پيژندنه
منل شوی شاعر، پيژندل شوی لیکوال او پیاوړی سیاستوال سلیمان لایق د ۱۳۰۹ لمریز لیږدیز کال د تلې یا میزان دمیاشتې په ۲۱ ورځ چې د ۱۹۳۰ زیږدیز کال داکتوبر له ۱۲ نېټې سره سمون لري، د ښرنې د سیمې په ایمني خیلو کې زیږیدلی دی. د ده ار نوم غلام مجدد دی، ( مجدد) د نقشبندیه د طریقې د ستر مرشد شیخ احمد سرهندي عنوان دی چې د نوښتګر معنا لري.
د سلیمان لایق خدای بخښلي پلار دغه نوم مجددي حضراتو ته د ارادت له مخې د تبرک لپاره په خپل زوی ايښی دی.
د سلیمان لایق پلار د هاشم خان د واک پر مهال په کابل کې نظر بند شو، لایق د پلار په غوښتنه په پنځه کلنۍ کې کابل ته راوستل شو، له رارسېدو سره سم یاغي کوي ونیو خو له نیکه مرغه له مرګه بچ شو، مور یې د ژغورلو او پاللو لپاره بیرته له ځان سره کلي ته بوت، خو دوه کاله وروسته یې بیا پلار راوېست، دا سفر سلیمان لایق ته له لومړني نه ډیر بدمرغه و، پلار یې په کابل کې بل واده کړی و، په کابل کې هغه مهال د کولارا ناروغي خپره وه، مور او کشر ورور یې په څو ورځو کې د دغې وژونکې ناروغۍ په منګولو کې ولویدل او مړه شول، وړوکی لایق د میرې څپيړو ته یواځې پاتې شو.
زده کړې
په ۱۳۱۹ لمریز کال سلیمان لایق چې عمر یې د ښوونخي تر هغه مهالي نورمه اوښتی و، د حبیبې لېسې په دوهم ټولګي کې شامل کړای شو. سلیمان لایق له همدې ټولګي نه بیا د زده کړو تر پایه د یوه بې سیاله هوښیار او ممتاز زده کوونکي په صفت وړاندې ولاړ خو له بده مرغه د کورنیو ستونزو له کبله یې د حبیبې لېسه په پنځم ټولګې کې پرېښوه، دوه کاله وروسته یې د دو قضا کړیو ټولګیو ازموینه تیره کړه.
په ۱۳۲۶لمریز کال کې د پغمان د شرعیه علومو په مدرسه کې شامل شو، ډیر ژر د دغې مدرسې یوه ځانګړه او ځلنده څېره شوه، په ۱۳۳۱لمریز کال کې یې د مدرسې وروستی ټولګی پای ته ورساوه. د مدرسې زده کوونکو د ادارې د ځينو زیاتیو له کبله د سلیمان لایق په بومیا ګلوۍ په اعتصابونو او مارشونو لاس پورې کړ، د دې کړنو په پایله کې سلیمان لایق ته سزا ورکړ شوه، په وهلو ټکولو سربیره څو نورو زده کوونکو سره له ښوونځي نه و اېستل شو او له کابل ښار نه هم په شړلو محکوم شو، خو د سلیمان لایق پلار چې یو پخوانی د استعمار ضد جنګیالی او یو هیواد پال روحاني شخصیت و، د لایق او نورو ملګرو مرستې ته یې راودانګل، د وخت پوهنې وزارت ته یې قناعت ورکړ چې اېستل شوي زده کوونکي بیرته په مدرسه کې ومني،هماغه کال مدرسه پای ته ورسېده او سلیمان لایق په ۱۳۳۲ لمریز کال دکابل پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي کې محصل شو.
هغه مهال حکومت چې د اومې دورې د وکیلانو او محصلانو له مخالفت نه پکو او ویرېدلی و، سلیمان لایق یې تر پولیسي څارنې لاندې ونیو، خو لایق په همدې موده کې د خپلې هیواد پالې مینې له سببه خپل تر ټولو انقلابي شعرونه ولیکل، لایق به خپل شعرونه خپلو همغږو ته لوستل او د دوی له لارې به په سیاسي کړیو کې خپرېدل.
