څرګنده ده چې د وخت په تېرېدو تعريفونه، حالتونه او ان باورونه توپير مومي. ويښ ملتونه له نويو تعريفونو او پرمختګونو سره يو ځای ګام اخلي او د خپلې ټولنې او وګړو د سوکالۍ او لوړتيا لپاره د همدې تعريفونو او باورونو پر بنست مخ پر وړاندې يون کوي. سواد، پوهه او علم درې بېل ويونه دي او جلا تعريفونه لري. سواد عربي توری دی او د تورولو په مانا دی. په ټوليز ډول د سواد ډېر ډولونه شته خو موږ به دلته د افغانستان له چاپېريال سره سم د ليک لوست او علمي سواد په اړه بحث وکړو. يوازې څو کاله وړاندې باسواده هغه چاته ویل کېده چې يوازې ليک او لوست وکړای شي. دا تعريف له زرګونو کلونو راهيسې د سواد لپاره منل شوی تعريف و؛ ولې د يويشتمې پېړۍ له پیل سره دې تعريف بدلون وموند. اوس مهال د سواد او بې سواده معمول تعريف دا ډول دی:
هغه څوک چې په انګليسي ژبه او کمپوټر ونه پوهيږي؛ بې سواده ګنل کيږي. ان که ليک او لوست وکړای شي.
صبر وکړئ؛ يوازې په انګليسي او کمپيوټر هم نشئ خلاصېدای. د سواد تر څنګ يوه بله اصطلاح چې اوس مهال زياته کاريږي؛ علمي سواد دی. هغه کسان چې په علمي او تخصصي برخو کې بشپړه پوهه ونه لري؛ هغوی ته نيمه باسواده ویل کيږي. بايد وویل شي چې په په علمي او تخصصي برخو کې د نيمه باسوادو کسانو زيان تر مطلقو باسوادو زيات کېدای شي. د هاروراډ پوهنتون يوې څېړنې ښوولې ده چې له مشرانو متخصصينو يوازې لس په سلو کې هغو وکولی شول ووايي چې ولې هوا په اوړي کې توده او په ژمي کې سړه ده. همدا شان د جورج مانسون پوهنتون د ماسټرۍ دورې له محصلينو نيمو هغه يې د ماليکول او اتوم تر منځ توپير ونشوای کړای. په يوه بله بېلګه کې ډاکټر رابرټ هازن (Robert M. Hazen) د فزيک او ځمکې پېژندنې له څلوريشت ډاکټرانو د DNA او RNA دتوپير په اړه وپوښتل؛ يوازې درې کسانو سم ځواب درلود.
آيا موږ باسواده يو؟
موږ په داسې يوه پېر کې ژوند کوو چې هره ورځ او هره شېبه تازه علمي موندنې او پنځونې کيږي. د نړۍ څېره هره ورځ بدلېدونکې ده. يوازې نړيوالو رسنيو ته کتنه وکړئ؛ وبه ګورئ چې هره ورځ د ځمکې د ګرمېدلو، په آسماني ډبرو کې د فوسيلونو د کشف، په قضايي برخه کې د (DNA) د کارونې، په ټکنالوژيکي، ساينسي او طبي برخو کې د نوو پرمختګونو په شان له سرليکونو سره مخ کېږئ. دا ټولې پرمختياوې زموږ په ژوند مخامخ اغېزه کوي. که غواړئ د يوه بريالي سوداګر، سياستوال يا مسلکي کس په توګه په اوسنيو پرمختلونکو ټولنو کې فعال ګډون ولرئ نو بايد خپل ليد د دې او دې ته ورته نورو عامو علمي موضوعاتو په اړه منظم او بشپړ کړئ.
نن ورځ د علمي بدلونونو او پرمختګونو سرعت ډېر زيات دی او په علمي او څېړنيزو کړيو کې د پاته کېدو شرط له دې پرمختګونو سره يو ځای ګام اخستل دي. د بنسټيزو علومو له بدلونونو سره سم دوې پېښې رامنځته کيږي: پخوانۍ څېړنې او ارزونې ناسمې خيژي او له منځه ځي او يا هم د نويو علومو په ملاتړ بشپړيږي او ځواکمنيږي. اوس په عمومي ډول د سواد او بې سواده توپير ته راځو. د پورتنيو روښانتياوو په رڼا کې بې سواده هغه کس نه دی چې يوازې ليک او لوست ونشي کړای او يا هم په کمپيوټر او انګليسي ونه پوهيږي بلکې:
هغه کس بې سواده دی چې:
- ونشي کړای خپله پوهه له نويو پرمختګونو سره همغږې کړي.
- د خپلو ناسمو باورونو د لرې غورځولو جرأت ونه لري.
ښايي تاسې به د ډېرو هغو نظريو او د نيوټن د قوانيونو شان قوانينو په اړه چې پخوا ثابت او تغيیر نه منونکې ګڼل کېدل؛ خبر ياست چې وروسته بيا د نويو نظريو او او تجربو پر بنسټ ناسم ثابت شول. دلته د سواد په اړه دا يوه ښه بېلګه کېدای شي. ډېر کسان چې کلونه يې له منل شوو باورونو سره ژوند کړی؛ د علم او پوهې نويو بريدونو ته د ننوتلو زړورتوب نه کوي او په خپلو هماغو ناسمو انګېرنو کې ډوب پاته کيږي. دې ډول کسانو ته بې سواده ویل کيږي.
