لیکنه: صفــي الله مــايـــــار
د هر لوی او واړه کار له سرته رسولو مخکې له مشرانو سره سلا او مشوره وکړئ، ځکه مشوره کول ډېرې ګټې لري، همدارنګه سلا او مشوره د پيغمبرانو او اصحابو طريقه هم ده. سلا او مشوره د انسان لپاره ښې پايلې لري او د هر کار د عواقبوسنجول انسان له راتلونکې ملامتيا څخه ژغوري او د انسان له پاره ډاډمن او غوڅ دريځ غوره کوي، د ژوند په بېلا بېلو چارو کې، مشوره د اهميت وړ ده. په هر کار کې مشوره ښه ده، هر چاته ښايي، چې د يو کار له سرته رسولو مخکې مشوره وکړي. په دې سره به يې په کار کې برکت او آساني راشي او کار به يې په بريالی توګه سرته ورسيږي.
ځوانان بايد د ژوند په بېلابېلو چارو کې له مشرانو سره مشوره وکړي، ځکه مشران په ژوند کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شوي وي. له همدې کبله له ښو تجربو څخه برخمن وي او کولای شي له کشرانو سره مرسته وکړي او له هغوی سره خپلې تجربې شريکې کړي، چې و کولی شي خپل ژوند په سمه توګه د بري لارې ته بوزي.
په سلا او مشوره کې ډېرې ګټې نغښتې دي.ښايي پر يوه موضوع زموږ فکر په ټولو خواوو تسلط و نه مومي، خو د نورو په مشوره کولای شو، ښو پايلو ته ورسېږو.
مشوره ورکول او مشوره اخيستل له مشرانو، کشرانو او له نږدې ملګرو څخه، چې عاقل کسان وي او د ښو او بدو توپير وکولای شي ښه کار دی او هغه چارې چې په مخ کې مو دي په ښه ډول به ترسره شي. د اسلام په سپېڅلي دين کې ښه مشوره ورکول امانت ته ورته ښودل شوې ده. د اسلام په دين کې مشوره کول يو مهم او اړين اصل ګڼل کېږي د خلکو له پاره تاکيد کېږي چې مشوره د ژوند په ټولو چارو کې عملي کړي، هغه کسان، چې د ژوند په چارو کې له مشورې څخه کار اخلي هېڅکله به يې کار له ماتې سره مخ نه شي.