم کي دعرضي اوتقاضا قوه په ازاده توګه په کاروړل کیږي او داقتصادي اساسي مسایلو لکه.
څه شي تولید شي؟ د چالپاره تولیدشي؟ کله تولیدشي او تولید د مولدینو ترمنځ څرنګه وویشل شي په سرمایه داري نظام کي دغه مسایل د قیمتونو د مکانیزم په واسطه حل کیږي یعنی پدي اقتصادي نظام کي د عرضي او تقاضا ځاي والي د قیمتونونظام تعینوي د هرشي غنیمت په مارکیټ کي د عرضي او تقاضا په واسطه په ازادانه ډول ټاکل کیږي او دولت په اقتصادي چاروکي مداخله نکوي د مولدینو رقابت په نتیجه کي داجناسو قیمتونه ټیټږي او په ښه کیفیت سره اجناس بازار ته عرضه کیږي.