[quote]وَإِذْ نَجَّيْنٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ{٤٩}[/quote]
او کله چې موږ تاسې د فرعونيانو د بدو عذابونو څخه خلاص کړئ، چې ستاسې زامن به يې حلالول او ښځې ستاسې به يې ژوندۍ پريښودلې، په دې کار کې ستاسې درب له لورې لويه ازموېنه وه.
[quote]وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنجَيْنٰكُمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ{٥٠}[/quote]
او کله چې موږ تاسې ته سمندر بيرته کړ، نو تاسې مو خلاص کړئ، او فرعونيان مو ستاسې پر وړاندې ډوب کړل.
[quote]وَإِذْ وٰعَدْنَا مُوسٰىٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظٰلِمُونَ{٥١}[/quote]
او کله چې موږ دموسی عليه السلام سره دڅلوېښتو شپو ژمنه وکړه، بيا تاسې دهغه له تګ نه وروسته خوسی (په خدايئ سره) ونيوه، ځکه تاسې تيری کوونکي وئ.
[quote]ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّنۢ بَعْدِ ذٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ{٥٢}[/quote]
بيا موږ تاسې ته وروسته له د ېنه بښنه وکړه، ښايي چې تاسې مننه وکړئ.