سلفیان یا د شیخ محمد بن عبدالوهاب بلنه
پېژندنه:
سلفیان یا (دعوت سلفیه) د هغو سموونکو خوځښتونو مخکښ او سرلاری دی چې په اسلامي نړۍ کې د اندیز کلکتوب او بدلارۍ پر مهال رامنځته شوي وو. سلفيان د اسلامي ګروهنې د سوچه سرچینو او اصولو لور ته د بلنې تر څنګ له ډول ډول شرکونو څخه د توحید د مفهوم د پاکوالي لور ته بلنه ورکوي. ځینې کسان دې بلنې ته د (وهابي) نوم ورکوي چې دا د هغه د رامنځته کوونکي محمد بن عبدالوهاب لور ته نغوته ده.
رامنځته کیدنه او نومیالي:
محمد بن عبدالوهاب مشرفي تمیمي نجدي (۱۱۱۵-۱۲۰۶ ل/۱۷۰۳- ۱۷۹۱ ز) ریاض ته نږدې د عیینه په کلي کې وزیږېد. لومړنۍ زدهکړې ېې له خپل پلار څخه وکړې. کله چې شل کلن شو قرآن ېې یاد کړ او له حنبلي فقهې، تفسیر او حدیثو څخه ېې هم یوه برخه لوستې وه.
نوموړی د حج لپاره مکې ته ولاړ او له هغه ځایه د شرعي زدهکړو لپاره مدینې ته ولاړ؛ هلته ېې له خپل شیخ حیات سندي (مړینه ۱۱۶۵ ل) سره (چې د صحیح بخاري د څنډو (حاشیو) لیکونکی دی) لیدنه وشوه او له هغه څخه ډیر اغیزمن شو. له هغه ځایه بیرته د عیینه کلي ته ولاړ او په (۱۱۳۶ل/۱۷۲۴ز) کال ېې د بصرې، بغداد او موصل د لیدلو لپاره عراق ته سفر وکړ؛ په یادو ښارونو کې ېې له علماوو او شیخانو سره لیده کاته وکړل او له هغو څخه ېې زدهکړه کوله.
بصره ېې په زور پریښوده او احساء ته ولاړ. له هغه ځایه حریملاء ته ولاړ ځکه هلته ېې پلار د قاضي په توګه په دنده ګمارل شوی وو. په همدې ځای کې ېې په (۱۱۳۴ل/۱۷۳۰ز) کال کې په برالا توګه د توحید لور ته بلنه پیل کړه خو لږ موده وروسته د هغې سیمې ځینو کسانو د نوموړي د وژنې پلان جوړ کړ؛ ځکه نو شیخ له همدې کبله دا ځای پریښود.
وروسته بيا د عیینه لور ته ولاړ او د هغه ځای امیر عثمان بن معمر ېې د خپل دعوت لور ته راوباله؛ امیر ېې بلنه ومنله او له هغه سره ېې د قبرونو او ګنبدو په ورانولو او د هغې ښځې په ډبرو ویشتلو (سنګسار) کې مرسته وکړه چې د زنا کولو ګناه ېې منلې وه.
د احساء امیر عریعر بن دجین د عیینې امیر ته یو لیک ولیږه او په هغه کې ېې ترې غوښتې وو چې شیخ له بلنې څخه منع کړي؛ ځکه نو له دې کبله چې د عیینې امیر تر فشار لاندې رانشي نو عیینه ېې پریښوده او ولاړ.
په ۱۱۵۸ ل کال د آل سعود د امارت پلازمینې درعیه ته ولاړ او له محمد بن سویلم عریني سره ېې د میلمه په توګه ژوند غوره کړ؛ هلته پرې ځینې زده کوونکي راټول شول او د هغه ېې ډیر درناوی او عزت وکړ.
امیر محمد بن سعود چې د (۱۱۳۹- ۱۱۷۹ ل) کلونو تر منځ واکمن و؛ د شیخ له راتګ څخه خبر شو او هغه ته په ورتلو ېې ورڅخه مننه وکړه او د هغه د پلوۍ او مرستې ژمنه ېې وکړه. د هغوی دواړو تر منځ دا خبرې اترې د هغو د تاریخي ارزښت له کبله دلته را اخلو:
امیر: تاته ستا له ښار څخه د ښه ښار زیری درکوم او همدا شان درته د عزت او ځواک زیری درکوم.
شیخ: زه هم تاته پر (لا اله الا الله) باندې د عزت او درناوي زیری درکوم. چا چې پرې منګولې ټینګې کړې، مرسته ېې ورسره وکړه او د هغې سره سم کړچار ېې تر سره کړ؛ د هغې په مرسته به ښارونه او انسانان خپل کړي او دا د توحید کلمه ده. دا هغه کلمه ده چې پیغمرانو د هغې لور ته بلنه ورکړې او مسلمانو بنده ګانو به ځمکه په میراث وړله.
له دې وروسته امیر پر شیخ باندې دوه شرطونه کښیښودل:
۱- له هغوی څخه به نه ځي او هغوی له له نورو سره نه بدلوي.
۲- د امیر له هغه خوی څخه چې د میوو پر مهال له خلکو څخه ونډه اخلي؛ منع ونه کړي.
د لومړي شرط په اړه شیخ وویل: لاس دې را اوږد کړه چې بیعت درسره وکړم؛ (الدم بالدم و الهدم باالهدم)، دا هغه خبره ده چې د پوره منلو د څرګنداوي او تر پایه په ژمنه د دریدو پر مهال ویل کیږي.
د دوهم شرط په اړه شیخ وویل: هیله لرم چې خدای تا ته فتوحات در په برخه کړي او د هغه څه په بدل کې چې اخلې ېې؛ داسې غنیمتونه تر لاسه کړې چې له دې څخه ډیر ښه وي.
شیخ باور درلود چې د حق تر څنګ باید ځواک هم شتون ولري چې له هغه سره مرسته وکړي؛ ځکه الله (ج) هغومره چې د واکمن په واسطه چارې پر مخ وړي؛ د قرآن په واسطه ېې نه وړي.
امیر او شیخ په نجد کې خپلې بلنې ته دوام ورکړ. کله چې امیر وفات شو زوی ېې عبدالعزیز بن محمد (۱۱۱۱- ۱۲۱۸ ل) ځای ناستی شو او له شیخ سره ېې بلنې ته دوام ورکړ؛ تر څو چې شیخ په درعیه کې وفات شو او همالته خاورو ته وسپارل شو.
د شیخ له مرسته کوونکو، زده کوونکو، اولادونو او لمسیانو څخه چې هر یو ېې د دعوت مهم کسان شول:
سعود بن عبدالعزیز بن محمد بن سعود له شیخ سره لیده کاته تر سره کړل او له هغه څخه ېې زده کړه تر لاسه کړه.
حسین بن محمد بن عبدالوهاب چې د درعیه قاضي وو.
علي بن محمد بن عبدالوهاب لوی عالم او پرهیزګار چې له الله (ج) څخه ډیر ویریدونکی وو. د قضا ګدۍ ورته وړاندې شوه خو هغه ونه منله.
عبدالله بن محمد بن عبدالوهاب (۱۱۶۵- ۱۲۴۲ ل) د سعود بن عبدالعزیز بن محمد بن سعود پر مهال د درعیه د قاضي په توګه دنده تر سره کوله. هغه پوره پوهه او ځیرکتیا درلوده او په مصر کې ومړ.
ليکنه: مانع بن حماد
ژباړه: محمود سعيد
[review]