ټولونه او ترتیب: حسیب الرحمن نورمل
(د ګل پاچا الفت د افکارو غورچاڼ)
څلورمه برخه
د روحي ناروغانو لپاره تر ټولو غوره درمل شعر او ادب دي.
خیال په انسان کې یو پټ معنوي قوت دی؛ که انسان د خیال له قوته محروم وای نو په ژوند کې به یې هېڅ پرمختګ نه وای کړی.
یوازېنی شى چې انسان تل خوښ ساتلی شي هغه خیال دی.
په هغې ټولنه کې چې شعر او ادب کمزوری وي، مړه ټولنه ده؛ ځکه چېرې چې شعر او ادب نه وي، هلته مینه نه وي، چیرې چې مینه نه وي هلته ژوند نه وي.
هغه مشران او رهبران چې له پیسو سره مینه کوي، هېڅکله له خپل ملت سره مینه نه شي کولای.
موږ باید د عقل او فکر د خاوندانو احترام او قدر وکړو؛ ځکه هغه مشعل او رڼا چې موږ ته لوړې ژورې راښيي، هغه ددوى په لاس کې دي.
هغه څه چې موږ په وظیفو او نفلو کې لټوو، هغه د خدای(ج) د مخلوق په خدمت کې ښه موندلی شو، هغه څه چې موږ د ځان په وږي کولو او د روژې په نیولو کې لټوو هغه د غریبانو او فقیرانو په مړولو که ښه پیدا کولای شو.
هغه ودانۍ چې نن سبا نړېږي، رنګ او روغن(ښکلا) یې بې کټې دي.
ویده خلک له ژوند نه برخه نه لري.
فضيلت د انسان علم او عمل دی.
هغه چې په زړونو کې د خیر مینه نه لري، هغوی هېڅکله سمه لار نه شي موندلاى.
هغه هېڅکله خپلواکي نه شي ترلاسه کولای، څو د غیرت او ننګ په لار کې تر خپل سر تېر نه شي.
ړانده نه شپه لري نه ورځ.
غوره کور يا کورنۍ هغه ده چې ګاونډي او کلي ته يې ضرر نه وي رسېدلى.
هغه کسان چې په خپلو موخو پسې منډې وهي، هغه هېڅکله نه ستړي کېږي.
هغه خوښي او نېکمرغي چې په کار او هڅه کې ده، په بل هېڅ شي کې یې نه شو موندلی.
که میندې خپل اولادونه ساتي نو اولادونه خپل قام او ټبر ساتي.
یوازې مینه ده چې له پاچاهانو خدمتګاران جوړوي.
هغه انسان چې له خلکو وېرېږي هغه له خدای(ج) نه وېرېږي.
انسان هېڅکله دځان په خیر نه پوهېږي، ډېر کله پر ښو د بدو ګومان کوي.
د ناپوهۍ تیاره تر ټولو بده ده، دا تیاره د شپې له تور تم نه کمه نه ده.
زموږ مشران حرص، غم، سودا، ظلم او ناروا لري، خو قناعت، صبر، فضلیت او رحم نه لري.
د حقیقت او جمال رڼا د سپوږمۍ تر رڼا کمه نه ده.
چېرې چې د حق وینا نه کېږي، هلته زوق مري، فکرونه له منځه ځي اونېکمرغي تښتې ته مخه کوي.
د خدای(ج) د رحمتونو باران پر هغو خلکو ورېږي چې په زړونو کې یې د رحم اوبه وي.
اړتیا نه شته چې له وږي یا تږي نه پوښتنه وشي چې څه غواړئ؟
پتنګ هېڅکله بله ډیوه په مال او دنیا نه پلوري؛ ځکه توره شپه یې ورته رڼا کړې.
هره ټولنه چې پر مادیاتو ویاړ کوي، دهغې ټولنې د فضيلت خاوندان حقیر دي.
که په یوه سمندر یا سیند کې هرڅومرهموجونه او توپانونه وي،هلته هومره د بېړۍ اهمیت ډېر وي.