دا چې لایق له پخوانه د یوه سیاسي مخالف په توګه تر څارنې لاندې و، اوس نو د یوه فعال ورانکاري په توګه له ضبظ احوالات سره ومنل شو.
سلیمان لایق د شرعیاتو پوهنځي لومړی کال پای ته ورساوه، خو کله چې په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د دوهم ټولګي د پيلېدا په مهال پوهنځي ته راغی نو د پوهنځي ادارې دی له نورو محصلانو سره له ناستې ولاړې منع کړ او ده ته یې دا څرګنده کړه چې لوړو چارواکو دی د تل لپاره له پوهنځي نه منفک کړی دی، سلیمان لایق سپيناوی وغوښت خو د پوهنځي ادارې یواځې همدغه مطلب په یوه سر خلاصي لیک کې ده ته وسپاره، په لیک کې له هیڅ قانون او دسپلیني دلیل نه یادونه شوې نه وه، د تصمیم نیونکي مقام په اړه هم معلومات ورکړل شوی نه ول، لایق غږ اوچت کړ، د پوهنځي رییس ورته وویل:
ـ ته هوښیار سړی یې په خپله لاړ شه، کنه موږ د شړلو په نورو لارو هم پوهیږو.
لایق له لوړو زده کړو بې برخې شو، دا ځل یې له پلار نه مرسته ونه غوښته،هغه پوهېده چې دا ځل یې پلار ده سره د مرستې ځواک نلري، ځکه یې خپله دفاع په خپله پیل کړه.
نږدې یو کال یې د پوهنې وزارت او پوهنتون په دالانونو او دفترونو کې په اعتراضونو او دنن و سبا په انتظار تیر کړ خو خپلو پوښتنو ته چې چا او ولې دی له ښوونځي اېستلی دی؟ ځواب ونه موند. د سلیمان لایق منډو ترړو په پایله کې د پوهنتون مشرتابه دا ومنله چې لایق په شرعیاتو پوهنځي کې نه بلکې په یو بل پوهنځي کې لوست پیل کړي، لایق د طب پوهنځی وټاکه او د PCB د ازموینو تیرولو ته یې خپل چمتوالی اعلان کړ، خو ناڅرګندو چارواکو په ناڅاپي توګه د پوهنتون چارواکو ته وویل چې د دیني علومو یو محصل نشي کولای چې د طب پوهنځي کې شامل شي، خو دی کولای شي چې یوه بل داسې متبادل پوهنځي ته د منل کېدو غوښتنلیک ورکړي چې د خپلو مضمونونو له پلوه شرعیاتو پوهنځي سره ورته والی ولري، سلیمان لایق د شرعیاتو پوهنځی وټاکه، هوډ یې وکړ چې د پوهنځي د لومړي کال په ازموینو کې ګډون وکړي، په همدې مهال کې محصلانو د صنفي غوښتنوپ ه سر د مظاهرو او مېټنګونو ګواښ وکړ، بیا هماغو چارواکو لایق ته د شک ګوته ونیوه او له پوهنتون نه مسترد شو، بیرته یې د پوهنې وزارت ته واستاوه، په همدې لانجو کې د سلیمان لایق یو پوهنیزکال خوشې لاړ.
په ۱۳۳۳ لمریز کال کې یې د پوهنې وزارت د یوه فاضل او شاعر ریس میر نجم الدین انصاري او د هغه د ورور میرامان الدین انصاري په ملاتړ چې د ادبیاتو پوهنځي رییس و ، په ادبیاتو پوهنځي کې یې د شاملیدو شونتیا ترلاسه کړه،په ۱۳۳۶ لمریز کال کې یې د ادبیاتو پوهنځي د ادب او فلسقې په څانګه کې زده کړې پای ته ورسولې.
