لیکنه:عبدالحق ثاقب هزارناوی
د سختو عذابونو او شکنجو له امله له دنیا سترګې پټوي ، دا شهادت تل د تاریخ په پاڼو کې پاتې کیږي .. دا هغه شهادت وو چې د غښلي ایمان ، قوي عقیدې او ډېر زغم او صبر په پایله کې ترلاسه کیږي . .. دا هغه شهادت وو چې په راتلونکې کې د ټولو شهیدانو د کاروان بنسټ یې ایښی وو .. دا د دعوت په لومړیو کې ، په اسلام کې لومړۍ شهیده وه ….. دا مېرمن ، سمیة بنت خیاط نومیږي چې په اسلام کې لومړۍ شهیده ګڼل کیږي .
نوموړې سمیة بنت خیاط نومیږي ، او خاوند یې یاسر بن عامر نومېده ، او ځوی یې عمار بن یاسر یادېده . دا په یوه پاکه او مبارکه کورنۍ کې پاکه مور او سپېڅلې مېرمنه وه . .. د عذاب پرمهال به ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت زیری ورکاوه … ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د صبر کچه او ټینګ ایمان مالوم وو .. خو له دې وړاندې ، له یاسر بن عامر رضی الله عنه سره د سمیة رضی الله عنها د واده کیسه داسې بیانیږي …
ددوی واده او یوځای کیدل له تقدیري معجزو ډک ګڼل کیږي ، یاسر بن عامر الکناني چې په اصلیت کې یې د یمن قبیلو ته رسیږي ، نوموړی له خپلو دوه ورونو ، حارث او مالک سره له یمن څخه راووت او غوښتل یې خپل ورک شوی ورور ولټوي … دوی له قبیلې راووتل او بیا یې په اړه مالومات هم ورک شول … د خپل ورور په لټه پسې يې دښتې او سمې ټولې وکتلې … بیا د مکې مکرمې پر لور راغلل ، ځکه مکه مکرمه هغه مهال د سوداګریزو سفرونو لپاره د عربانو د راټولیدو ځای او مرکز ګڼل کیده ، او دلته به خلک د حج د مراسمو د اداء کولو لپاره راتلل … خو له اوږدې پلټنې وروسته ، بیا هم درې واړه ورونه ونه توانیدل چې خپل ورک شوی ورور پیدا کړي … هغوی هوډ وکړ چې بیرته ستانه شي ، خو په دې ترڅ کې ترې یو بل ورور هم ورک شو …. دا په دې مانا چې یاسر وغوښتل چې له خپلو دوه ورونو سره خدای په اماني وکړي او په مکه مکرمه کې پاتې شي .. .. خو دا چې یاسر بن عامر په مکه کې قبیله نه لرله او نه یې څوک داسې درلود چې دفاع یې ترې کولی او د قریشو د قبیلو د ځینو مخورو له ظلم یې وساتي … هغه اړ شو چې د بنو مخزوم قبیلې له یوې ډلې سره یوځای شي ، هماغه وو چې له ابوحذیفه بن المغیره سره یې ایتلاف وکړ او دهغه خدمت به یې کاوه . .. هغه مهال دا یو کلتور وو چې ، کله به یو چا له یوې غښتلې کورنۍ او قبیلې سره ایتلاف وکړ ، او یا به یې ورته ځان منسوب کړ ، نو هغې قبیلې به ترې دفاع کوله او څوک به یې نه پرېښوده چې ظلم پرې وکړي .
په دې ترتیب ، یاسر بن عامر په یمن کې د آزادۍ ژوند پرېښود ، او د ځان ساتنې په مقابل کې یې خپل ژوند په مکه مکرمه کې له یوې قبیلې سره د ایتلاف کولو له لارې قید ، او دهغوی خدمت ته یې ژوند وقف کړ .
خو دې عجیبه کیسې ، هغه ته د ژوند نورې کړکۍ خلاصې کړې ، په ځانګړې توګه ، هغه مهال چې ابوحذیفه ورته خپله وینځه سمیة بنت خیاط ، یا ( سمیة بنت خباط ) واده کړه … له سمیة رضی الله عنها یې عمار او عبیدالله دوه زامن وزیږېده . دوی د بنو مخزوم قبیلې تر سیوري لاندې ژوند کاوه …. خو دا تړون او ایتلاف چې په پیل کې د یاسر او دهغه کورنۍ ته یوه بریا او ملاتړ ګڼل کېده ، خو د اسلامي دعوت له پیل سره دا ملاتړ په تکلیفونو او کړاوونو بدلیږي . .. عمار رضی الله عنه ایله د ځوانۍ په عمر کې وو ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعوت او رسالت خبر شو چې په پټه توګه به یې ورته خلک رابلل … نوموړی دار الارقم ته لاړ ، دا هغه ځای وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورکې له خپلو صحابه کرامو سره رایوځای کېده … څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت وکړ ، او اسلام ته یې راوباله ، سمدلاسه یې اسلام زړه ته لاره پیدا کړه او ایمان یې پرې راوړ . په پټه توګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه خپل کور ته لاړ ، او هلته یې خپل پلار او مور له نوي دین څخه خبر کړل ، د اسلام هغه لارښوونې يې ورته بیان کړې چې د شتمن او نشتمن ، د بادار او غلام ترمنځ توپیر نه کوي … هغوی ته یې د اسلام دعوت ورکړ ، سمدلاسه دواړه مسلمانان شول .
