ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
سمندري اوبو سره مخ کانکریټ –اغیزې او مخنیوی . Concrete Exposed to Seawater – Effects and Preventions
پیژندنه .
هغه کانکریټي ساختمان چې په سمندري شرایطو کې جوړیږي همیش له سمندري اوبو سره مخ وي دا کیدای شي مستقیم وي او یا هم غیرمستقیم وي .سمندر غاړې ساختمانونه همیش له سمندري اوبو سره په تماس کې وي او د همدې له امله یو شمیر کیمیاوي او فزیکي تخریب هم منځ ته راځي .نو هغه ساختمانونه چې د سمندري اوبو سره متاثره کیږي باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
د سمندري اوبو ترکیبي جوړښت .Composition of Seawater
د ځمکې سطحه 70% اوبو نیولې چې 96.5% یې سمندري اوبه دي .نو ځکه زیات شمیر کانکریټي ساختمانونه مستقیما یا هم غیرمستقیما له سمندري اوبو څخه اغیزمن کیږي .
په عمومي ډول سمندري اوبه د هغې د وزن 3.5% منحله مالګې لري .په سمندري اوبو کې د Na+ او Cl- ایوني غلظت زیات دی ،په نورمال ډول په ترتیب سره 11,000 او 20,000 mg/lit وي .سمندري اوبه یو اندازه Mg2+ او SO42- هم لري چې په ترتیب سره 1400 او 2700 mg/li کیږي .د سمندري اوبوpH د 7.5 او 8.4 ترمنځ متغیر دی .اوسط pH 8.2 نیول کیږي . سمندري اوبه یو مقدار CO2 هم لري .که د CO2 زیات غلظت په سمندري اوبو کې حل شي نو بیا pH کیدای شي 7.5 ته راولیږي .په لاندې جدول کې په یو شمیر سمندرونو کې په ایونونو غلظت ښودل شوی .
1. په تور سمندر کې د سوډیم مقدار 4900 د مګنیزبم 640 د کلوراید 9500 د سلفایټو 1362 د TDS 17085 او TDS شعاع 3.9 په (mg/lit) سره .
2. په مدیترانه سمندر کې د سوډیم مقدار 1200 د مګنیزبم 1500 د کلوراید 21270 د سلفایټو 2596 د TDS 38795 او TDS شعاع 1.72 په (mg/lit) سره .
3. په عرب خلیج کې د سوډیم مقدار 20700 د مګنیزبم 2300 د کلوراید 36900 د سلفایټو 5120 د TDS 66650 او TDS شعاع 1.00 په (mg/lit) سره .
4. په سور سمندر کې د سوډیم مقدار 11350 د مګنیزبم 1867 د کلوراید 22660 د سلفایټو 3050 د TDS 40960 او TDS شعاع 1.63 په (mg/lit) سره .