کاري مخینه
په ۱۳۳۷ لمریز کال کې یې دمطبوعاتو په مستقل ریاست کې په کار پیل وکړ، د مطبوعاتو په لنډه موده کې د هېواد ورځپاڼې ته د مسلکي غړي په توګه وپيژندل شو، سلیمان لایق په پوره مسلکي وړتیا کار پیل کړ، په دې کې یوه ورځ د هېواد ورځپاڼې رئيس خپلې ادارې ته ور وباله او ترستایلو او ویاړنې وروسته ده ته یې په پاکټ کې یو رسمي مهر شوی لیک وسپاره او په ټينګار سره یې ده ته ووېل چې دغه لیک په خپله د مطبوعاتو مستقل رئیس ته وسپاري او هلته ورته په تمه پاتې شي چې دلیک ځواب ترلاسه کړي، سلیمان لایق د امر درناوی وکړ او لیک یې دم طبوعاتو درئیس سکرتر ته وسپاره او ځواب ته په تمه کیناست، خو رئیس دی په تلوار او بې نوبته ور وغوښت، د ده راوړی لیک یې ده ته ورکړ، د سر په ښورولو یې له ده نه د کیناستو او د لیک د لوستو غوښتنه وکړه،په لیک کې لیکل شی ول:
( دغه ستاسو را استول شوی مامور چې په ورځپاڼه کې د پښتو ژبې د سمونې او پالنې په موخه موږ ته راپيژندل شوی و، بیرته در مسترد شو، هغه په پښتو نه پوهیږي، د کار وړتیا نلري) او لیک په دې جمله پای ته رسېدلی و:
ـ عطای تان به لقای تان.
رئیس لایق ته په حیرانۍ وکتل، ویې ویل:
ـ د پوهنځي استادانو په یوې غونډه کې ته راته د یوه ځواکمن پښتون شاعر او لیکوال په ټوګه پیژندلی وې،ما همدې لپاره دضبظ احوالات ادارې په وړاندې چې په دولتي کارونو کې ستا دګومارلو مخالفه وه، ووېل:
ـ لایق یو ښه روزل شوی کدر دی، هغه باید وګومارل شي، ما د هغوی په وړاندې ستا د روزلو او سمولو ضمانت وکړ خو اوس داسې ښکاري چې ته د پښتو ژبې لومړنی سواد هم نه لرې.
لایق هغه ته ووېل:
ـ ښاغلیه، وخت راکړه چې دخپلو نیمګړتیاو په اړه فکر وکړم.
هماغلته دواړه یو بل سره وپوهېدل او لایق هماغه ورځ په مطبوعاتو کې د داخلي خپرونو په څانګه کې د غړي په توګه وګومارل شو او هلته یې د ولایتونو لپاره د لیکنو په برابرولو کې مرسته پیل کړه. په ۱۳۳۸ لمریز کال د انیس ورځپاڼې د محرر په توګه وګومارل شو، هلته د اته میاشتني غوره کار په پایله کې د ژوندون مجلې د مدیر په توګه یې په کار پیل وکړ، لایق په دې موده کې له همدې موقعیت نه په ګټې اخېستو سره یې خپل پښتو او دري شعرونه ، طنزي لیکنې او کېسې خپرې کړې او همدلته د یو با صلاحیته غوره لیکوال په ډول یې په ټول هېواد کې شهرت وموند.
په ۱۳۳۹ لمریز کال د هیواد د پيژندل شوي ادبي شخصیت او د هغه مهال د افغانستان راډيو رئیس عبدا لرووف بینوا په غوښتنه د راډيو د روزنې او ادبیاتو د لوی مدیر په توګه وړاندیز شو ، خو په دې مهال کې د هغو چارواکو اغیز بیا راڅرګند شو چې سلیمان لایق ته یې د لوړو زده کړو پر مهال ستونزې جوړې کړې وې ، هماغه و چې سلیمان لایق د بینوا په مشوره په راډيو کې د لیکنو د برابرولو د لومړني مدیر څوکۍ ومنله خو په عمل کې یې د راډيو د روزنیزو او ادبي خپرونو د چمتو کولو او خپرولو ټول کارونه د ښاغلي بینوا په ملاتړ په خپل لاس کې واخېستل.
