لیکنه: محمد انور نوري منګل
توپوګرافیک سطحه :- هغه سطحه چې د هم ارتفاع خطونو پواسطه ښودل کیږي (جوړیږي) توپوکرافیک سطحه بلل کیږي ، دې سطحې ته په لنډ ډول سره توپو ویل کیږي.
کوردینات (Cordinats) :-
P (X , Y , Z ) → ( N , E , Ele )
X→N-North→شمال
Y→E→East→لویدیځ
Z→Ele→Elevation→ارتفاع
د P د نقطې کوردینات دي.
م ارتفاع خط:- هغه خط ته ویل کیږي چې په ټولو نقطوکې یو ډول ارتفاع ولري.
ددنیا د کوردیناتو مرکز په ګرینویچ کې دی.
په عمودي کوردیناتو کې د بحرد اوسط سطحې څخه ارتفاع ښودل کیږي.
د یوې نقطې د ارتفاع د پیداکولو لاره :-
که په محیط کې د یوې نقطې ارتفاع پیداکوو نو له (G P S) څخه کاراخلو یا باید یو Rerence Point ولرو تر څو کار ورڅخه واخلو، او یوه سطحه په هندسي ډول د کانتورونو په واسطه ښودل کیږي.
د لیول مشین په داخل کې عمودي او افقي خطونه په لاندې دول سره دي، SI د rod او لیول مشین تر منخ فاصله ده.
SI = ( TR – BR )*100
ګرافیکي سطحې سروې ترسره شوي په لاندې ډول سره.
- BM ټا کو
- لیول شمال ته متواجه کوو کله چې متواجه شي زاویه صفر کوو.
- په BM باندې BS اخلو لدې وروسته مطلوبه ساحې ته راځو چیرته چې ګرافیکي سروې ترسره کیږي.
- BM ته یوه فرضي ارتفاع فرضآ 100m ورکوو.
- په توپوګرافیکي سروې کې هغه نقاط مهم دي چې سټاف باید پرې ونیول شي چيرته چې میلان تغیر کوي.
- د زاویې لپاره شمال صفر فرض کوو لکه لاندې شکل
د یوې توپوګرافیکي سطحې د جوړښت لپاره لاندې مرحلې تر سره کوو.
- Side Surveying
- Data Analysis
- Points Plotting
- Surface Creation is dividedinto the following steps
- Surface boundry
- Traingulation
- Contoors elevation
- Contoors Creation
- Annotation
په سرحد جوړولو کې باید داخلي زاویې لاس ته راشي ، باید دنږدې نقاطو مثلث تشکیل کړو د کانتور ارتفاع په مثلثونو باندې پیداکوو او هر کله چې نقاط پلټ کړو نو د تر ټولو لوړې او تر ټولو ټیټې نقطې ارتفاع پیداکوو او تر منځ تفاوت یې په مختلفو برخو کې په کیفي ډول سره په مساوي برخو ویشو.
بیا د مثلث د راسونو تر منخ د کانتور د ارتفاع د ټاکلو لپاره ګورو چې کوم عدد چې په کیفي ډول مو ویش کړیدی پکې راځي یا نه پکې راځي بیا کانتورونه جوړوو.
لاندې شکل کې ډیټا لرو.
د HI لپاره فارمول HI=BMele+BS————————————————————
او دغه فارمول استعمالیږې د Elevation لپاره Ele=HI-FS———————————–
که چیرې مونږ وغواړو چې افقي فاصله پیداکړو نو له ټاپ څخه باټم منفي کوو 100 ورسره ضرب کوو افقي فاصله لاس ته راځي. دغه عملیه د هر BS اوFS لپاره تکرار کوو په اخر کې ټول BS او ټول FS سره جمع کوو تر څو ټوله عمومي فاصله لاس ته راشي.
او هم مونږ کولای شو چې پروفیل یې رسم کړو د پروفیل د ترسیم لپاره عمودي فاصله د elevation نقاط دي او افقي فاصله بیا د سټیشنونو تر منځ د افقي فاصلې نقاط دي چې دا افقي فاصلې باید معلومې وي. د پورته جدول د افقي خط لاندې ډیټا ددې پروفیل مربوط ده.
د سرک عرضي قطع(Road Cross Section) :-