لیکنه: مقتصد ستړی
دا څووم ځل دی، پرون هم راغلې وه دادی نن بیا راغله د څوو ورځي کېږي د شیشې د وره شاته ودرېږي، د سوربخن ټیکري په پلو کې یو څه غواړي، نن څوومه ده یو، یو لس ګون ورکوم، زړه مي ورباندي سوځي، کله، کله یي له تلو ورورسته یو سوړ اسویلی وباسم، خدایه ستا په در کښي څه کم دي؟ چې دا ماسومه تر ما رالېږې، توبه، توبه خدای مهربانه دی په همدې کښې به زما خیر وي، زما په یو لس ګون څه کم شوي؟ خو راتګ یي زور راکوي زه یي دلیدلو توان نه لرم، هغه دی نن بیا راغله تر دې ټولو دوکانونو راتېره شوه د شیشې وره ته ودرېده، داځل یي بیا د سوربخن ټیکري پلو راته نیولی … له ځایه پورته شوم دا ځل راسره میده روپۍ نه وې، ددې خلکو عادت دی سوالګر ته تر لس روپو زیاتي نه ورکوي کټ، مټ لکه رواج چي وي او که چا تر دې زیاتي ورکړې ځان ورته بد ښکاري، ــــ وبښئ میده روپۍ نه لرم خدای دې درکړي! ــــ که خدای راکولی یي ستا دوکان ته به نه دریدم ــــ ما نا امیده کیږه، خدای “ج” مهربان دی، هر څه به آسان کړي، ــــ زه دا نه وایم چې هغه مهربان نه دی، هغه مهربان دی چې ما تاته رالېږي، خو … ــــ خو څه، څه په خبره دې پوه نه شوم؟ ــــ خدای “ج ” مهربان دی، انسان یي څومره بې زړه لکه دا زه او څومره بې رحمه لکه دا ته پیدا کړی، له دې خبري سره یي داسې شوم کاش ځمکه ځای راکړي وی او زه یي له مخه پناه سم، زه نور د هغې بې ګناه سترګو ته په خپلو ګنهګارو سترګو ور کتلی نشم، بیاهم کوښښ کوم هغې ته یو څه ورکړم هغه زما تر در راغلي ژاړي، په پلو کښې یو څه غواړي د هغې له مهینو سترګو اوښکې پر مخ لکه د بارانو څاڅکي وټ، وټ رواني دي، بدن یي پړک واخیست چیغې یي په زوره شوې، شا او خوا مې وکتل ددې سیمې خلک بدګمانه دي، هغې ته مې دوکان ته د ننه راتلو وویل، چیغې یي زورورې شوې غږ یي لکه د توتکۍ انساني زړونه ګروي، ــــ وبښئ تاسو مه نا امیده کېږه، هر څه به خدای “ج “سم کړي، یو غړوپ اوبه وڅکه … دا وخت یي چیغې ورو، ورو کراریږي، لا هم سلګیو نیولي، په سلګو کښې یي خبري پیل کړې ــــ ته مهربان یې، مهربان، ما پر تاسو بد وویل مګر زه ډیره مجبوره یم، واخله دا هغه پینځه لس ګونه دي چې تا راکړي، زه د پیسو سوال نه کوم، هرڅه لرم، یواځي ستا ددیدن تږې یم، ددیدن سوال ته راغلي یم، دا ځل لس ګون نه غواړم، ستا د میني نظر …ما مه پرېږده چې خالي پلو ولاړه سم …. سوالګره نه یم ساده ځوانه پر تا مئینه یم دیدن ته دې راځمه