په کانکریټي ساختمانونو باندې د سمندري اوبو اغیز. Effect of Seawater on Concrete Structures
د سمندري اوبو مرکبه مواد د سیمنټوکانکریټو له مرکبه موادو سره کیمیاوي تعامل کوي کوم چې بیا په څو لارو سره کانکریټ تخریبوي .په سمندري اوبو کې شته مګنیزیم سلفایټ د سیمنټو له کلسیم هاریدواکساید سره تعامل کوي او کلسیم سلفایټ تشکیلوي او همدارنګه د مګنیزیم هایدرواکساید ترسب پریدي .مګنیزیم سلفایټ هم له هایدرایت شوي کلسیم المونیم سره تعامل کوي او کلسیم سلفو المونیمایټ تشکیلوي .همدا د کیمیاوي برید لپاره ابتدايي عوامل دي .سلفایټونه په کانکریټو برید کوي او د هغې د انبساط لامل ګرځي مګر په سمندري اوبو کې د کلورایډو د شتون له امله د کانکریټو پړسوب وروسته کیږي .نو پرته له دې چې په کانکریټو کې انبساط پیداشي په کانکریټو ضایعات او رژیدل منځ ته راځي .په کانکریټو کې شته چونه د وینځلو یا لیچنګ له امله ضایع کیږي ،هم کلسیم هایدرواکساید او هم کلسیم سلفایټ په سمندري اوبو کې حل کیدونکې مالګې دي او دا به دلیچنګ عمل د زیاتیدو لامل شي .تودوخه هم د کیمیاوي برید یو فکتور شمیرل کیږي ،څومره چې تودوخه زیاته وي هومره به برید زیات وي .کانکریټ 100% غیرقابل نقوذ نه وي .کله چې سمندري اوبه د کانکریټو سوریو ته ننوځي او سیخانو ته ورسیږي نو د سیخان زنګ نیول منځ ته راځي .همدا کولی شي د ساختمان مداومت اغیزمن کړي.د کانکریټو تخریب یو بل لامل سولیدل دي .کیدای شي سمندري اوبه له ځانه سره شګه و سلټ ولیږدوي .کله چې دا د کانکریټو سطحې سره تماس وکړي نو سولیدل منځ ته راځي .کیدای شي سولیدل د میخانیکي قوې له امله هم منځ ته راشي.
نظريې اړخ .Theoretical Aspects
که کانکریټي ساختمان په سمندري اوبو کې جوړ شوی وي،نو په دې وخت کې د لوړلیول اوبو لرونکې سیمې به ډیری اغیزمني شي . هغه ساحې چې د اوبو لوړ لیول او ټیټ لیول ترمنځ وي لږ به اغیزمن شي په داسې حال کې چې مکملې ډوبې شوې ساحې لږې اغیزمنې شي.ددې لامل دادی چې کله سمندري اوبه د کانکریټو له سطحې سره په تماس کې راشي نو لوړ لیول ساحې کې یواندازه مالګې په سوریو کې پاتې کیږي .کله چې دا برخې وچې شي نو اوبه به د مالګو ذراتو په شکل پاتې شي او د کانکریټو ماتیدل پیل کیږي همدارنګه کله چې د کانکریټو په سوریو کې پاتې شوې اوبه جامدې شي نو کانکریټ انبساط کوي او مداومت یې اغیزمن کیږي .
په سمندري اوبو کې د کانکریټو مداومت څنګه ښه کړای شي .How to Improve Durability of Concrete in Seawater?
د هغو کانکریټو د مداومت ښه کولو لپاره چې سمندري شرایطو سره مخ وي .
1. هغه سیمنټ وکارول شي چې ټیټ مقدار C3A لري .
2. کانکریټو اوبو-سیمنټو نستب ټیټ وي او کانکریټ غنی کانکریټ وي ځکه په دې سره کانکریټ غیرقابل نفوذ وي .په کانکریټو سوري ډير واړه وي او نشي کولی سمندري اوبه وساتي .
3. په کانکریټو کې د اوبو سیمنټو نسبت ټیټ وي .ددې لپاره چې کار په کې وشي علاوه کوونکي مرکبونه ورسره زیات شي.
4. کوم علاوه کوونکي مرکبونه چې کاریږي باید کلورایډ ونه لري.
5. سیخانو ته باید مناسب او پوره اندازه محافظوي قشر ورکول شي .
6. کانکریټ ښه تخته شي .
7. د مالګینو اوبو پرضد کیدو لپآره باید د کانکریټو په چمتو کولو کې پوزولنايي موادو وکارول شي.
8. د ښه مداومت لپآره کیدای شي سمندري شرایطو کې جوړیدونکو ساختمانونو لپآره ګازي اوبو ورکولو میتود وکارول شي .
9. کیدای شي په داسې ساختمانونو کې هوا ورکوونکی عامل وکارول شي.
10. کوم جغل چې په داسې ساختمانونو کې کاریږي باید د تازه اوبو په واسطه پاک ومنځل شي د کلوراید ایونې غلظت راکم شي.