• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

سهارنۍ په ماشومانو کې د نوښت ځواک پياوړی کوي

Home روغتیاسهارنۍ په ماشومانو کې د نوښت ځواک پياوړی کوي

سهارنۍ په ماشومانو کې د نوښت ځواک پياوړی کوي

هغه ماشومان چې په منظم ډول سهارنۍ خوري، تر نورو نوښتګر وي. څېړنو ښودلې، که ماشومان په منظم ډول سهارنۍ وخوري، په لوی عمر کې له ګڼو ناروغیو لکه شکر، چاغۍ او نورو څخه ژغورل کېږي.
روغتیاپالان میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي، چې د خپلو ماشومانو په سهارنۍ کې دې هرو مرو پروټین او کاربوهایډرېټ ور زيات کړي؛ ځکه دغه چاره په وینه کې د شکرې اندازه د څو ساعتونو لپاره لوړه ساتي او ماشومان ژر نه وږي کېږي.
څېړونکي دغه راز وایي، هغه ماشومان چې سهارنۍ نه خوري او یا یې هم په سهارنۍ کې پروټین او کاربوهایډرېټ شتون ونه لري، تر ډېره د سر او نس په درد اخته کېږي او د زده کړې توانایي هم له لاسه ورکوي.
روغتیاپالان وایي، که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي، کېدای شي ماشومان له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ شي او پر وده یې منفي اغېز وکړي. دوی وایي که ماشومانو ته په منظم ډول سهارنۍ ورکړل شي، ماشوم وده کوي او په څنګ کې یې ورسره د نوښت او ذکاوت قوه هم پیاوړې کېږي او ذهن یې هم وده کوي. هغوی ټولو میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او خوړو ته یې پاملرنه وکړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د بامیان پوهنتون

Aug 26, 2018

له سپوږمۍ راډیو او مسیر ورځپاڼې په مننې! د بامیان[...]

استازی کتاب چاپ شو

استازی کتاب چاپ شو

Jun 11, 2016

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا د[...]

نن؛ ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وئ

نن؛ ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وئ

Jun 24, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي همدا اوس مو په زړه کې همېشنۍ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022