ژباړه: عنایت الله حافظ
[quote]وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوٰى ۖ كُلُوا مِن طَيِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلٰكِن كَانُوٓا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ{۵۷}[/quote]
موږ پر تاسې وريځ سیورې کړه، ترنجبين او مړزان مو درته راښکته کړل، او درته مو وویل خورئ! له هغې پاکو شیانو نه چې موږ درته روزي درکړې، خو ستاسې پخوانيوو چې څه کړي، هغه پر موږ تېری نه وو، بلکې هغوي پر خپلو ځانونو تېری کاوو.
[quote]وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هٰذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطٰيٰكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ{٥٨}[/quote]
او كله چې موږ ووئېل، ننووځئ دغې کلي ته، او هلته مو چې څه خوښه وي پرپمانه يې خورئ، خو په دروازه باندې د سجدې او زارۍ په حال کې چې ای ربه! بښنه غواړو، به مو په خوله وي ورننووځئ، نو موږ به ستاسې ګناهونه وبښو، او د نېکو کارانو ونډې به زر تر زره، زياتې کړو.
[quote]فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ{٥٩}[/quote]
نو هغې وګړو چې تېری يې کړې وو خبره، له هغې نه بدله کړه چې هغوي ته ښودل شوې وه، نو موږ هم په تيري کوونکو د هغوي د سرغړونو په بدل کې له اسمانه سخت عذاب راښکته کړ.