د بنومخزوم قبیله ددوی له اسلامه خبره شوه ، عمار او دهغه کورنۍ منکره نه شوه ، بلکې په ډېر قوت او میړانې سره یې ورته خپل اسلام اعلان کړ … د بنو مخزوم قبیله راپاڅیده او د عمار کورنۍ یې ټوله ونیوه ، او له سختو شکنجو سره یې مخ کړه ترڅو یې بیرته له دینه وګرځوي . .. دوی ډېرې شپې ورځې د مکې مکرمې په ګرمو دښتو او د سوځوونکو وړانګو لاندې تیرې کړې . .. سمیه رضی الله عنها چې د مکې سوځوونکې وړانګو سېځله ، او له سختو شکنجو سره مخامخ وه ، بیا هم هغه په خپله عقیده او اسلام ټینګه ولاړه وه . .. رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره تېرېده ، چې په سمیة بنت خیاط یې سترګې ولګېدې .. دهغې په حالت ډېر خپه شو ، نوموړې په همدې حالت د شرک او کفر ګواښونه ردول او ورسره یې مقابله کوله .. … د سمیه رضی الله عنها دخاوند یاسر بن عامر رضی الله عنه خبرې يې واورېدې ، د اوسپنو او لمبو له حالته ډېر دردېدل ، او داسې به یې ویل : ( زمانه همداسې ده ) …
رسول الله صلی الله علیه وسلم اسمان ته وکتل او ویې ویل :
(( د یاسر کورنۍ صبر وکړئ ، ستاسو ځای به جنت وي …. ))
که څه هم د یاسر کورنۍ ډېره کمزورې وه ، او عمر هم پرې تیر وو ، خو بیا هم د قریشو مشرکینو دهغوی له شکنجې لاس وانه خیست . هغوی په دې خاطر سخت عذاب ورکاوه ترڅو یې بیرته له اسلامه وګرځوي . خو په مقابل کې دې سختو عذابونو او شکنجو هم د یاسر کورنۍ له اسلام او ټینګې عقیدې ونه ګرځول . .. ددوی صبر ټینګ ، او دداسې غوڅ او کره ایمان خاوندان وو چې هیڅ ماته یې نه منله . .. په همدې ترتیب یاسر بن عامر رضی الله عنه سخته ولږه ، کړاوونه او تکلیفونه تیر کړل ، په لرګي باندې راوځړول شو او دالله په لاره کې شهید شو . … دهغه میرمن سمیة بنت خیاط هم له خپل خاوند څخه په صبر ، ایمان او اراده کې کمزورې نه وه . نوموړې داسې یوه میرمن وه چې ټول عمر یې په قید کې تیر کړی وو ، هیڅ ځواک او وس یې نه درلود ، خو بیا هم د ټینګ عزم او قوي ارادې خاونده وه . .. ابوجهل به نوموړې ته ډول ډول عذابونه ورکول او له سختو شکنجو سره یې مخامخ کړې وه ترڅو د محمد په دین کافره شي . خو سمیه رضی الله عنها دهغه غوښتنه ونه منله ، او هر ډول ښکنځلې به یې چې ورته کولې ، په سپکه سترګه به یې ورته کتل او دالله په لاره کې يې له صبر کار واخیست … یوه ورځ یې دا حوصله له لاسه ورکړه چې د ابوجهل ښکنځلې وزغمي ، د خپل کرامت د ساتلو لپاره یې د ابوجهل په مخ لاړې ور توف کړې … ابوجهل په دې کار ډېر غوسه شو ، نیزه یې راواخیسته او په زړه یې ووهله ، نوموړې ساه ورکړه ، او له دې دنیا یې سترګې پټې کړې .. په دې سره ، نوموړې د اسلام په تاریخ کې لومړۍ شهیده ګڼل کیږي … د دعوت او رسالت لړۍ ادامه مومي ، او الله خپل دین بریالی کوي … مسلمانان له خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم سره مدینې منورې ته هجرت کوي ، او هلته یو اسلامي دولت جوړوي … کله چې هلته مسلمانان ځای پر ځای کیږي ، د هجرت په دویم کال د بدر ستره غزا پېښيږي ، په همدې غزا کې ، الله تعالی د سمیة بنت خیاط رضی الله عنها غچ اخلي … .. ابوجهل په ډېره ناوړه توګه وژل کیږي … بیا یې عبدالله مسعود رضی الله عنه سر خوځوي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د زیري غږونه کوي … د عمار بن سمیة لپاره !!! الله جل جلاله یې د مور د قاتل څخه غچ واخیست . !! نوموړې هغه میرمن وه چې په نبوي وخت کې يې ، د اسلام په تاریخ کې د شهادت لومړی ویاړ له ځان سره وړی دی .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.