لیکنه: دادمحمد ناوک
د اسلام اباد له ناستې وروسته په رسنیو په تېر بیا فیسبوک کې سوله اوړي را اوړي، ابراهیم علیه السلام چې کله کعبه شریفه ودانه وکړه، نو دې سیمې ته يې د امن دوعا وکړه، امن يوه انساني اړتیا ده، ان که انسان د الله جل جلاله عبادت کوي هم ارامي ته اړتیا لري، خو دغه اړتیا باید د ارزښتونو په بدل کې پوره نه شي، طبعاً د دوو جګړه ښکېلو ډلو تر منځ سوله داسې راتلی شي، چې له دواړو خواوو به هر یو څه مني او یو څه به له لاسه ورکوي.
که څه هم د اسلام اباد ناسته لکه څومره چې رسنیو وشاربله ماته هغومره د تمې نه ښکاري، ځکه چې طالبانو يې اړوند کوم رسمي دريځ نه دی ښکاره کړی، خو پخپله اعلاميه کې يې دغه ناسته چورلټ رد کړې هم نه ده، خو له هغوی چې هر وخت دا غوښتنه شوې، چې د بهرنیانو پر ځای دې له افغا دولت سره خبرې وکړي، همدا دلیل يې ویلی چې افغان حکومت د سولې پر وړاندې د خنډونو په له منځه وړلو کې بې وسه دی، مثلاً له تور لیست نه د طالب مشرانو ایستل، له هېواده د بهرنیانو بشپړ وتل… چې یو يې هم په افغان دولت پورې نه اړه لري او نه يې اړوند څه کولی شي.
خو که له اختر وروسته بیا هم د سولې لپاره ناسته کېږي او رښتیا هم طالبان رسماً دغه خبرې تايید کړي نو طالبان به څه له لاسه ورکوي؟ څه به ګټي؟ او افغان حکومت به له څه شي لاس مينځي او څه شی به خپلوي؟ طالبان چې خپله څوارلس کلنه مبارزه «سپېڅلی جهاد» بولي، د دې مبارزې هر قرباني ته احترام لري او هغوی پر همدې شعار د دوی ملګرتيا کړې او په دې لاره کې وژل شوي دي، چې په افغانستان کې به بشپړ اسلامي نظام حاکم کېږي او بهرنیان به ټول له هېواده شړي، اوس که د سولې خبرې په داسې حال کې چې بهرنیان هم په افغانستان کې اډې لري، رښتیا هم داسې روانې شي لکه رسنۍ چې يې اړوند معلومات خپروي، نو طالبان به د خپل قرباني شویو ملګرو قربانۍ ته څومره ژمن پاتې شي او ایا وبه کولای شي په څوارلس کلن ډيموکراټيک نظام کې اسلامي حدود تطبیق کړي؟
له دې پوښتنو سره جوختي دا هم را وړاندې کېږي، چې ایا د افغان دولت له وسه دا پوره دي چې د طالبانو پورته یواځې دوه شرطونه ورسره ومني او پوره يې کړي، که بشپړ اسلامي نظام حاکم شي، ایا د اوسنیو چارواکو پر وړاندې به خنډونه پېښ نه کړي، د څوارلس کلونو د جنایاتو محاکمې، د غصب، غلا او چور حساب، له خیانتونو، رشوتونو او پیسو تروړلو د لاس لنډول، په نظام کې د نا اهلو خو زورواکو له واکه لرې کول… به د اوسني رژیم فعالان ورسره ومني، که يې ونه مني ایا طالبانو به له خپله شعاره سر نه وي غړولی او له خپلو تېرو قرباني ملګرو سره به يې دوکه نه وې کړې؟
دغه ټولې پوښتنې چې مخې ته کېښودل شي، سوله ډېره لرې ښکاري، که رښتیا هم د سولې لپاره په دواړو خواوو کې رښتينې اراده موجوده وي، نو دولتي چارواکي سر له اوسه بايد دا هوډ ولري چې د ولس د ارامۍ په خاطر به يې ډېر څه له لاسه وځي، خو ولس به يې دې قربانۍ ته به درنه وګوري، خو که په دوی کې د ولس د ارامۍ احساس پیدا شي.