عبدالرووف بینوا په یوه دیپلوماتیک سفر مصر ته ولاړ او سلیمان لایق تر ۱۳۴۴ لمریز کال پورې د راډيو افغانستان د روزنې او ادبي خپرونو لوی مدیر پاتې شو.
سیاسي ژوند
سلیمان لایق په ۱۳۴۳ لمریز کال د مرغومي په ۱۱ نیټه د افغانستان دخلق دیموکراتیک ګوند له موسسې کنګرې سره چې د نورمحمد ترکي په کور کې په پټه جوړه شوې وه یو ځای شو او خپلې ټولې شونتیاوې او شهرت یې د همدغه ګوند خپرولو ته ځانګړي کړل. د سلیمان لایق هېواد پاله هنر طبقاتي ژبه پېدا کړه، په دولتي مطبوعاتو کې چې هغه مهال یواځنۍ قانوني وسیله وه، له خپرېدو نه ووتل، لایق د خپل ازاد فطرت له سببه چې ده ته یې ځانګړی اغیز او زړه راښکون ورکړی و ، دننه په ګوند کې د ګوندي مشرانو له رخې سره مخ شو او ده ته یې نوې ډول ستونزې منځ ته راوړې.
سلیمان لایق په ۱۳۴۴ لمریز کال د غبرګولي په ۱۹ نیټه ولسي جرګې ته د نوماندۍ په موخه له خپل دولتي ماموریت یانې د افغانستان له راډیو نه استعفا وکړه خو په ټاکنو کې بریالی نشو او بیرته د راډيو افغانستان ماموریت ته راوګرځېد.
په ټاکنو کې د دولتي چارواکو د ښکاره لاسوهنو له سببه لایق پر دولت د اغیزمنو ګوزارونو پرېکړه وکړه، په لنډو داستانونو کې یې د طنزي یرغلونو لړۍ پيل کړه چې د ادارې له لوري له جدي غبرګون سره مخ شو.
سید قاسم ريښتیا چې په ۱۳۴۳ لمریز کال د اساسي قانون له لویې جرګې نه فاتح راوتلی او دصدر اعظم نږدې مټ او دمالیې وزیر و ، دتیرو ښو اړیکو له سببه چې مخکې یې له لایق سره درلودل، راډیو ته دلایق لیدو لپاره راغی او له ده سره یې د (بست خالي) د طنزي کېسې په اړه خبرې وکړې او دی یې له دولت سره په لوړه سویه ملګرتیا ته راوباله،لایق دهغه ملاتړ لپاره چې په مطبوعاتو کې د ده دګومارلو لپاره رښتیا له ده سره کړی و سمدلاسه دنه ځواب نشو ورکولی خو لوړه یې وکړه چې به دې اړه به فکر کوي. وروسته یې دیوه لیک په ترڅ کې په ډیر درناويد سید قاسم ریښتیا له شخصي لورینې نه مننه څرګنده کړه او دولت سره دسیاسي مټ کولو نه یې بخښنه وغوښته.
څو ورځې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر راډيو افغانستان ته راغی او د یوې ځانګړې لیدنې په ترڅ کې یې سلیمان لایق ته ووېل چې تاسو دراډيو افغانستان د ریاست مقام ته وړاندیز کړی یاست،راغلم چې په دې اړه ستا په نظر پوه شم.
لایق له وزیر نه مننه څرګنده کړه او ډانګپېلې یې ورته ووېل:
ـ زما په ګروهه دغه رژیم یو استبدادي نظام دی، زه نه غواړم خپل برخلیک له استبداد سره غوټه کړم.
صدیقي ورته ووېل:
ـ ته پوهېږې چې د دغه ډول فکر پاېله به څه وي؟
لایق ځواب ورکړ:
ـ هرڅه چې وي زه یې منم ، خو له تاسو نه هېله کوم چې زما د دغه انکار له سببه له مانه خوابدی نشئ.
