لیکنه: آرش ننګیال
له سزا پرته غوره روزنه نا شونې ده. ددې لپاره چې ماشومان په ژوندانه کې قانون، مقررات، اصول او ارزښت وپېژني او مراعات یې کړي، کله کله اړ کېږو چې ماشومانو سره په جدیت چلند وکړو. پخوا د ماشوم په روزنه کې یوه نظریه دا وه چې که ماشوم هرڅه کوي، کوي به یې، باید هېڅ هم ورته ونه ویل شي. د دغه ډول کورنيو ماشومان چې بې ډبه او خپلسري پرېښودل شوي، اوس په ځوانۍ کې هېڅ ډول ارزښت او اصولو ته درناوی نه لري. ځینې مشران مې لیدلي دي چې (جوالیانو) ته د مور او پلار نازولي وايي. خو په اوسنۍ او نوې اراپوهنه کې دا ډول سلوک رد شوی دی، ځکه چې ماشوم نه یو خپلسری انسان جوړوي چې هېڅ ډول قانون ته احترام نه لري. ځکه خو ارواپوهان وايي چې د سزا ورکونې علت او لامل باید روښانه وي، داسې نه کېږي چې هر وخت مو چې زړه وي یا هم د بل ځای قهر او غوسه په خپلو ماشومانو سړه کړو. په دې مانا که چېرې ماشوم له هغو ارزښتونو پښه اړوي وي چې تاسو ورته درنښت لرئ بیا نو کېدای شي چې د سزا وړ شي. کله چې ماشوم له ارزښتونو پښه واړوي باید و پوهول شي او سزا ورکړل شي. له سزا نه موخه داده: بې له دې چې له خپل ځواک او لویوالي نه ګټه واخلئ، له تاوتریخوالي پرته یې مخه ونیسئ خو په جدي توګه. څو ماشوم پوه شي چې ارزښتونو ته درناوی نه کول ناوړه کار دی. سزا ورکونه ارزښتونو پورې اړه لړي باید چې هر وخت سزا ته اړتیا پیدا نه شي. که چېرې زموږ ژوند کې ارزښتونه روښانه وي، د کورنۍ مشران هم ورته درناوي ولري شاید چې ماشوم ډېر کم د سزا وړ وګرځي. خو د مهارتونو په زده کړه کې سزا نشته، وخت ورکړئ چې تمرین وکړي، سهوه وکړي، خطا وکړي، تجربه تر لاسه کړي او د مهارتونو په زده کړه ځان پیاوړی کړي. د مهارتونو په زده کړه کې ستاسو مسولیت او رسالت یوازې او یوازې د ماشوم رهبري او مدیریت دی. که ماشوم ته ارزښتونه اهمیت ونه لري مهارت یې هم نه پکاريږي. خو سزا د ماشوم لپاره هدایت او لارښوونه ده، هغه سمې لارې ته برابرول دي، اولاد ته اخطار ورکول دي چې د خطر کرښې نه ځان وساتي، کنه نو له ستونزې سره به مخ شي. خو سزا په داسې شکل چې هېڅ ډول بې احترامي، توهین، تحقیر او تاوتریخوالي پکې نه وي. کېدای شي ماشوم له هغو خوړو منعه کړئ چې ډیر یې خوښ دي، شاید دا ماشوم ته ستره سزا وي. کله چې یو څه ښوونیز وي هلته د تحقیر او توهین لپاره هېڅ ځای نشته. که سزا په خوار مهارت او هوښیارۍ ورکړل شي نو وبه ګورئ چې په لنډ وخت کې به ماشوم دا زده کړي چې په څه ډول خپل ځان په خپله کنټرول کړي او په خپل ځان حاکم شي. په ماشومتوب کې په ځان کنټرول درلودنه د مور او پلار ملاتړ ته اړتیا لري باید د ماشوم لاس نیوی وشي او سمې لارې ته برابر شي. کله چې ماشوم ستر هم شي د غلطو کارونو په ترسره کولو کې به، په ځان کنټرول ولري او خپل ځان ته به سزا هم ټاکي، دا سزا د مور او پلار له ویرې ځانته نه ورکوې بلکې دا هغه دروني احساس دی چې تاسو په ماشومتوب کې ورکړی دی چې سره کرښه یانې څه؟ د ماشومانو روزونکي د فیزیکي سزا ورکولو سره سخت مخالف دي خو د قهر سزا ورکونه د ماشوم به روزنه کې غوره عمل ګڼي. دا باید هم روښانه وي چې تاسو څه وخت او کله خپل ماشوم ته سزا ورکوئ. کله چې ماشوم ارزښت تر پښو لاندې کوي باید سزا ورکړل شي. که ګناه یو مهال او سزا بل مهال ور کړل شي هېڅ ګټه به ونه لري، ځکه هغه به د ماشوم هېر وي. څه ډول سزا؟ ودرېږه او فکر وکړه! د (ګټورې روزنې) د کتاب لیکوال (ستیو شارون بیدلف) چې د همدغه کتاب لپاره یې نږدې ټولې نړۍ ته سفرونه کړي دي او بیا یې دا کتاب لیکلی دی( دا کتاب په ۲۰۰۸ کال کې ما ژباړلی او ګودر خپرندویې ټولنې چاپ کړی) د سزا ورکولو یوه غوره لاره وړاندیز کړې ده د سزا دا ډول ما د نورو ارواپوهانو په لیکنو کې هم لوستې ده. (ودرېږه او فکر وکړه) کله چې ماشوم له ټاکلي حدودو نه پښه اړوي یا هم ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، غوره سزا داده چې ودرېږه او فکر وکړه! په دې مانا چې ماشوم یوې تشې خونې ته بوځئ، خونه کې باید تلویزیون، راډيو، د لوبو سامان او نور هغه څیزونه چې د ماشوم پام ور اوړي نه وي، که شپه وي باید د خونې څراغونه روښانه وي، له ماشوم پرته باید بل څوک نه وي. ماشوم د خونې په کنج کې چې مخ یې دیوال خواته وي، ودروئ او ورته ووایئ ( دلته ودرېږه او د خپلو کړو په هکله فکر وکړه! ته باید بښنه هم وغواړي او ژمنه هم وکړې چې بیا به داسې نه کوې، هر کله چې دې په خپلو کړو فکر وکړ نو زما څنګ ته راشه چې خپرې وکړو) په دې لړ کې خپل احساسات باید کنټرول کړئ، په ډېرې ارامۍ، له توهین او تحقیر پرته، په ارامه خو په جدی انداز، څو ماشوم پوی شي چې له سرې کرښې اوښتی دی او پلار یا مور په غوسه ده. کله کله ماشوم له هغو خوړو نه منعه کړئ چې خوښ یې دي، هغو لوبو نه یې منعه کړي چې تل یې کوي. کله مو چې ماشوم د ناوړه کار پر مهال ولیده نو سم دستی سزا، داده چې یوازې لس، شل ثانیې یې مستقیم سترګو ته وګورئ! اما دا حالیت باید ډير اوږد نه شي. خو تر ټولو مهمه داده چې د سزا ورکونې پر مهال په ځان کنټرو ولرئ، باید قهر نه شئئ، سپکې سپورې ونه وایئ، پېغور او نوم اېښودلو نه ځان وساتئ، ځکه چې دا ښوونیزه سزا ده. دا او دې ته ورته سزاګانې چې اصل کې لارښوونه ده، شاید د ژوند تر پایه ورته لار ښوونکې شي او د هر کار له ترسره کولو مخکې به فکر کوي او هر قدم په احیتاط اخلي څو چې ارزښتونو ته زیان ونه رسوي. پسنل هله ښه او ښکلی لیک کولای شي چې په پینسل تراش وتوګل شي.
په درنښت
آرش ننګیال
جلال اباد 08/06/2015