علمي سواد څه دی؟
علمي سواد د تخصص پېچلې ژبه او د پوهې د مختلفو څانګو په اصطلاحاتو او ټولو علم پوهېدنه نه ده. څوک له تاسې نه غواړي چې نوي درمل جوړ کړئ، د فضايي تمځای مدار محاسبه کړئ او يا هم د اوزون د بيا رغونې لپاره وړانديزونه وکړئ. علمي سواد په عمومي پوهه او ټوليزو علمي اصولو کې جرړې لري.
علمي سواد د هغو مفاهيو، تاريخ او افکارو مجموعه ده چې له موږ سره مرسته کوي چې تر څو د خپل پېر علمي موضوعات درک کړای شو.
علمي سواد د علمي پوهې لپاره اړين دی. د علمي سواد لرونکی کس د ورځنيو خبرونو د درک لپاره په هغو اصطلاحاتو او حقيقتونو پوهيږي چې له علمي پوهې سره تړاو لري. د بېلګې په ډول که تاسې د اوزون د سوريو، د DNA او RNA د توپير، د سترې چاودنې او يا انجينیري بحثونو په اړه مقالې په هماغه آسانۍ کوم چې سياسي، ورزشي او هنري لولئ؛ لوستلای شئ؛ تاسې د علمي سواد درلودونکي ياست.
ولې علمي سواد؟
بايد له ياده ونه باسو چې د پوهې کاروان د پخوا په شان د اوښ په ګامونو نه ځي تر څو هر کس بېل، بېل ورسره يو ځای شي؛ بلکې په خپل تګلوري کې يوازې هڅاند او غوره کسان له ځان سره ملګري کوي. په دې لار کې پاته کسان له شک پرته پاتيالي دي؛ که څه هم تر يوې مودې له خپلې پخوانۍ پانګې سره د بريالي ژوند په مسير کې لاس او پښې وهي.
دلته لا هم د پوهنتون ځينې فارغين په دې باور دي چې زلزله د غوايه د ښکر ښورېدو يا خواجه غرمبان بابا د توپ ويشتلو له کبله ده. لا هم ډېر کسان باور نه لري چې ځمکه د لمر په شواخوا په ساعت کې د يوسلواووه زره کيلومتره په تېزۍ حرکت کوي. دا حالت حتی په پرمختللو هېوادونو کې هم هومره ښه نه دی. د څېړنو په پایله کې تر لاسه شوې چې په ۱۹۸۸ز کال په امريکا کې د علمي باسوادو شمېر ۱۰٪ فيصده و؛ دا کچه په ۲۰۰۸ ز کال کې ۲۸٪ ته لوړه شوه. اوس مهال زموږ د هېواد حالاتو ته په کتو ښايي دا کچه تر لسو هم کښته وي. په ۱۹۹۰ز کال کې د کاناډا نږدې نيمايي وګړو فکر کاوه چې لمر د ځمکې په شاوخوا تاويږي؛ په داسې حال کې چې د دې حقيقت له موندنې شاوخوا پنځه سوه کاله تېريږي.
اوس مهال موږ ټول له عمومي علمي مسایلو سره سروکار لرو. په هغه ټولنه کې چې د علمي سواد کچه لوړه وي؛ د طبيعي سرچينو او د ژوند د چاپېريال اداره او ساتنه آسانيږي. په دې لړ کې هغه کسان چې د مديريت دنده لري؛ تر نورو زيات د نوي او علمي سواد زدکړې ته اړتيا لري. ښايي ستاسې به پام شوی وي چې زموږ په هېواد کې دا ستونزه تر نورو ډېره ده او د نه پرمختګ، ناسمې حکومتولۍ، فساد او لسګونو نورو ستونزو لامل ده. له علمي سواد پرته د ملي ګټو پېژندنه ستونزمنه او د يوې ټولنې بنسټيزو هدفونو ته رسېدل ناشوني دي.
څه بايد وشي؟
په پرمختللو ټولنو کې دولتونه د علمي بنسټونو ملاتړ کوونکي دي. پیل بايد د ښوونځيو د نصاب له اصلاح وشي. له دې پرته چې زدهکوونکي د مالوماتو له ډېرۍ سره مخ شي؛ بايد له داسې حالت سره مخ کړل شي چې د يوې سکالو په اړه څېړنې او پلټنې ته لېوال شي. دوهم ګام بايد د پوهنتونونو په تدريسي نظام کې سمون دی. همدا څو کاله وړاندې زموږ د اسلامي ثقافت يوه استاد چې په اسلامي علومو کې ماسټر و؛ په خپل چپټر کې د هغې تيږې انځور چاپ کړی و چې ویل کيږي په عربستان کې هر کال له هوا لوړيږي. دې ښاغلي لا هم په دې خبره ټينګ باور لاره؛ حال دا چې دا هسې يوه انټرنېټي افسانه وه.
د پوهنتونونو زدکړيالان بايد پوه شي چې د ټولو علومو په بنسټيزو تعريفونو او اصطلاحاتو پوهېدل د علمي پرمختګ او په علم نړۍ کې د ښه ژوند کولو لپاره اړين دي. همدا شان د علمي کتابونو او انټرنېټي پاڼو پنځونه اړينه ده. د دې تر څنګ رسنۍ دا رسالت لري چې په علمي برخه د عمومي افکارو د روڼتيا لپاره کار وکړي. دا هغه څه دي چې په دريمه زريزه کې د يوه ملت او هېواد د بقا تضمين کوي. له دې پرته د خوارۍ، بې علمۍ، جګړو، ستونزو او شاتګ په ګردابونو کې دپاته کېدو، يا بيا راګيرېدو شونتيا بيخي ډېره ده.
يادونه: په دې ليکنه کې له بېلابېلو علمي ليکنو او وېب سایټونو ګټه اخستل شوې ده.
محمود سعيد
[review]