په دغو طنزونو کې دغه کېسې شاملې وې:
بست خالي
شهر ناپرسان
پدید امدن موشې در حجره زاهد شب نشین و دعاکردن زاهد مرموش را.
سبا ته چې سلیمان لایق دفتر ته راغی ، ویې لیدل چې د ده دکار خونې مخې ته د ده یو پخوانی ملګری شفیق وجدان ولاړ دی، له روغبړ وروسته وجدان وخندل، ویې ویل:
ـ ستا پر ځای زه مقرر شوی یم، او داسې په تلوار ځکه راغلم چې وزیر صیب د تلوار غوښتنه کړې وه.
لایق تر دې وروسته د خپل بست سره سم د پښتودانکشاف په اداره کې وګومارل شو.
په ۱۳۴۶ لمریز کال کې یې دتل له پاره له دولتي ماموریته استعفا وکړه او د پرچم د اونیزې د خپرولو امتیاز یې ترلاسه کړ. لایق په ۱۳۴۸ لمریز کال ولسي جرګې ته دخپلواک وګړي په توګه کاندید شو خو په ټاکنو کې له ماتې وروسته بیا دپرچم د ادارې او کارونو خپرولو ته یې ملا وتړله او تر ۱۳۴۹ لمریز کاله پورې چې پرچم دبنسټ پالو ملایانو له لوري تکفیر او وتړل شو ، هلته په کار بوخت و، تر ۱۳۵۷ کال پورې لایق له سیاسي بوختیاوسره په خواکې په ادبي پنځونو په تیره د شعرونو په ویلو وخت تیراوه.
د ثور انقلاب په پیل کې سلیمان لایق د راډيو تلویزیون او سینماتوګرافي وزیراو دوزیراونو شورا د منشي په توګه وټاکل شو، د همدې کال په نیمايي کې دګوند له سیاسي بیرو نه طرد شو، دهمدې کال دمني په پای کې له خلقي کابینې نه واېستل شو، د حوت یا کب په په اتلسمه د استخباراتو له لوري ونیول شو او هېواد، ګوند او انقلاب ته دخیانت په تور څرخي پله زندان ته واستول شو،او د۱۳۵۸ کال دمرغومي تر شپږمې نیټې هورې پاتې شو.
لایق هغه مهال دافغانستان دخلق د دیموکراتیک ګوند د عمومي منشي او دا فغانستان د دیموکراتیک جمهوریت جمهور ریس ببرک کارمل سره د مخالفت په سبب د سیاسی بیرو او د ا. خ.د ګوند دمرکزي کمېټې له غړیتوب نه لرې کړای شو، ډیره موده په کور کینول شو، وروسته دزونونو ادارې ته واستول شو، خو دولتي کارکوونکې یې د ده له درناوي نه منع کول.
په ۱۳۶۰ لمریز کال د سرحدونو دوزیر فیض محمد له وژل کېدو وروسته د سلیمان لایق له انکار سره سره دسرحدونو وزیر وټاکل شو، لایق غوښتل دعلومو اکاډمۍ ته چې دی یې ترې زونونو ادارې ته دخدمتي په توګه استولی و، بیرته ولاړ شي او له پوهې سره ځان بوخت کړي خو ده ته ووېل شول چې دواړه اداره کوه، دا د ده دناتوانه کولو یو مقدمه وه.
ادبي مخینه
د سلیمان لایق یو پښتو شعر چې په کال ۱۳۲۲ لمریز کال کې په یوه کنفرانس کې یې لوستلی و، د انیس ورځپاڼې دبینوا په یوه راوپورتاژ کې خپور کړ، دا وخت سلیمان لایق د لومړۍ دورې د دریم ټولګي زده کوونکی و، دی وايی چې تردې دمخه یې هم ماشوانه شعرونه لرل خو بیلګې یې پاتې نه دي، لایق تر دې وروسته په پرلپسې ډول یې دشعر لمنه خوشې نه کړه، دشرعیاتو د مدرسې ترپای ته رسولو وړاندې دپښتو دري ژبې دشاعر په توګه وپيژندل شو.
