- آيا پاکستان له افغانستان سره رښتيا هم سوله غواړي!؟
-
ليکنه: محمد عزيز تحريک
-
د نړيوال قانون او ټولنيز ضرورت له مخې هر هېواد له خپلو ګاونډيو، د سيمې او نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره ديپلوماتيک مناسبات ټينګوي، دا ځکه چې په تنهايۍ سره له خدای څخه پرته هېڅوک پوره او کره نه دی؛ ټول انسانان او ټول هېوادونه د راکړې ورکړې (د وارداتو او صادراتو) لپاره يو بل ته اړتيا لري .
پاکستان زموږ هغه جنوبي ګاونډی هېواد دی کوم چې په ۱۹۴۷ م. کال کې زېږېدلی دی . دغه هېواد پخوا د هندوستان يوه برخه او د انګرېزانو مستعمره وه. هغه مهال چې انګرېزانو د هندوستان په ستر هېواد واکمني درلوده؛ د انګرېزانو تر اسارت لاندې وه. په همغو زمانو کې چې امير دوست محمد خان، امير افضل خان، شاه شجاع، امير محمد يعقوب خان او امير عبدالرحمان خان اميران او د کابل ( انګرېز پلوه ) واکمنان وو؛ انګرېزانو له دوی څخه کرار کرار په جنګونو، ټګيو، تطمېعګانو او پيسو د لوی افغانستان ډېرې برخې ونيولې. وروستی شرموونکی او لعنتي غړوندی د ډيورند د کرښې د لاسليک موضوع ده چې د امير عبد الرحمان په دوران کې له انګرېزانو سره امضا شو .
د ډيورند د کرښې د اعتبار ټوله موده سل کاله تعين شوې وه، خو اوس چې شاوخوا څه باندې (۱۲۰ ) کاله تېر شوي دي؛ پاکستان د انګرېزانو په مشورې،مرستې او همغږۍ هېڅ حاضر نه وه، نه دی او حاضر به هم نه شي چې د ډيورند له کرښې هاخوا سيمې او ځمکې دې بېرته افغانستان ته پرېږدي او يا دې هم دوه خپلواک هېوادونه: پښتونستان او بلوچستان جوړ شي !
د همدې علت له مخې پاکستان هېڅکله له افغانستان سره صادق او رښتينی دوست کېدلی نه شي! په پاکستان باندې د انګرېزانو د خوښۍ په خاطر امريکا او ملګري ملتونه دې ته حاضر نه دي او حاضر به هم نه شي چې د ډيورند مصنوعي او تحميلي کرښه دې ملغي شي !
د پاکستان ټولو حکومتونو يوه مشترکه ستراتېژي درلودله او اوس هم همغه تګلاره تعقيبوي؛ هغه د افغانستان د دولت د ضعيفه کولو لاره وه. د جاسوسانو د روزلو او افغانستان ته د هغو د رالېږلو، په افغانستان کې دهغوی لوړو څوکيو ته د رسولو او بيا له هغو څخه د افغانستان اوپاکستان تر منځ په ديپلوماتيک ډګر کې ناوړه ګټه پورته کولو لاره وه او دا لړۍ اوس هم په دوامداره توګه تعقيبوي. ومو ليدل چې جهادي رهبران او اکثره جهادي کدرونه ( امرين، قوماندانان) د (آی.اس . آی) له روزنتون څخه را بهرشوي دي. د افغانستان د حامد کرزي د دوران ټوله کابينه، پارلمان،معينان، واليان، رئيسان ، ولسوالان، امرين او قوماندانان( مېډن پاکستان) وو او هغوی لا اوس هم د ډاکتر اشرف غني د دولت ستره برخه تشکيلوي.
د جنرال ضيا والحق له دوران څخه تر ۱۳۷۱ ل.ل. کال پورې او له ۱۳۷۱ کال څخه تر اوسه پورې د پاکستان ټولو دولتونوپرله پسې د افغاني کډوالو( مجاهدينو) په لاسونود افغانستان هغه اردو چې بنسټ يې د امير شېرعلي خان په زمانه کې ايښودل شوی وه، له منځه وې وړه، د افغانستان د اردو موټرې، ټانکونه، توپونه ،تيارې او ټول تجهيزات يې په پاکستان د« کباړ»په نوم وپلورل. پاکستان د مجاهدينو په لاسونو ټولې فابريکې او کارخانې له منځه وې وړې، ښوونځي، روغتونونه، سړکونه، پلونه، بندونه ، عامه شتمني، د خلکو مېنې، کورونه، موزيمونه او ټول بيت المال يې پرې لوټ کړ! په افغانستان کې يې د سر سړي او د حساب ککرې روغې او ژوندۍ پرې نه ښودلې، د هر شخص پر ټنډې يې رنګارنګ د بې ثباتۍ او بدنامۍ ټاپې ولګولې. په افغانستان کې يې موږ ته زيارتونه او لرغوني ابدات هم روغ پرې نه ښودل. زموږ د قبرو هډوکي او د کانونو قېمتي کاڼي يې د شګو،خاورو، سکرو او لوټو په قېمت واخيستل!
زه باور لرم که چېرې پاکستان له هندوستان سره د کشمير په سر لانجه نه درلودلای نو پاکستان په رڼا ورځ لکه شورويانو غوندې د افغانستان په ځمکني او هوايي قلمرو وسله وال تېری کاوه او افغانستان يې له خپلې خاورې سره يوځای کاوه! د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ د کرښې پر سر لانجه تر هغې پورې نه حلېږي څو پاکستان په څلورو ټوټو: پښتونستان،بلوچستان،سند او پنجاب باندې ونه وېشل شي!
د همدغو دليلونو پر بنسټ وايم چې پاکستان لکه ايران زموږ دوست نه وه، نه دی او دوست به مو هم نه شي !پاکستان هېڅکله له افغانستان سره د سولې په پروسه کې رښتينی او صادق نه وه، نه دی او نه به هم شي.
[review]