دا چې سوله په رښتیا هم چې د هر هيواد هرې ټولنې لپاره یوه اړتیا ده. نو زموږ هيواد، ټونلې او وګړو لپاره هم یو ستره او نه پيدا کيدونکې اړتیا ده نو…
دری لسېزې کېږي، چې موږ او تاسې د سولې په ارمان کې ژوند کوو. خو، په سترګو مو ونه ليده. منډې مو ور پسې و کړې، ځانونه مو د سولې قرباني کړل، ميندې، پلرونه او وروڼه مو پکې شهيدان شول. مګر سوله مو لاسه را نه وړله.
را به شو ديته چې سوله یوه اړينه او ضروري اړتیا ده زموږ او ستاسې لپاره هغه ځکه چې بې له سولې موږ او تاسې د ژوند یوه برخه هم په ښې توګې سره پر مخ نه شو بيولای.
نه مو معارف جوړيدای شي، نه مو برښنایي سيستم، نه مو اقتصادي پرمختګ، نه مو کرنيز پرمختګ او همداسې نور هم در واخله….
خو، سوله چې ډېره اړينه ده هغه یواځې په دې خاطر چې تر څو د هيواد هر و ګړی د خپل راتلونکي لپاره د ښوونې او روزنې په لاره کې خپل ځان، ټولنه او وطن پر مخ بوزي. تر څو د پردیو له لاس نيوي څخه خلاص او په خپل ځان باندې بس یا شي.
هو، سوله یو داسې سپېڅلی نوم دی، چې په اخيستلو سره یې د سړي روح ور سره ارام کوي. د سولې نوم مبارک نوم دی ځکه زموږ او ستاسې ستر پېشوا نبي کريم(ص) هم د سولې په اړه ډېری احايث بیان کړي دي. چې یو یې ډېر عام او د ټولو مسلمانانو په خوله کې تل وي: وصلح الخير، ژباړه: په سوله کې نيکي ده خير دی پکې.
همدارنګه لوی خدای(ج) هم د سولې به اړه سريع ایاتونه په قرانکريم کې بیان کړي دي. تر څو مسلمان تر هر څه په سوله باندې ډېر باور و لري. په قرانکريم او احاديثو کې د سولې لاره تر جنګ غوره او بهتره ګڼل شوې ده، څو څو ځله د سولې ملاتړ شوی دی، جنګ ته پکې ډېره ترجيع نه ده ور کړی شوی تر څو د مجبورۍ حالت نه وي.
نبي(ص) په تول عمر کې د د سولې یو روڼ چراغ و، په هره غزا کې یې د سولې غږ لومړی اوچت کولو د اسلام بلنه یې خلکو ته ور کوله ځکه سوله دې حل لاره وه او جنګ د وژنې او بربادۍ نولومړی د دين د نشر کولو پيل هم د سولې په نامه کړی دی دين یې په جنګ کولو خلک ته نه ور ښوده…….
دا چې زموږ او تاسې ستر پېشوا نبي کريم(ص) د سولې ډېر پلوی و، نو راځئ موږ او تاسې هم د هغه امتیان یو، او د هغه په پله باندې په رښتنې توګې سره قدم اوچت کړو، او د سولې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو شو.
که سوله وي، بچی به مو درس وایي، کهع سوله وي، موږ او تاسې به د لوږې،فقر او بدبختۍ څخه لرې وو.، که سوله وي موږ او تاسې به د نړۍ تر ټولو ستر او قوي هيواد و. او که سوله وي زموږ او ستاسې ميړانه به لا په نړۍ کې بې سارې وي، هغه که د تعليم او که د هرې ټيکنالوژۍ په برخه کي.
نو دې هيواد او دې و ګړو ته سوله تر هر څه اړه ده. یوازنی خنډ چې زموږ او ستاسې د پرمختګ سبب شوی دی سوله ده. په اخر کې وایم چې سولې موږ درپسې مړه. خدای دې نوره زموږ په کور او کلي راوله. خدای دې نور موږ ستا له سيوري لاندې دمه کړي، خدای دې نور موږ ستا په دې سپېڅلي نوم باندې و نازوي…… د ګران هيواد لپاره د یوې تل پاتې سولې په هيله..
ذبيح الله ايمان