له ۱۳۳۷ لمریز کال نه تر ۱۳۴۰ لمریز کاله پورې یې خپل زیات شعرونه دافغانستان په رسنیو کې خپاره کړل، په همدې کلونو کې و چې ده دپښتو او دري په شعر، هنري نثر او لنډو کېسو کوې پرلپسې دادبیاتو لوړې جایزې واخېستې او دسندریزو تصنیفونو له سببه لوړ شهرت ته ورسېد.
به ۱۳۴۱ لمریز کال کې د لایق لومړنۍ پښتو شعري ټولګه ( چونغر ) خپره شوه، سره له دې چې له خپرېدا نه وروسته د دې ټولګې په ځينو برخو بندیز ولګېد، بیاهم لایق ورته غاړه کېښوه او دغې ټولګې د لایق په پيژندګلوي او شهرت کې ډيره مرسته وکړه، اوس هم په ملت پالو منورینو کې دغه اثر خپل محبوبیت ساتلی دی.
په ۱۳۵۴ لمریز کال کې په ډیلي کې د ( کیږدۍ ) په نوم د سلیمان لایق دپښتو شعرونو دویمه ټولګه هم خپره شوه.
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سلیمان لایق بل کتاب ( یادونه او درمندونه) خپور شو.
په ۱۳۶۰ کال دسلیمان لایق په دري ژبه خورا ارزښتمنه او دلوړې سطحې لومړنۍ دري شعري ټولګه (بادبان) د علومو اکاډمۍ دژبو او ادبیاتو د مرکز له لوري خپره شوه.
په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د لایق دمنظومو کېسو یوه پښتو ټولګه چې فلکلوریکو طنزونو او نورو کېسو ته ځانګړې شوې وه ، په کابل کې دپښتو ټولنې له لوري خپره شوه.
په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د سلیمان لایق د غوره شویو پښتو شعرونو یوه ټولګه په ډيلي کې د ناپيژاندو هېواد پالو او پښتو پالو له لوري خپره شوه.
په ۱۳۶۳ لمریز کال کې دسلیمان لایق دپښتو څلوریزو یوه ټولګه (ساحل) د قومونو او قبایلو د وزارت دخپرونو او تبلیغاتو د ادارې له لوري خپره شوه.
به همدې کال یانې په ۱۳۶۳ کال کې دلایق د دري شعرونو یو جونګ ( سمت روشن جاده ا) چې دانقلاب په پير کې یې لیکلی و ، دعلومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو دمرکز له لوري خپور شو.
په ۱۳۶۶ لمریز کال کې دسلیمان لایق دشعرونو یو غورچاڼ ( شیبې او ترانې) د ا.خ. د ګوند له لوري خپور شو.
دسلیمان لایق یوه بله شعري ټولګه چې ( سپرغکې ) نومیږي په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې د قره کمر د فرهنګي ټولنې له لوري په سویډن کې خپره شوه.
سلیمان لایق پر شعري ټولګو سربیره دهنري نثرونو او کېسو په برخه کې هم ښکلي اثار پنځولي دي چې په دې برخه کې د ( اباسین سپېدې۹ منثور اثر یادولی شو، دغه اثر دپښتو څيړنو بین المللي مرکز په کال ۱۳۶۲ کې دیونسکو په لګښت خپور کړ.
( غرونه او کساتونه) دسلیمان لایق ناول دی چې په ۱۳۷۷ لمریز کې د پښتونخوا په پېښور کې خپور شو، دا ناول چې ۲۵۰ مخه لري، د اندراب په ښکلو درو کې تر انقلاب وړاندې د ټولنیزو شرایطو هنري تصویر وړاندې کوي. پر دې سربیره لایق دسلهاو مقالو، تبصرو او یاداښتونو لیکوال دی. لایق په کډوالۍ مې خپل ټول وخت څیړنې او هستوونکي ادب ته ځانګړی کړی دی. اوس دې پاېلې ته رسېدلې چې دغه اثار خپاره کړي.