د پښتو ژبې پیاوړې شاعره او لیکواله اغلې په ۱۹۵۵ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۱۶ نیټه د خیبر پښتونخوا په بغداده مردان کې د خدايي خدمتګار امیر محمدخان په کور کې دنیا ته سترګې وغړولې.
سلما شاهین خپلې لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې ترسره کړې کالج یې هم په خسیمه کې ووایه خو په پښتو ادبیاتو کې دماسټرۍ لپاره پېښور ته ولاړه او هلته یې د پېښور په پوهنتون کې لومړی په پښتو ادبیاتو کې خپله ماسټري واخېسته چې بیا وروسته یې له همدې پوهنتون نه په پښتو ادبیاتو کې ډاکټري هم په بریالۍ توګه واخېسته.
اغلې سلما شاهین د پېښور په پوهنتون کې دښوونکې، څیړونکې او مشرې په توګه دندې ار سره کړې دي.
د اغلې شاهین خپاره شوي کتابونه:
۱ـ نوی سحر شعري ټولګه
۲ـ زه هماغسې وړه وی شعري ټولګه
۳ـ راویل شعري ټولګه
۴ـ که رڼا شوه ناول
۵ ـ کاڼي او اغزي د لنډو کیسو ټولګه
د اغلې سلما شاهین د چاپ شویو کتابونو شمیره ۱۶ ته رسیږي.