• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سقراط او د حکمت او بصیرت لیواله زده کوونکی

Home ژباړهسقراط او د حکمت او بصیرت لیواله زده کوونکی
سقراط او د حکمت او بصیرت لیواله زده کوونکی
Camera 360

سقراط او د حکمت او بصیرت لیواله زده کوونکی

ژباړه: نیاز محمد ځاځی
د لرغونی یونان د اتن په ښار یو هلک ژوند کاوه؛ دی هلک د علم او بصیرت سره ډیره مینه وه او هیله لرله چی یو پیاوړی مخور عالم شی؛ په همدی نیت د هغی وخت نامتو فیلسوف او عالم سقراط ته د مشوری لپاره ورغی تر څو د علم حاصلولو په اړه ترینه لږ معلومات واخلی؛ راغلی شاګرد د سقراط څخه وپوښتل چی څنګه کولای شم چی یو پیاوړی عالم شم؟ دا چی سقراط د ډیر عمر څښتن وو او نه یی غوښتل چی ډیری خبری وکړی نو د نوموړی شاګرد ځواب لپاره یی هغه د سیند غاړی ته یوړ تر څو هر څه ورته په عمل کی وښایی؛ سقراط په سیند ورګډ شو او رو رو مخکی تلو آن تر دی چی د ساحل اوبه یی تر اوږو ورسیدی؛ شاګرد هر څه په زیر سره ګوری او فکر کوی چی آیا سقراط کوم کار ترسره کوی! شاګرد هم لږی شیبی وروسته په اوبو کی ورګډ شو آن تر دی چی اوبه یی تر اوږو ورسیدی؛ سقراط شاګرد ته ورنژي شو لاسونه یی په اوږو ورته کیښودل او په اوبو کی ډوب کړ ترهغی چی لږ پاتی و چی شاګرد خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ سقراط شاګرد بیرته خوشی کړ؛ شاګرد په بیړه بیړه له اوبو ووتو او په تیزی سره یی ساه اخیستله کله چی د شاګرد وضعیت لږ را ښه شو نو سقراط ته راغی او په تنده لهجه یی ورته وویل چی ایا دا کار د کولو وو چی تا وکړ؟ زه خو دی لږ پاتی وو چی وژلی وم.
سقراط په ډیره ارامه لهجه کی ورته وویل کله چی د اوبو لاندی وی او پدی پوهیدی چی اوس به مړ کیږم او هر څه به درڅخه پاتی کیږی نو هغه کوم څیز وو چی ډیره اړتیا دی ورته محسوسوله؟
شاګرد ورته په ځواب کی وویل چی”غوښتل می چی ساه واخلم”
د سقراط پر مخ خوښی څرګنده شوه او شاګرد ته یی وویل “ریښتیا چی همداسی ده هر کله چی د علم او بصیرت ته د همدی ساه په اندازه لیواله او په لټه کی شی هغه وخت به د اوچت علم او بصیرت خاوند شی”

نتیجه دا شوه چی په ژوند کی د یو انسان هدف څومره هم اوچت وی ورته رسیدلی شی که چیرته د لاس ته راوړلو لپاره یی قوی عظم او اراده ولری؛ او دومره لیوالتیا ښکاره کړی لکه انسان یی چی د ژوند د بقا لپاره اکسیجن ته ښکاره کوی نو لری نده چی خپلو اهدافو ته ورسیږی.
علم او ادب خپل شعار وګرځوه، چې د زمانې غوره اهل شې او له نېکانو سره یو ځای شې (سقراط).

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

محافظه کاري(Conservatism)

محافظه کاري(Conservatism)

Nov 5, 2016

ژباړه: نیاز محمد ځاځی مفهوم اومانا: په سیاست کی د[...]

د ملګرو ملتونو امنيت شورا (United Nation Security Council)

Jan 18, 2018

مخکې له دې چې  د امنيت د شـــورا جــوړښت، د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022